د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي یو شمېر غړو د پاکستان د مرکزي پارلمان غړي ښاغلي " محمد یعقوب شیخ" او د هغه هېواد له سوداګریزې آتشه محترم "محمد یوسف" سره د اتاق د مدیره پلاوي د کار ریاست کې ولیدل.

په دغه لېدنه کې، د اتاق د محترم مدیره پلاوي لومړي مرستیال، "محمد یونس مهمند" د پانګونې مرستیال "سلطان محمد صافي" د اتاق د مدیره پلاوي د دارالانشآ مشر "خان محمد سرفراز"، د اتاق د مدیره پلاوي غړو"خانجان الکوزي"، "احمدضیأ عظیمي شینو زاده"، او"ضیأالدین اچکزي" د اتاق د عامل پلاوي ریاست پالېسۍ او تخنیکي مرستیال "شفیق الله عطایي"، "نظام الدین تاج زاده" او حاجي"عبیدالله" ګډون درلود.

په پېل کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رهبرۍ ،ښاغلي " شیخ" ته ښه راغلاست وویل او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او ټرانزیټ شته ستونزو په تړاو یې بحث وکړ.
د افغانستان د سوداګرۍاو پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال، محمد یونس "مهمند" دغه ناسته کې وویل: د کرونا ویروس له خپریدو وروسته له پاکستان سره په سوداګرۍ او ټرانزیټ کې ستونزې زیاتې شوي دي، په داسې حال کې چې افغانستان تل هڅې کړې له پاکستان سره په سوداګرۍ او ټرانزیټ برخه کې ښې اړیکې ولري.

ښاغلي مهمند، د پاکستان د پارلمان له استازې وغوښل، چې د پاکستان له مسیر څخه د افغان سوداګرو لپاره په سوداګرۍ او ټرانزیټ کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې.
د اتاق د پانګونې مرستیال "سلطان محمد صافي" په پاکستان کې د هغو ستونزو یادونه وکړه چې  د افغان سوداګرو د توکو ټرانزیټ په وړاندې پېدا شوي او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور تجارت او پانګونې د لیوالتېا د کموالي لامل شوي.


د اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي "خانجان الکوزي" د پاکستان د مرکزي پارلمان له غړي وغوښتل ترڅو، هلته د خپل حکومت سره د په تورخم، سپین بولدک او غلام خان ټرانزیټي دروازو کې اوسنۍ ستونزې مطرح او د ډیورنډ فرضې کرښې هغې غاړې ته د افغان سوداګرو د ټرانزیټي موټرو د بیځایه توقف مخنیوي کې همکاري وکړي.

د پاکستان د مرکزي پارلمان غړي ښاغلي " محمد یعقوب شیخ" د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او اړیکو د ارزښت په تړاو خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې ډېر ژر به د افغان سوداګرو ستونزې به د خپل هېواد مربوطه حکومتي ادارو سره شریکې او د حل په موخه به یې هڅې وکړي.


نوموړي همدا راز، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه پلاوي او خصوصي سکتور وغوښتل، چې د (اپټا) تړون کې موجوده ستونزې مشخص کړې ترڅو، په بیا تمدید کې دا ستونزې تکرار نه شي.

دا نندارتون د ایران د نندارتونو شرکت او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په همکارۍ او د افغانستان او ایران د خصوصي سکتور په ملاتړ کابل کې ترسره شو.

دغه نندارتون کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي "توکل احمدیار" ، د ایران هېواد لوړپوړي پلاوي او متشبثینو، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست او نوماند وزیر"نثاراحمدغوریاني" د کابل ښاروال محترم داود سلطان زوی، د هېواد د ملي شورا استازو، د اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین اغا سخي، د مدیره پلاوي غړو، ښاغلو خانجان الکوزي، ا‌ذرخش حافظي، سید جاوید برهان، ضیأالدین اڅکزي، احمدضیأ عظیمي شینوزاده او ګڼ شمېر سوداګرو او پانګه والو ګډون درلود.

په پېل کې د اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، ایراني میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د دواړو هېوادونو ترمنځ تاریخي اړیکو او مناسباتو په تړاو خبرې وکړې او د دې ډول نندارتونونو جوړول يي د تخنیکي، فني او ټکنالوجۍ د پراختیا لپاره ګټور وبلل.

په دې ناسته کې د صنعت او سوداګرۍ نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي نثار احمد غوریاني، په افغانستان کې د سوداګرۍ شته فرصتونه ایراني مېلمنو ته تشریح کړل.
هغه وویل: افغانستان نه باید یوازې د نورو هېوادونو د محصولاتو مصرفي هېواد وي؛ بلکې داسې هڅې وکړي، چې داخلي تولیدات ورسره زیات شي.

