د أفغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د صادراتو او پانګه اچونې پراختیا ډیپارټمنټ مسؤل ښاغلي میرزمان پوپل په ګډون د عینک معدني شرکت رئیس او ځانکړي استازي ښاغلي صفت الله رحیمي او د یاد شرکت مدیرې آغلې ژنګ قي سره د لیدنې په ترڅ کې، په هېواد کې د پانګه اچونې د شتو فرصتونو په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي عطايي ښاغلي رحیمي او آغلې ژنګ قي ته په تیرو ۹۰ کلونو کې د أفغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو په ځانګړې توګه د أفغانستان د سوداګرۍ پراختیا، اقتصادي ودې، سوداګرو او پانګوالو ته د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو او د سوداګرو او پانګوالو ستونزو ته د مناسبو حل لارو لټولو په اړه بشپړ مالوماتو ورکولو ترڅنګ، زیاته کړه چې اتاق تل د متشبثینو، سوداګرو او پانګوالو د مشروع فعالیتونو څخه ملاتړ کړی په هڅه کوي چې د خصوصي سکتور ملاتړ برخه کې خپلې هیڅ ډول مرستې او همکارۍ ونه سپموي.آغلې ژنګ قي وویل "د سوداګرۍ پراختیا، اقتصادي ودې، سوداګرو او پانګوالو ته د لازمو آسانتیاوو برابرولو او د دوی ستونزو ته د حل لارو برابرولو برخه کې د اتاق فعالیتونو ته په کتو، موږ د خپلو پروژ د تطبیق او پانګه اچونو برخه کې د اتاق د همکارۍ غوښتونکي یو."
د ناستې په پای کې، ښاغلي عطايي آغلې ژنګ قي ته ډاډ ورکړ چې اتاق د دوی د پروژو د تطبیق او پانګه اچونو برخه کې هر ډول مشروع او قانوني ملاتړ او همکارۍ ته ژمن دی.
ښاغلي عطايي د افغانستان د اقتصادي وضعیت او له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۲۰ زیږدیز کال پوری د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق فعالیتونو په ځانګړې توګه په هېواد کې د کاروبار وضعیت په تړو د جي آي زیډ سره د اتاق د ګډو ترسره شویو سروې ګانو په اړه بشپړ مالومات ورکړل.
ښاغلي نورالدین عزیزي په خپلو خبرو کې د دغه پارک اهمیت ته اشاره وکړه او ویې ویل: د کوتل تخت صنعتي پارک لومړنی صنعتي پارک دی چې د اسلامي امارت لخوا پرانستل شو. هغه زیاته کړه، دغه پارک چې د ۲۰۰ جریبه ځمکې مساحت لري په ۱۳۹۲ هجري لمریز کال کې د ښار په مربوطاتو کې د تولیدي فابریکو د جوړولو په موخه خصوصي سکتور ته وسپارل شو.