د افغانستان د سوداګری او پانګونی اتاق د مشرتابه پلاوي د محترم مديره پلاوي، لومړي مرستال محمد يونس مهمند، تجارتي مرستيال خيرالدين مايل احمدي، د مديره پلاوي مالي رئيس شيرين آغا سخي او د مديره پلاوي غړي جان آقا صادقي له محترمو د هرات ولايت د اتاق مديره هيئت لومړي مرستيال عبدالطیف قناویزیان، سعد خطيبي او د هغه ولايت د اتاق د مديره پلاوي يو شمیر نورو غړو  سره وليدل او د هغوی د ستونزو په اړه يی ورسره بحث او نظرونه تبادله کړل.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي تجارتي مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د کابل ښار رغنیزو چارو ټولنې له مشر ښاغلي داود پکتیاوال او د دې ټولنې له  غړو سره د اتاق د غونډو په تالار کې د هغوی په شته ستونزو خبرې وکړې.


‏د کابل ښار د ساخت او رغنیزو چارو ټولنې رئیس او غړو د کابل ښار بېلابېلو ناحیو کې د نظارت کوونکو ارګانونو، د ناحیو او حوزو مسوولینو له لورې د دوی د فعالیتونو په وړاندې شته ستونزو او خنډونو یادونه وکړه او د حل برخه کې یې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.


ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د هغوی د ستونزو له اوریدو وروسته ژمنه وکړه چې اتاق به د دغې اتحادیې ستونزې له اړوند حکومتي ادارو سره شریکې او د حل کولو په موخه به یې هر ډول همکاري وکړي. نوموړي، د کابل ښار د ساختماني اتحادیې له مشر او غړو وغوښتل، چې د موجوده ننګونو د حل په موخه خپلې چارې د اتاق د اتحادیو د ثبت له مسوول سره تنظیم کړي. ‏

هغو مراسمو کې چې په همدې موخه دوشنبې ورځ د 1399 د تلې په 7مه نېټه د جمهوري ریاست چهار چنار ماڼۍ کې ترسره شول، جلالتماب جمهور رئیس د افغانستان د خونو د فدراسیون د پرانستې د مبارکۍ ترڅنګ، د خصوصي سکتور پياوړتیا د دولت له سترو موخو وبلله.

دغه مراسمو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د سوداګرۍاو پانګونې اتاق په استازیتوب ګډون او وېنا وکړه.


ښاغلي مهمند، د خپلو خبرو په ترڅ کې د جمهوري ریاست عالي مقام، خصوصي سکتور او د کابېنې غړو ته د افغانستان د خونو د فدراسیون پرانستل کېدو مبارکي وویله او په خبره یې ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له نږدې یوې پېړۍ فعالیت د خصوصي سکتور اوچت غږ ، د خصوصي سکتور د فعالیتونو د پراختیا او د هېواد د اقتصادي ودې ملاتړی دی او د دولت اقتصادي او تجارتي پالېسیو کې یې کلیدي نقش لوبولی دی.

نوموړي زیاته کړه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د افغانستان د خونو فدراسیون له جوړیدو ستاینه او ملاتړ کوي او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د قانوني چوکاټ مطابق په دغه فدراسیون کې تر ټولو ډېر غړي لري خو، په هیڅ صورت باید د فدراسیون د فعالیتونو او مسوولیتونو چارچوب د بازار اقتصاد د نظام اصولو او د هېواد د نافذه قوانینو سره ټکر کې نشي، بلکې دا بنسټ د اتاقونو د چارو یو همغږي کوونکي او انسجام کوونکي او د نورو خونو د اجراییوي او اقتصادي فعالیتونو د اسانتیاوو برابرونکي واحدې مرجع په توګه کار وکړي.

ښاغلي مهمند، همدا راز یادونه وکړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به د دغه فدراسیون د یو عمده غړي په حیث، د یو معتبر او تجربه لرونکي بنسټ او انعطاف منونکي روحیې سره د خصوصي سکتور د فعالیتونو د تقویت او پراختیا همکارۍ زیاتوالي ته ژمن دی.

د افغانستاان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق خپرندوۍ او کتاب پلورونکو تخصصي کمېټه، د یو محفل په ترڅ کې د اتاق دعمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار لخوا د اتاق د مدیره پلاوي مالي رئيس ښاغلي شرین آغا سخي، د اتاق د عامل پلاوي سرپرست ښاغلي شفیق الله عطایي او د هېواد ګڼ شمېر سوداګرو او پانګه والو ګډون سره د اتاق د غونډو په تالار کې پرانستل شوه.

ښاغلي توکل احمدیار، د پرانستې وېنا کې، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ټولو سوداګرو، پانګه والو او د خصوصي سکتور د غړو ګډ کور وباله او ژمنه یې وکړه چې د سوداګرۍ ودې او پراختیا او د خصوصي سکتور له قانوني فعالیتونو په ځانګړې ډول د چاپ او نشر برخه کې به هر ډول لازمې همکارۍ وکړي. هغه وویل اتاق تل هځه کړې چې د سوداګرو او پانګه والو ستونزې د حل په موخه له اړونده حکومتي مسوولینو سره شریکې کړي او د حل برخه کې به یې هر اړخیزې هڅې وکړي.

