د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د اتاق عامل پلاوي رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي د رخت واردوونکو اتحاديي رئیس ښاغلي حاجی عبیدالله او د برښنايي توکو واردوونکو سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې، د دوی ستونزې واوریدې او د حل لارو لټولو ژمنه يي وکړه.
 
ښاغلي مهمند ټولو ګډونوالو سوداګرو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، زیاته کړه چې اتاق د ټولو سوداګرو په ځانګړې توګه د رخت او برښنايي توکو واردوونکو سوداګرو طرحې، ستونزې او وړاندیزونه اوریدلي او د ستونزو حل برخه کې تل کوټلي ګامونه پورته کړي او دی کار ته دوام ورکوي.
 
ښاغلي مهمند د چین سره د سوداګریزو اړیکو لرونکو سوداګرو د ویزو د صدور برخه کې د شتو ستونزو حل په موخه څو ځلي د چین سفارت چارواکو سره ناستې ترسره کړي دي او د چین سفارت هم افغان سوداګرو ته د ویزو د صدور ډاډ ورکړی دی.
 
ښاغلي مهمند د بهرنیو چارو او سوداګرۍ او صنعت وزارتونو له مشرتابه څخه د ویزو د صدور برخه کې د دوی د هڅو ستاینه وکړه.
 
ښاغلي عطايي د هغو فعاليتونو او هلو ځلو په باب خبرې وکړې چې د رخت او الکترونيکي وسايلو د واردوونکو سوداګرو په تېره بيا چين ته د هغوى د ويزې د ستونزې د حل په خاطر يې کړي دي. هغه وويل، چين د افغانستان د سوداګرۍ لپاره يو له مهمو هېوادونو څخه دی، چې له دغه هېواد سره د سوداګريزو اړيکو د پراختيا لپاره بايد لا زيات ګامونه پورته شي او په دې برخه کې د سوداګرۍ اتاق لا زياتې هڅې کوي او په ورته وخت کې په دې برخه کې کار کوي. همدارنګه د هغو سوداګرو د ستونزو د راټولولو په برخه کې چې له چين سره راکړه ورکړه لري، د حل په موخه يې له دولتي چارواکو سره ګډې هڅې رواني دي.
 
د رخت واردوونکو اتحاديي رئیس ښاغلي حاجي عبیدالله وویل "موږ د افغانستان اسلامي امارت اړوندو چارواکو او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي څخه د زړه له کومي مننه کوو چې د ویزو د صدور برخه کې يي له سوداګرو سره مخلصانه هلې ځلې کړي دي"

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي د دوو تېرو ناستو په دوام کې د سوداګرو او د نفتو او ګازو واردونکو اتحادیې او همدارنګه د دولتي سکتوري ادارو له رئیسانو او مسوولینو سره د نفتو او ګازو په برخه کې د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو او د نورم او سټنډرډ ادارې شرایطو برابر او د باکیفیته تیلو واردولو په اړه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي محمد داود یوسفزي او د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د تیلو او ګازو ډیر شمیر سوداګرو ناستې ترسره کړې.

ښاغلي مهمند د دې غونډې د جوړیدو موخه د انساء ادارې د تخنیکي ټیم په ناسته کې د ولایتي استازو ټاکل او د نورم سټنډرډ د ستونزو د حل په ګوته کړه. دوی به په راتلونکو ناستو کې له اړوندو څانګو سره د مشخصو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وکړي او د نفتي توکو د واردولو او د نورمونو او ستندردونو د پلي کولو په برخه کې د شته ستونزو د حل په موخه به خپل نظرونه څرګند کړي.

د نفتو سکتور برخه اخیستونکو سوداګرو او د نفتو او ګازو واردونکو اتحادیې مشرتابه خپل استازي چې په ټولیز ډول ۲۲ تنه وو د ټول هیواد څخه غوره کړل او د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه به يي د نورم او سټنډرډ او نورو اړوندو ادارو ته وروپیژني.

ټاکل شوي استازي به وروسته د انساء ادارې او د اړوندو ادارو او اړوندو څانګو د تخنیکي ټیم په غونډو کې ګډون وکړي، په پورتنیو موضوعاتو خبرې وکړي او د نفتي توکو د واردولو او د نفتي توکو د نورمونو او معیارونو د تطبیق د تخنیکي ستونزو د حل په برخه کې خپل مسلکي او ګټور نظرونه څرګند کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي پانګه ایز مرسیتال ښاغلي سلطان محمد صافي د خپل دوه ورځني کاري سفر په جریان کې چې د اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د کابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي، د کنړ سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي غړي او د افغان – پاک ګډ مشرتابه پلاوي غړي ښاغلي اجمل صافي يي ملتیا کوله د افغان – پاک اګډ اتاق په ناسته کې چې د پاکستان کراچې ښار کې رامنځته شوه د ګډون ترڅنګ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا او شتو سوداګریزو ستونزو حل په اړه وینا وکړه.
 
