د کورني صنعت غښتلتیا په موخه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ماليې او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو سره په ناستو کې، په مکرر ډول وړاندیز کړی وه، چې د هېواد سیخ ګول تولید په صادراتو تعرفه یا صفر او یا لږ تر لږه کمه شي.
له نیکه مرغه، د افغانستان اسلامي امارت د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق دغه وړاندیز ته د هو ځواب ویلو ترڅنګ، د هېواد سیخ ګول تولیداتو د صادراتو تعرفه صفر سلنی ته را ټیټه کړه .
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوی د ماليې وزارت او د ګمرکونو او صنعت او سوداګرۍ وزارت دغه کړنه ستایې او د هېواد سوداګرۍ او صنعت پراخیتا کې ورته د یو نیک ګام په سترګه ګوري.
زېرمتون
د احمدیار ګروپ اور وژنې ټیم په آقینه بندر کې، د اور لګیدنې مخه ونیوله
په آقینه بندر کې، د چهارشنبه په ورځ یوه لویه اورلګیدنه رامنځته شوه خو له نیکه مرغه د اسلامي امارت سیمه ایزو کارکوونکو او د احمدیار ګروپ اور وژنې ټیم وتوانید چې اور مهار کړي.
د احمدیار ګروپ دغه پروخت کړنه د یوې لويې اورلګیدنې، سوداګرو ته د میلیونونو ډالرو زیان او په هېواد کې د نفتي موادو د کمښت مخنیوی سبب شوه.
د سیمې خلکو او سوداګرو د اسلامي امارت سیمه ایزو کارکوونکو او د احمدیار ګروپ اور وژنې ټیم دغه پروخت کړنې ستایلو ترڅنګ، ټینګار وکړ چې د هېواد نور بندرونه هم په ورته ډول عصري او مجهزاتو امکاناتو او د اور وژنې په ډلګیو سمبال شي، ترڅو لکه د پخوا په څیر د هېواد په بندرونو او ګمرکونو کې، د اور لګیدنې ګواهان ونه اوسو.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د افغانستان اسلامي امارت رئیس والوزرا له مرستیال سره لیده کاته وکړل
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغالي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، عصمت الله وردګ او محمد داود یوسفزي، د څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري، د کابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي او د نوموړي اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلي همایون خواجه زاده، د افغان کیور شرکت رئیس ښاغلي حاجي جمعه خان او یو شمیر سوداګرو د شنبه په ورځ د اسلامي امارت رئیس الوزرا لومړي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر سره د لیدنې په ترڅ کې، د خصوصي سکتور د شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.

سوداګرو او پانګوالو په مختلفو سکتورونو په ځانګړې توګه د کانونو په برخه کې، د خپلو پانګه اچونو یادونه وکړه او په دی برخه کې يې د لازمو آسانتیاوو د رامنځته کیدا غوښتنه وکړه.
ښاغلي ملا عبدالغني برادر د ستونزو اوریدو وروسته، سوداګرو او پانګوالو ته د هغوی د سر، مال او پانګې د امنیت ډاډ ورکولو ترڅنګ، په هېواد د بهرنیو پانګه اچونو راجلبولو په برخه کې، د هڅو او ملاتړ خبر ورکړ.
ددې ناستې په ترڅ کې، د ماليې سرپرست وزیر او د افغانستان بانک سرپرست وزیر د خپلو کاري موضوعګانو او سوداګرو او پانګوالو ته د آسانتیاوو برابرولو په اړه خبرې وکړې.
د جلغوزیو سوداګرو خپلې ستونزې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشترتابه پلاوي سره شریکې کړې
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، عصمت الله وردګ او ضیارءالدین اچکزي، د څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري او د اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک د جلغوزیو اتحادیې رئیس دلدار ځدران او د نوموړی اتحاديې له نورو غړیو سره د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د شتو ستونزو او ننګونو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند او د مشرتابه پلاوي نورو غړیو د ستونزو اوریدو وروسته، ګاونډیو هېوادونو ته د جلغوزیو د قاچاق سره د مخالفت ښودلو ترڅنګ، د جلغوزیو قانوني صادراتو په ځانګړې توګه چین ته يې د صادراتو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
د اتاق د مشرتابه پلاوي غړیو ژمنه وکړه، چې د جلغوزیو په صادراتو کې شته ستونزو ته د پای ټکي کیښودو په موخه، به د ماليې وزارت، کام ایر هوایې شرکت، چین سفارت او اړونده ادارو سره ناستې ترسره کړي ترڅو د جلغوزیو د صادراتو په برخه کې لازمې آسانتیاوې رامنځته کړی شي.
د کام آير هوايي شرکت بهرنيو هېوادونو ته بيا ځل عادي او تجارتي الوتنې پيل کړې
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي او خصوصي سکتور په هڅو د کام آير هوايي شرکت له ځنډ وروسته نن بیا ځلې د عربي متحده اماراتو دوبۍ ښار ته تجارتي لومړنۍ الوتنه ترسره کړه.
په دې موخه جوړو شويو مراسمو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سرپرست ښاغلي محمد يونس مهمند، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي نورالدين عزیزي، د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت مرستيال ښاغلي غلام جيلاني وفا، د اتاق د مديره پلاوي محترمو غړو خان جان الکوزي او محمد داوود يوسفزي، د کابل نړيوال هوايي ډګر او کام آير هوايي شرکت چارواکو او يو شمېر سوداګرو او دغه راز د ملي او نړيوالو رسنيو خبريالانو ګډون درلود.

