زېرمتون
د ځمکني ټرانسپورټي شرکتونو د اعتصاب پای او د سوداګریزو وسایطو پرمخ د لویو لارو خلاصیدل
د افغانستان ځمکني ټرانسپورټي شرکتونو اعتصاب له ۲۰ ورځو ډیر دوام وکړ چې د هېواد په بازارونو کې د خوراکي موادو د کموالي سبب شو.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پرله پسې هڅو په پایله کې، حکومت حاضر شو چې د ځمکني ټرانسپورټ په برخه کې شتو ستونزو ته د پای ټکې کیږدي او هیله مند یو چې د نفتي او خوراکي موادو او اوبلن ګاز بیې به هم خپل لمړني حالت ته ور وګرځي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ددی کار لپاره د حکومت له مشرتابه څخه مننه کوي او د حکومت څخه غواړي چې د هېواد په لویو لارو کې د غیر قانوني پیسو اخيستنو مخه ونیسي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د حکومت له مشرتابه څخه د صرافانو ستونزو ته د پای ټکي کیښودلو او د اسلام قلعه ګمرک زیانمنو ته د جبران غوښتنه کوي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لسمه ناسته وشوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پالیسۍ او تخنیک مرستیال د نفتي مواد او اوبلن ګاز واردوونکو سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د نن څخه ۹۰ کاله مخکې په ۱۳۱۰ لمریز کال کې د سوداګریزو فعالیتونو انسجام او سوداګریزو شخړو ته د حل لارو پیداکولو په موخه د سوداګریز منځګړیتوب او د خصوصي سکتور د اوچت غږ منعکس کوونکي په توګه رامنځته شو
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ژمن دی، چې د تشبثاتو، سوداګرۍ او پانګه اچونې لپاره د وړ چاپیریال په رامنځته کولو، د پراختیايې پالیسي ګانو جوړولو، د اقتصادي او پراختیايې برنامو تطبیق په موخه د چارو انسجام او د تشبثاتي او سوداګریزو فعالیتونو د ملاتړ او خوندیتوب په برخه کې تل د افغانستان دولت سره همکاري کوي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق شاوخوا ۷۰۰۰۰ انفرادي او ۲۸۱ څخه زیات انجمنونه، اتحاديې او کوپراتیفونه د خپلو سازماني غړو په توګه لري چې په دی اساس د خصوصي سکتور د یوې سترې کتلې مشروع او قانوني استازیتوب کوي. خصوصي سکتور ته د نورو فعالیتونو برسیره اتاق په ۱۳۹۴ لمریز کال د سوداګریزو شخړو حل مرکز رامنځته کړ. دغه مرکز تر دی مهاله د ۲۰۰ څخه ډیرې سوداګریزې شخړې حل و فصل کړي او تیار دی چې د خصوصي سکتور فعالیتونو د لا ښه والي، سوداګریزو او تشبثاتي فعالیتونو معیاري جوړونې او د پانګه اچوونې خوندیتوب په برخه کې حقوقي مشورې وړاندی کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مصمم دی، چې دولتي ادارو، نړیوالې ټولنې او پراختیايې شریکانو سره د افغانستان د اقتصادي پراختیا، پانګه اچونې او کورنیو تولیداتو په زیاتوالي، په نړیوالې او سیمه ایزې سوداګرۍ کې ګډون او د نافذه قوانینو په نظر کې نیولو سره د تشبثاتو او سوداګرۍ د پراختیا او خوندیتوب په برخو کې همکاري وکړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په لاندې برخو کې خپلو بنسټیزو فعالیتونو ته دوام ورکوي:
- د شرکتونو د حقوقي اشخاصو او انفرادي سوداګرو تثبیتول
- د پانګه اچوونو اغیزمنتیا
- په صنعتي پارکونو کې د ځمکې ویش،
- جواز ورکونې پروسه
- د پالیسي ګانو په طرحه او تطبیقولو کې د لازمې همغږۍ او انسجام رامنځته کول
- د پانګه ایزو او تشبثاتي فعالیتونو معیاري جوړونه
- د شتو ستونزو له منځه وړل او ننګونو ته د پای ټکې کیښودل
- او په راتلونکي کې هم د ستونزو مخه نیول
غوښتنه کیږي چې د دولتي ادارو له خوا د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رول او ارزښت تر اغیز او نفوذ لاندی ونه نیول شي او دی اتاق ته فرصت ورکړل شي ترڅو په یادو برخو کې د خصوصي سکتور اوچت غږ، سلا مشورې ورکونې او پراختیايې موخو ته د رسیدو په لاره کې د دولت همکار اوسي.
توکل احمدیار
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس
د پاکستان نړیوال هوايي شرکت (PIA) عمومي رئیس سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه ناسته