د سفر په لومړۍ ورځ يې د پاکستان هېواد د خصوصي سکتور مسؤلینو او د پاکستان حکومتي چارواکو سره په ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په استازولۍ د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او ټرانزیټ په لاره کې د پرتو ستونزو حل، سوداګرۍ پراختیا، سوداګریزو آسانتیاوو رامنځته کولو او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د لا ډیرې همکارۍ په رامنځته کولو ټینګار وکړ.
 
ښاغلي صافي او ښاغلي خان جان الکوزي د ټریکنګ ډیوایس، په تورخم او سپین بولدک دروازو کې د سوداګریزو توکو ځنډ، د کراچې بندر کې د کانتینرونو تبدیلي او افغان سوداګرو ته د ویزو نه ورکړه د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ په لاره کې خنډونه ونومول او د له منځه وړلو غوښتنه يي وکړه.
 
همدارنګه د اتاق مشرتابه پلاوي د پاکستان لپاره د افغانستان سفارت سوداګریزې آتشې او افغان سوداګرو سره د کراچۍ ښار کې د لیدنې په ترڅ کې، د دوی ستونزې واوریدې او په کراچۍ ښار کې يي د افغان قونسلګرۍ څخه وغوښتل چې په کراچۍ کې د میشتو افغان سوداګرو ستونزو ته د حل لارو پیداکولو برخه کې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.
 
د کاري سفر په دویمه ورځ، د اتاق مشرتابه پلاوي د کراچۍ بندر او دریو هغو ترمینلونو څخه چې د افغانستان سوداګریز توکي تری وارد یا صادر کیږي لیدنه وکړه او د شتو ستونزو په حل يي د مسؤلینو سره خبرې وکړې.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړي او د نفتي موادو کمېټې رئیس ښاغلي جان آقا صادقي، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د هېواد د مختلفو ولایتونو څخه د نفتي موادو ډیر شمیر سوداګرو په انسا اداره کې د حکومت د سکتوري ادارو مسؤلینو سره د لیدنې په ترڅ کې، د نفتي موادو واردوونکو ستونزو حل، سوداګریزو آسانتیاوو رامنځته کولو او پانګه اچونو راجلبولو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند د سټنډرډ ملي ادارې له مسؤلینو سره د نفتي سکتور د ستونزو په ځانګړي ډول هغه ستونزې چې د نفتي توکو سوداګر یې په بندرونو کې د معیارونو د پلي کولو په برخه کې لري خبرې وکړې او دغه راز یو شمېر هغه نفتي مواد چې دوی له ایران څخه واردوي کوم چې د افغانستان له معیارونو سره توپیر لري په اړه يي د اړوندو دولتي ادارو له مسؤلینو سره خبرې وکړې.  

نوموړي وړانديز وکړ، چې د دې سکتور د ستونزو د حل په موخه دې د نفتي توکو د سوداګرو د استازو او د اړوندو ادارو د مسوولينو په ګډون يوه کمېټه جوړه شي، څو دغه کمېټه له يو بل سره په همغږۍ او همکارۍ سره د شته ستونزو او حل لارو په اړه بحث وکړي.

همدارنګه ښاغلي مهمند د یادو ادارو استازو ته سپارښتنه وکړه، د ژمي د ستراتیژیکو زېرمو د جوړولو په اړه جدي پریکړه وکړي څو ګران هېوادوال د ژمي په موسم کې د نفتي توکو د کمښت له ستونزې سره مخ نه شي.

د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس محترم مولوي فیض الله تمیم د شته ستونزو په اړه خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه، چې د سټنډرډ ملي اداره د سوداګرو د ستونزو په حل کې هر ډول همکارۍ ته چمتو ده.

په دې ناسته کې د نفتي توکو د سوداګرو استازو هم د خپلو ولايتونو په استازيتوب خبرې وکړې او يو شمېر يې له ايران څخه د باکيفيته نفتي توکو د واردولو د اجازې غوښتنه وکړه، هغوى وويل چې د ايران د نفتي توکو بيې ارزانه او د خلکو او د دوی د وسایطو د ګټې اخیستنې لپاره مناسب دي.

په دې ناسته کې د ریاست الوزرا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د بهرنیو چارو وزارت، د ریل پټلۍ ادارې، د ګمرکونو عمومي ریاست او د نفتو او ګازو دولتي شرکت محترمو استازو د معیارونو او د ستونزو د حل د څرنګوالي په اړه خپل نظرونه څرګند کړل او ژمنه یې وکړه د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د تیلو واردوونکو سره به د دوی د ستونزو حل برخه کې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړي.  

