د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي او د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او احمد ضیاء عظیمي شینوزاده په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ پراختیا مسؤل ښاغلي ښاغلي محمد رضا محمدي او ورسره پلاوي سره د لیدنې په ترڅ کې، په افغانستان کې د سوداګرۍ پراختیا، د خصوصي سکتور وړتیا لوړونې، د تیر سیستم مروج کولو، د نړیوالو سرچینو او امکاناتو او د SIYB کړنلارې څخه په ګټې اخیستنې سره د متشبثینو ملاتړ کولو او د خصوصي سکتور ټولو هغو اړخونو په اړه چې د ملګرو ملتونو ملاتړ او لاسنیوي ته اړتیا لري، خبرې وکړې.
ښاغلي برهان ښاغلي محمدي او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د خصوصي سکتور لاره کې پرتو ستونزو ته اشاره وکړه او په پورته یادو برخو کې يي د ملګرو ملتونو ملاتړ او همکاري اړینه وبلله.ښاغلي برهان د مرکز او ولایاتو په کچه، د خصوصي سکتور وړتیا لوړونې برخه کې د اتاق د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه.
ښاغلي عطايي په یاده برخه کې د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ پراختیا مسؤلینو سره د ترسره کړیو ناستو یادونه وکړه او د یادو پروګرامونو تطبیق په برخه کې يي د اتاق د بشپړې تیارۍ ډاډ ورکړ.
ښاغلي خان جان الکوزي د هېواد د خصوصي سکتور وړتیا لوړونې او د کوچنیو او منځنیو متشبثینو ملاتړ پروګرامونه د ملګرو ملتونو یو نیک ګام وباله او په هېواد کې د زرګونو نیمګړو پروژو بشپړولو په برخه کې يي د ملګرو ملتونو رول اړین وګاڼه.
ښاغلي الکوزي د افغانانو کنګل شوې پیسې او د سوداګریزو توکو پیر په موخه د هېواد څخه دباندی د پیسو عدم انتقال دوه نورې ستونزې ونومولې او له ملګرو ملتونو يي وغوښتل چې یادو ستونزو ته د پای ټکي کیښودو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
د سفر په لومړۍ ورځ د ایران د سوداګرۍ اتاق د مشرتابه، سوداګرو او د دغه هېواد د خصوصي سکتور د غړو له خوا د افغان پلاوي تود هرکلی وشو.
ښاغلي عزیزي د خصوصي سکتور ترمنځ د همغږۍ شورا رامنځته کیدل او د پولی آخوا پروګرامونو دایرول د بېلابېلو اتاقونو د لا ښې همغږۍ لپاره اړینه وګڼله او په دې اړه یې له ګډونوالو سره خبرې وکړې.
ښاغلي آخند زاده زیاته کړه "دم ګړۍ په افغانستان کې د پانګه اچونې ټول شرایط پوره او زمینه برابره ده، خو دا چې ستر شرکتونه په افغانستان کې له پانګه اچونې ډډه کوي، دلیل يي د نړۍ له هېوادونو څخه د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت نه پیژندل دي."