محترم شرین آغا سخي، د خپرندوی او کتاب پلورونکو ټولنه د هېواد د خصوصي سکتور مهمه برخه وبلله زیاته یې کړه: اتاق تل هڅه کړې چې د خپلو تخصصي کمېټو پوسیله د خصوصي سکتور ستونزې او وړاندیزونه د دولت له مشرتابه او اړونده ادارو سره  مطرح  او حل کړي. نوموړي په تېرو 90 کلونو کې په بېلابېلو برخو کې د اتاق د پراخو ترسره کړو فعالیتونو د یادولو سره د نشراتي او طباعتي برخې د زیربناو د رشد برخه کې د اتاق د همکاریو ژمنه وکړه.
 
ښاغلي شفیق الله عطایي، د سوداګرۍ او پانګونې ودې برخه کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او تخصصي کمېټو له هڅو او لاسته راوړنو په یادولو سره زیاته کړه: نن ورځ د خصوصي سکتور له فعالینو یوه بله برخه د اتاق د تخصصي کمېټو په چوکاټ کې پرانیزو. هغه دغه تخصصي کمېټې د خصوصي سکتور او دولت ترمنځ ارتباطي پل وباله او د هېواد علمي او معارف سکتور زیربناوو پیاوړتیا او رشد کې یې د خپرندوی او کتاب پلورونکو د تخصصي کمېټې نقس لوبولو ته اشاره وکړه او د دې کمېټې پیاوړتیا او غښتلتیا کې یې د اتاق د مشرتابه پلاوي د همکاریو ډاډ ورکړ.

د افغانستان د ناشرانو او کتاب پلورونکو ټولنې رئیس ښاغلي سید احمد سعید، خپلو خبرو کې وویل: څرنګه چې یوه ټولنه د مالي او اقتصادي جوړښتونو تقویت ته اړتیا لري په همغه اندازه معنوي زیربناوو رشد ته هم اړتیا لري. هغه زیاته کړه، څه ډول چې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هېواد د سوداګرۍ او اقتصاد بنسټ تشکیلوي، خپرندویه او کتاب پلورونکو تخصصي کمېټه به هم د اتاق د 19 ګونو کمېټو ترڅنګ د ټولنې معنوي ودې کې ګټور رول ولوبوي.

همدا راز دغو مراسمو کې د خپرندوی او کتاب پلورونکو ټولنې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئيس ښاغلي توکل احمدیار ته د لوح تقدیر په ډالۍ کولو سره د اتاق له خدمتونو او همکاریو ستاینه او مننه وکړه.
د دې برنامې په پای کې، د اتاق مشرتابه پلاوي له لوري خپرندوی او کتاب پلورونکو تخصصي کمېټه پرانستل شوه او ښاغلي سید احمد سعید د خپرندوۍ او کتاب پلورونکو تخصصي کمېټې د ټاکنو ترسره کېدو تر وخت د دې کمېټې د موقت رئيس په توګه وټاکل شو.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل "احمد یار"،  او د اتاق د عامل پلاوي رئيس ښاغلي سید زمان "هاشمي" د ولسي جرګې د (طبعي سرچېنو، ژوند چاپیرېال، انرژۍ ، اوبو او د اراضي) کمېسیون غونډه کې چې د دغه کمیسیون د رئیس ښاغلي جاوید جیحون په مشرۍ  جوړه شوې وه ګډون وکړ او د هایدرو کاربنونو او د نفت او ګازو د تنظیم ادارې په اړه یې د هېواد  خصوصي سکتور ننګونو په تړاو بحث وکړ او دغه کمېسیون سره یې خپل وړاندیزونه هم شریک کړل.

دغه غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت نوماند او سرپرست ښاغلي نثار احمد غوریاني ، د کانونو او پطرولیم وزارت د پالېسۍ مرستیال او د نفتي توکو د تصدۍ رئيس هم ګډون درلود.
محترم "احمد یار" نفتي موادو او تجارتي توکو د تولید، صادراتو او وارداتو او بازار ته یې د عرضې برخه کې خبرې وکړې او دغه برخه کې یې د خصوصي سکتور د ونډې د غښتلتیا غوښتنه وکړه. نوموړي د جوازونو صدور، پالېسي جوړونې، کنټرول او نرخونو ټاکلو کې د یوې ادارې لخوا تمرکز او انحصار ستونزې جوړونکی وباله او غوښتنه یې وکړه چې دغه برخه کې ټول قوانین او پالیسي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره په مشوره جوړې شي ترڅو عملي کیدل او پلي کیدل یې له ستونزو سره مخ نه شي.

د اتاق د عامل پلاوي رئیس ښاغلي "هاشمي" د نفت او ګازو قانون چې بعضې ادارو ته یې له حد زیات صلاحیتونه ورکړي او ځېنې نورې ادارې بیا بې واکه کړي دي، د پانګونې د نړیوالو اصولو او پرنسیپونو سره ټکر کې وباله زیاته یې کړه، چې دغه پروسې دوام د ګټو تضاد رامنځته کړی چې په پایله کې یې سوداګر او شرکتونه له پانګونې زړه تورې کړي او د اقتصادي ځوړ لامل به شي.