 ښاغلي غوریاني ژمنه وکړه، چې په افغانستان کې د ایراني پانګوالو د پانګونې په صورت کې به دوی ته لازمې اسانتیاوې او له هغې جملې د ځمکې په برابرولو کې چې د پانګونې له لومړنیو اړتیاوو ګڼل کیږي، مساعد کړي.
 په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر ښاغلي بهادر امینیان هم د داسې نندارتونونو د جوړیدو او په اقتصادي اړیکو کې یې د ارزښت په اړه خبرې وکړې.
هغه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې له خونې د دغه نندارتون په جوړیدو کې د همکارۍ او همغږۍ له کبله قدرداني وکړه.

همدا راز د ايران د انرژۍ (برق) وزارت مرستيال ښاغلي "حائري" د دغه نندارتون جوړيدو موخه له ټکنالوژۍ سره بلدتيا او د فن زده کولو په خاص توګه تخنيکي او فني تکنالوژۍ، زيربناء، حمل  او نقل تکنالوژۍ ليږد وباله او د افغانستان سرحدونو  کې تاسيسات چې د هغه هيواد لخوا د اقتصادي مناسباتو او فعاليتونو د پراختيا په موخه جوړ شوي،چې  بندرونو کې د اوسپنې پټلۍ، د بريښنا انرژي او نورو برخو کې يادونه  وکړه او د دغو همکاريو د دوام ډاډ يې ورکړ.

په دې مراسمو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي او د سوداګرۍ او صنایعو د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو د سازمان( ایکو) رئیس ښاغلي آذرخش حافظي د دواړو هېوادونو د تاریخي او اقتصادي اړیکو په اړه خبرې وکړې.

نوموړي په افغانستان کې د پانګونې د موجودو بالقوه امکاناتو او سرشاره طبیعي سرچینو په اړه (چې کولای شي، د دواړو هېوادونو او سیمې اقتصادي وضعیت په مثبت ډول بدل کړي) معلومات وړاندې کړل او له ایراني پانګوالو څخه یې په افغانستان کې د پانګونې غوښتنه وکړه.

 د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي رئیس سید زمان هاشمي د دغه نندارتون جوړیدل د سیمې او نړۍ په کچه د افغان محصولاتو او صادراتو لپاره مهم وباله او ټینګار یې وکړ، چې د سوداګرۍ او پانګونې خونه دې داسې نور نندارتونه هم د نړۍ په مختلفو سیمو کې جوړ کړي.
 
هغه دغه نندارتون بریالی وباله او له ایراني لوري یې وغوښتل، چې د چابهار بندر په مسیر کې د افغان سوداګرو د صادراتو د شته ستونزو په حل کې مرسته وکړي.

 کابل ښاروال محمد داود سلطانزوي او د بریښنا شرکت سلاکار ښاغلي هوشمند د ښارجوړونې او انرژۍ په برخه کې د شته برنامو په اړه معلومات ورکړل او ټینګار یې وکړ، چې په نندارتون له وړاندې شویو تولیداتو څخه د افغانستان د زیربنایي پروژو په عملي کیدو کې ګټه اخیستل کیدای شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي پالېسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي شفیق الله "عطایي" د کاغذ ورادوونکو ټولنې له رئيس ښاغلي مسعود احدي او د دې ټولنې له یو شمېرغړو سره د اتاق غونډو په تالار کې ولېدل او د هغوی په ستونزو یې خبرې وکړې.

د دې اتحادیې مشر او غړو خپلې اندیښنې په خاص ډول د کاغذ په وارداتو د ګمرکي تعرفې لوړېدو ستونزې مطرح کړې زیاته یې کړه، تر اوسه د سیمې ګڼ شمېر هېوادونه د A4  او A3 کاغذ د تولید ظرفیت نلري او د هېواد یو شمېر داخلي شرکتونه چې له بهر څخه کاغذ د لویو تختو په بڼه هېواد ته راوړي او بیا یې دلته له پروسس وروسته بازار ته د A4  او A3 کاغذ په ډول عرضه کوي، د کورني مارکیټ او مستهلکینو اړتیاوې نه شي پوره کولای.