په پای کې پرېکړه وشوه چې، د نفتي توکو واردوونکي او د انساء ادارې مسؤلین به د تخنیکي ناستو په ترڅ کې یادو ستونزو ته د حل مناسبې لارې چارې لټوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس ښاغلي محمد صدیق مهمند، د کندهار اتاق مرستیال ښاغلي محمد ولي هوتک او د یاد ولایت ډیر شمیر سوداګرو او پانګوالو په ملتیا د افغانستان لپاره د ترکيې سفیر ښاغلي جیهاد ارګینای سره د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې اتاق کې د لیدنې په ترڅ کې، د سوداګرۍ پراختیا، دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو پانګه اچونو او د افغان سوداګرو لپاره د لازمو آسانتیاوو برابرولو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي محمد صدیق مهمند کندهار ولایت ته د ښاغلي ارګینای او ورسره پلاوي د سفر په ځانګړي ډول د دغه ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق څخه د لیدنې په اړه د ښه راغلاست ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او د افغان سوداګرو لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو په پار مننه وکړه او په کندهار کې يې د ترکیې د قونسلګرۍ د بیا پرانستلو غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي محمد یونس مهمند د ترکیې او افغانستان اوږدمهاله دوستانه اړیکو ته په اشارې سره په دغه ولایت کې د ترکیې د قونسلګرۍ د بیا پرانستلو په برخه کې د کندهار د سوداګرۍ اتاق د رئیس د غوښتنې په تايئدولو سره د کجکي بند د دویم فاز جوړولو کې د ترکیې له مرستو مننه وکړه.
 
ښاغلي مهمند ژمنه وکړه، چې که په کندهار کې د ترکيې قونسلګري بېرته پرانيستل شي، د دغه ولايت د سوداګرۍ اتاق به ورته رښتونې سوداګر وروپیژني. نوموړي د روغتیا په برخه کې د دواړو هېوادونو په ځانګړي ډول د کندهار ولایت د ډاکټرانو ترمنځ د تجربو او نظریاتو د تبادلې په برخه کې د نږدې همکارۍ غوښتنه وکړه او دغه راز یې ترکیې ته د پنبې د صادراتو په برخه کې د کندهار د سوداګرو چمتووالی هم یاد کړ.
ورپسې د کندهار ولایت د علماوو شورا رئیس محترم مولوي حبیب الله اغا صاحب او د دغه ولایت سوداګرو هم د دیني او فرهنګي اړیکو او همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
 
په پای کې، ښاغلي ارګینای د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي او د کندهار ولایتي اتاق رئیس او په ناسته کې د نورو ویناوالو له وینا اوریدو او د کندهار سوداګرو د ملمه پالنې په تړاو د مننې کولو وروسته، ژمنه وکړه چې د سوداګرۍ پراختیا، په کندهار کې د ترکیې د قونسلګرۍ د پرانستلو، سوداګریزو ویزو صدور او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو پانګه اچونو په برخه کې به خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک په ملتیا د تیلو او ګازو واردوونکو اتحاديي رئیس او ددی سکتور یو شمیر سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې، تیلو او ګازو ته د خلکو د اړتیا او د نورم او سټنډرډ ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.


ښاغلي مهمند د ګازو او تیلو واردوونکو اتحاديي رئیس او غړو ته د ښه راغلاست ویلو په ترڅ کې د هېواد په سختو شرايطو کې د خلکو د اړتیاوو په پوره کولو کې د دې اتحاديي د خدمتونو ستاینه وکړ او په مناسبه بيه د با کيفيته تېلو او ګازو پر واردولو او د بې کيفيته نفتي توکو واردولو پر مخنيوي ټينګار وکړ.


نوموړي د تیلو او ګازو له سوداګرو او واردونکو وغوښتل چې د سیمه ییزو معیارونو سره سم د کیفیت لرونکي موادو د واردولو او د ټیټ کیفیت د تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره د یوه ښه میکانیزم په اړه بحث او مشورې وکړي او د نورم او سټنډرډ ادارې سره په همغږۍ دې خپل مشخص نظرونه څرګند کړي.


سوداګرو او د تیلو او ګازو واردونکو اتحادیې غړو د نفتي توکو د واردولو او د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو او په ځانګړي ډول په راتلونکي ژمي کې د اړتیاوو د پوره کولو په اړه له هر اړخیزو نظریاتو او مفصلو بحثونو وروسته، ټولو موافقه وکړه چې د نورم او سټنډرډ ادارې سره په همغږۍ کې با کیفیته نفتي مواد وارد او د بی کیفیته نفتي موادو د ورود مخه ونیول شي.  


خو د دوى په وينا، د هېواد د نورم او سټنډرډ ادارې له خوا ټاکل شوي اوسني معيارونه د ګاونډيو او سيمه ييزو هېوادونو په پرتله لوړ دي او په اوسنيو حالاتو کې د نورم او سټنډرډ ادارې لخوا د ټاکل شویو معیارونو سره سم د تیلو برابرول ستونزمن او د خلکو د پېر له ځواک څخه بهر دي.

مقالات دیگر...