محترم جاوید "جیحون"، د اتاق د مشرتابه د نظریاتو او وړاندیزونو له اوریدو وروسته، ژمنه وکړه چې تر دې وروسته به د ولسي جرګې د (طبعي سرچېنو ژوند چاپیرېال، انرژۍ، اوبو او د اراضي ) کمېسیون، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق نظرونه او وړاندیزونه په پام کې نیسي او د اړوند حکومتي ادارو چارواکو سره به یي هم شریکوي او هېواد کې د پانګونې د پراختیا په موخه د اتاق وړاندیزونو ته جدي پاملرنه وکړي.

همدا راز کمېسیون فیصله وکړه ترڅو، اړوند ادارې د دې موضوع په تړاو همغږي ډیره کړي او بېلابېلو  استازو تخنیکي کمېټه جوړه شي ، د هایدرو کاربنونو قانون( د نفت او ګاز قانون) او د هغې مختلفو اړخونو په تړاو په تخصصي توګه کار وکړي او د ګډ تفاهم لمخې یې کمېسیون ته راپور وړاندې کړي.

د هوکړه لیک لاسلیک مراسمو کې، چې په انلاین بڼه ترسره شول، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي رئيس ښاغلي سید زمان هاشمي، دا یو تاریخي فرصت وباله او دواړو هېوادونو ترمنځ د موجودو اوږدو اړیکو په تړاو یې بحث او خبرې وکړې.

ښاغلي هاشمي، افغانستان کې شته فرصتونه او امکانات چې، کولای د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او توکو تبادله کې کې ګټور رول ولوبوي تشریح کړل او د افغانستان د هغو تولیدي اقلامو یادونه يي وکړه چې کولای شي د سریلانکا بازارونو ته عرضه شي او د هغه هېواد د بازار د تقاضا یوه برخه پوره کړي.

نوموړي د هوایي دهلیزونو او چابهار بحري بندر ټرانسپورټي مسیرونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د توکو لېږد رالېږد لپاره مهم یاد کړل او وړاندیز یې وکړ، چې دا مسیرونه د دواړو هېوادونو صادراتو او وارداتو لپاره ګټور او د دوو هېوادونو سوداګرو لپاره مناسب زمینه برابروي.

د سریلانکا هېواد د سوداګرۍ اتاق د عامل پلاوي مشر ښاغلي "منجولادسلوا" دا هوکړه لیک د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ پراختیا لپاره مناسب فرصت وباله وې ویل: هیله لرم وکولای شو، له دې طریق متشبثین یو له بل سره نږدې کړو، دافغانستان او سریلانکا ترمنځ د سوداګرۍ راکړې ورکړې حجم څو برابره لوړ کړو.

نوموړي ټینګار وکړ، چې سریلانکا هر کال د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو د خپل اړتیا وړ توکي وارد کوي، چې افغانستان کې د هغو توکو د موجودیت کچه زیاته ده چې له دې وروسته به یې له افغانستان څخه وارد کړي.
همدا راز له دوه ټرانسپورټي ډولونو چې د افغانستان له لورې ورته وړاندیز شول هر کلی وکړ زیاته یې کړه: چې د افغانستان او سریلانکا د سوداګریزو اړیکو د پراختیا دا هوکړه لیک د هغه هېواد د جمهور رئيس او لومړي وزیر له ملاتړ برخمن ده.

دغه ناسته کې، په "کولمبو" کې د افغانستان سفير محترم اشرف حيدري، حضور درلود او د دواړو هېوادونو د اتاقو د جوړيدو برخه  کې هڅې کړي، افغانستان يې د اسيا زړه وباله،چې کولاى شي د سريلانکا په شمول د سيمې هېوادونو د وصل نقطه شي.

ښاغلي حیدري، همدا راز د سریلانکا موقعیت مهم یاد کړ، چې کولای شي د هند بحر او سویلې اسیا هېوادونو کې مهم نقش ولوبوي او د افغانستان تولیدي محصولات لکه، زعفران، غالۍ، قیمتي ډبرې، تازه او وچې مېوې او لاسي صنایعو څخه په بازار کې ګټه واخلي.هغه هغه د سریلانکا د تولیدي محصولاتو د بېلګې په توګه: ناریال، مېوه جات او سبزیو نوم یاد کړ چې کولای شي د دواړو خوا اړتېاوې او تقاضا پوره کړي.

د دې ناستې په پای کې، د دواړو اتاقونو د عامل پلاوو رئیسانو له لوري د ویډیو کنفرانس له طریق د تجارتي پلاوو د لېږلو، د نندارتونونو جوړولو،سوداګریزو ناستو او  د دواړو هېوادونو د اتاقونو ترمنځ د اړیکو زیاتوالي د همکارۍ هوکړه لاسلیک شوه.

مقالات دیگر...