دوی وایي، که حکومت په وارداتي کاغذ ګمرکي تعرفه لوړه کړي، دا چاره به په داخلي مارکیټ کې مستهلکین د یاد کاغذ له کمښت سره مخ او یو نا مطلوب وضعیت رامتځته کړي. د کاغذ واردوونکو اتحادیې له اتاق څخه د همکارۍ هیله وکړه چې د دوی ستونزې له حکومتي چارواکو سره مطرح او په وارداتي کاغذ د تعرفې لوړېدو مخه ونیسي.

ښاغلي "عطایي" د کاغذ د واردوونکو سوداګرو د ستونزو له اوریدو وروسته وویل، اتاق د کورنیو تولیداتو د ملاتړ ترڅنګ، تل هڅې کړي چې هېواد ته د وارداتي او بلمثل کورني تولید جنس ترمنځ انډول په نظر کې ونیسي ترڅو، له یوه لوري کورني تولیدات پياوړي شي او له بل اړخه مستهلکین بازار کې د اړوند توکو کمښت ستونزې سره مخ نشي. نوموړي ټینګار وکړ، چې اتاق به دغه ستونزه له اړونده حکومتي ادارو سره شریکې او د حل لپاره به یې مناسب لار ولټوي.

پنج شنبه، وږې 27مه 1399‏

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل "احمدیار"  او د اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د افغانستان نوین ساختماني شرکتونو ټولنې له مشرتابه او غړو سره د دې اتحادیې غړو شرکتونو لخوا د کورنیو چارو وزارت ته ترسره کړو کارونو د پیسو نه ورکړې په تړاو بحث او تبادل نظر وکړ.

په دغه ناسته کې، لومړی  د افغانستان نوین رغنیزو شرکتونو د ټولنې رئیس ښاغلي داوود توتاخېل د کورنیو چارو وزارت اړوند د درې میلیارده افغانیو په ارزښت بشپړو کړو پروژو او پور په اړه معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي توتاخېل زیاته کړه: دا پروژې له لس کلونو ډېره موده کیږي چې بشپړې شوي او کورنیو چارو وزارت ته سپارل شوي دي خو، دغه وزارت تر اوسه قراردادي شرکتونو ته خپلې پيسې نه دې ورکړي.

ښاغلي "احمدیار" د ساختماني شرکتونو د ټولنې د رئیس او غړو د ستونزو اوریدو وروسته ژمنه وکړه چې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به د خصوصي سکتور له قانوني فعالیتونو او حقونو ملاتړ کوي او دغه برخه کې به هڅې وکړي.
ښاغلي "احمدیار" همدا ډول ژمنه وکړه چې د دې اتحادیې د ستونزو په تړاو به د کورنیو چارو وزارت مسوولینو سره خبرې وکړې څو، یاد وزارت د ساختماني شرکتونو د تکمیل شوو پروژو پیسېه وسپاري.


په ورته وخت کې، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د اعتراض په ډول د ساختماني شرکتونو د ټولنې غړو سره یو مطبوعاتي ناسته ترسره کړه او د شرکتونو د حقه حقوقو په تړاو یې خبرې وکړې.

په دغه ناسته کې ښاغلي مهمند د کورنیو چارو وزارت له رهبرۍ وغوښتل چې د رغنیزو شرکتونو ټولنې ستونزې حل کړي.
په دغه اعتراضیه ناسته کې د اتحادیې غړو یو ځل بیا له کورنیو چارو وزارت د خپلو پورونو غوښتنه وکړه او ګواښ یې وکړ که یي غوښتنې ونه منل شې لاریونونه په وکړي.

د افغانستان د ملي تدارکاتو ادارې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په همکارۍ د هېواد خصوصي سکتور ته د عامه پوهاوي ورکړې برنامه د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي ریاست پالېسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي شفیق الله "عطایي" ، د ملي تدارکاتو ادارې د شرکتونو د تصدیق څانګې رئيس ښاغلي میروېس "عمري"  او د بېلابېلو سکتورونو څخه یو شمېر خصوصي شرکتونو حضور کې د اتاق غونډو تالار کې ترسره شوه.

ښاغلي "عطایي" ، د دغه پروګرام د ګټو په تړاو وویل: الکترونیکي تدارکات د اساسي او بنسټیزو برنامو څخه دي، چې د تدارکاتي پروسې د چټکتیا، د روڼتیا تأمین او د تدارکاتو پورې اړوند چارو ښه والي لپاره د ملي تدارکاتو محترمې ادارې په نوښت رامنځته شوي، چې په شفاف ډول د قراردادونو ورکولو کې  کولای شي مثبت او د پام وړ نقش ولري.هغه موضوع چې ډیری وخت ترې په بېلابېلو برخو کې د خصوصي سکتور له لوري شکایتونه شوي دي، دا ګام به د خصوصي سکتور انديښنو رفع کولوزمینه مساعد کړي څو، د حکومتي تړونونو د اخیستلو په پروسه کې په ډاډ سره ګډون وکړي. هغه زیاته کړه، دا پروګرام په څو پړاوونو کې اجرا کیږي، تخنیکي جزیېات او استفاده کولو څرنګوالی یې په پریزینټیشن کې وړاندې شوې.