نوموړي د کام آير هوايي شرکت له فعاليتونو، چې تېرې يو مياشت راهيسي چين هېواد ته د کارګو ليږد په 20 الوتنو کې 950 ټنه جلغوزي انتقال کړي دي، مننه او ستاينه وکړه، زياته يې کړه: د کام آير هوايي شرکت نننۍ الوتنې کې به 105 تنه مسافر دوبۍ ښار ته سفر وکړي.
ښاغلي مهمند وويل: دوبۍ ښار ته د کام آير شرکت الوتنه د ابوظبي ښار ته د اونۍ څلورو الوتنو سربېره اضافي الوتنه ده.
نوموړي د کام آير هوايي شرکت بعدي الوتنه، چې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکاريو راتلونکې اونۍ ازبکستان ته ترسره کيږي هم زيری ورکړ.
د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سرپرست د کام آير هوايي شرکت له لوري هېوادوالو ته د اوړو او لوبيا د 20 زره کمکي کڅو او د رابعه بلخي روغتون سره د مالي ملاتړ مننه او ستاينه وکړه.
ښاغلي نورالدين عزیزي د کام آير هوايي شرکت د کارګو انتقال او بهرنيو هېوادونو ته د د الوتنو بيا پيل او دغه برخه کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له هڅو مننه وکړه او نور هوايي شرکتونه يې هم وهڅول، چې پرته د بیمې د خدمتونو له فيس لوړولو افغانستان خپل عادي پروازونه پيل کړي.
نوموړي زياته کړه، د ستونزو د موجوديت سره مو هم روان کال 950 ميليونه ډالره صادرات درلود، چې د تېر کال په پرتله له 18تر20 سلنه زياتوالی دی.
ښاغلي عزیزي د ګاونډيو هيوادونو سره د سوداګرۍ او ټرانزیټي ستونزو حل برخه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له هلو ځلو يادونه وکړه او هېواد د صنعتي کيدو او له خصوصي سکتور د ملاتړ ټينګار يې وکړ.
د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت مرستيال ښاغلي غلام جيلاني وفا د کابل- دوبۍ مسير څخه د الوتنو پېل اساسي هوايي خط السير وباله او دا چاره يې د هېواد اوسني وضعیت کې د هوايي چلند برخه کې لاسته راوړنه ياده کړه.
نوموړي د نړيوالو الوتنو برخه کې د ملکي هوايي چلند ادارې ځینې ستونزې د مثال په توګه د هوايي چلند د امنيت او د الوتنو د مصونيت نشتوالي يادونه وکړه، چې په وينا د شته ستونزو د حل کيدو په موخه د يو نړيوال شرکت سره د قرارداد ورکړې لپاره جدي هڅې او کار جريان لري.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د ماليې او سوداګرۍ او صنعت وزارت له سرپرست وزیرانو سره لیدنه وکړه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او عصمت الله وردګ، د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د اوسپنې ویلی کوونکو فابریکو څښتنانو او د زړو اوسپنو سوداګرو د سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي او د ماليې سرپرست وزیر ښاغلي ملا هدایت الله بدري سره د لیدنې په ترڅ کې، د اوسپنو ویلی کوونکو فابریکو او زړو اوسپنو سوداګرو شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.

په دی ناسته کې، پریکړه وشوه چې یاده موضوع د ماليې وزارت لخوا د اسلامي امارت وزیراتو عالي شورا ته وړاندی کړی شي، ترڅو هغوی يې په اړه لازمې پریکړې وکړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د خپلو وړاندیزونو په ترڅ کې، دا هم وویل چې د ټولو هغو سوداګریزو توکو لپاره چې په هېواد کې دننه نه تولیدیږي، خو د هېواد په بازارونو کې ورته ډیره شدیده اړتیا لیدل کیږي، ټیټه تعرفه ورته وضع کړی شي. او همدارنګه هغه میوې یا سبزیګانې چې د هېواد څخه دباندی صادریږي یا را واردیږي، د ګاونډویو هېوادونو په څیر ورته متوازنه تعرفه وضع کړی شي.
پورته وړاندیز هم د مالیې وزرات لخوا تائید کړی شو او پریکړه وشوه چې ډیر ژر دی د تعرفو کمېټه جوړه او په کار دی پیل وکړي.