ښاغلي میروېس عمري، د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې اتاق څخه مننه وکړه چې د دې برنامې ترسره کېدو او د ګڼ شمېر سوداګرو او پانګه والو ګډون زمینه یې برابره کړه او د آنلاین سیستم بریا کې یې د خصوصي سکتورهمکاري مهمه وبلله. ښاغلي "عمري" زیاته کړه: د ملي تدارکاتو اداره په پام کې لري ترڅو، خپل ټول نوي او عصري سیستمونه چې ډېری مزایاوې او ګټې لري د هېواد خصوصي سکتور سره  چې په وینا یې د هېواد د اقتصادي چتر څرخونکی دی شریکې کړي او له هغو شته فرصتونو یې خبر کړې چې په بازار کې مساعد شوي دي. هغه وویل، د ملي تدارکاتو اداره توانېدلې چې تر اوسه د دې اارې سره د ثبت شوو  1000 خصوصي شرکتونو له جملې، له 700 شرکتونو ډیرو هغو ته یې په مرکز او ولایتونو کې په بېلا بېلو بڼو دغه برخه کې روزنه ورکړې ده.

په پای کې، د ملي تدارکاتو ادارې تخصصي او فني برخې، د آنلاین یا برښنایي سیستم په تړاو خپل چمتو کړی معلوماتي پریزنټیشن، ګډونوالو ته تشریح او اړوندو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي د درېمې دورې اومه غونډه د اتاق د عمومي رئیس ښاغلي توکل "احمد یار"  په مشرۍ د مدیره پلاوي د اکثریت غړو په ګډون شنبې ورځ د روان کال د وږې مېاشت په 29 مه د اتاق د غونډو عمومي تالار کې ترسره شوه.


دغه ناسته کې د اتاق د مدیره پلاوي د دارالانشاء د رئیس له لورې د اجنډا شامل موضوعات وړاندې شول او بیا د اتاق د عامل پلاوي رئیس ښاغلي سید زمان "هاشمي"  د عامل پلاوي ریاست کاري راپور او وړاندیزونه د مدیره پلاوي حاضرو غړو ته وړاندې کړل. د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا "سخي" د اتاق عمومي مشراو د مدیره پلاوي غړو سره د اتاق د مالي وضعیت راپور شریک کړ.
‏ ګډونوالو د ارایه شوي راپور په تړاو خبرې اترې وکړې او د اتاق د لاسته راوړنو او د چارو په وړاندې ننګونو په تړاو خپل نظرونه شریک کړل.


د اتاق د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین "مایل احمدي"  او نورو غړو د کرونا ویروس د بحران په مهال د سوداګرو د فعالیتونو او تجارت په وړاندې رامنځته شویو ننګونو ته اشاره وکړه. دوی د کرونا ویروس سراسري ستونزې په مهال له خصوصي سکتور سره د اتاق د همکاریو یادونه وکړه او انديښنه وښودله چې اوس هم هېواد کې د کرونا ناروغۍ له امله سوداګریز فعالیتونه له ګواښ سره مخ دي.


همدا راز دغه ناسته کې، پروان او نورو ولایتونو کې د ورستیو سیلاب ځپلو کورنیو سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لورې ترسره شوو مرستو په اړه خبرې وشوې او د دې مساعدت د دوام ټینګار یې وکړ.
ښاغلي "احمد یار" د مدیره پلاوي له غړو وغوښتل چې د اتاق اړوند مواردو کې له همغږۍ او کره اطلاع پرته له رسنیو سره خبرې ونه کړي.

د اتاق مدیره پلاوي غړو هم پریکړه وکړه، چې د اړتیا په صورت کې به د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي رئيس او د اتاق ویاند له رسنیو سره خبرې او مرکې کوي. د دې غونډې په پای کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د راتلونکو برنامو او د اتاق د مدیره پلاوي او عامل پلاوي غړو د نورو وړاندیزونو په تړاو تصمیم ونیول شو. دغه ناسته کې عامل پلاوي ته د اتاق بعدي اقداماتو په ځانګړي ډول د مرکزي اتاق او د کابل د اتاق د ساختمان په تړاو لازم هدایات وکړل.

مقالات دیگر...