د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې د سکای بیمې نړیوال شرکت له اجرائي رئیس او د نوموړي شرکت د بورډ غړیو سره په خپل کاري دفتر کې د لیدنې په ترڅ کې د بیمې او ګډو همکاریو په ارزښت خبرې اترې وکړی.

د ناستې په پیل کې، د سکای بیمې نړیوال شرکت ښاغلي مجیب قسیمي او د بورډ غړیو د بیمې اوسني وضعیت او د نوموړي شرکت د فعالیتونو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه بیان کړل او د اتاق څخه يې وغوښتل چې د سوداګرو د هڅونې په برخه کې چې بیمه واخلي د نوموړي شرکت سره همکاري وکړي.

دوی د اتاق د عامل پلاوي له سرپرست رئیس څخه وغوښتل چې د سکای بیمې شرکت په مالي مرسته د بیموي خدمتونو په اړه یو نندارتون په لاره واچوي.

ښاغلي عطايې په سوداګریزو راکړو ورکړو، اقتصادي فعالیتونو، ټرانسپورټي شرکتونو او د خوندیتوب په برخه کې يې د بیمې په ارزښت د خبرو کولو ترڅنګ، زیاته کړه "د اورلګیدنو وروستیو پیښو دا څرګنده کړه چې د بیمې فرهنګ ځای پر ځای کول د سوداګریزو او ټرانسپورټي شرکتونو سره مرسته کوي چې ددی ډول پیښو وروسته هم خپلو کارونو ته دوام ورکړي."

ښاغلي عطايې د بیمې فرهنګ په ترویج کولو کې د عامه پوهاوي رول اړین بللو ترڅنګ، د اتاق او سکای بیمې نړیوال شرکت ترمنځ د همکارۍ تفاهملیک غوښتنه وکړه چې پر اساس يې د اتاق غړیو ته ځانګړی تخفیف په نظر کې نیول شوی دی.

د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس د سکای بیمې شرکت د وړاندیزونو په ځانګړې توګه د نندارتون په لاره اچولو څخه ملاتړ کولو ترڅنګ، خصوصي سکتور ته د عامه پوهاوي پروګرامونو په لاره اچولو برخه کې خپل چمتو والی څرګند کړ.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د څارنې پلاوي رئیس ښاغلي عبدالحامد حمیدي، د نوموړي پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري او د نوموړي پلاوي غړیو هر یو خالد احمد او محمد ناصر صمیم په خپل کاري دفتر چې د کابل په شهرنو کې واقع دی ناسته وکړه.
 
په دی غونډه کې، په بنسټیزو موضوعګانو لکه: صادرات، د نیمروز اتاق ټاکنې، د اتاق لپاره د ځمکې پیرودل او د څارنې پلاوي کاري دفتر لپاره د یو کارکوونکي ګمارلو په اړه خبرې اترې وشوې او لازمې پریکړې ونیول شوې.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار، د معدنونو او صنایعو اتاق رئیس، د ښځو اتاق رئیسې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې، د ښځو اتاق د عامل پلاوي مرستیالې آغلې پرورش اوریا خیل د ملي مصالحې عالي شورا له رئیس ښاغلي ډاکټر عبدالله عبدالله سره د لیدنې په ترڅ کې د ملي مصالحې عالي شورا مشرتابه کمېټه کې د خصوصي سکتور استازیو ګمارلو، سولې او د استانبول سولې ناستې په حاشیه کې د ځانګړې ناستې په اړه خبرې وکړې.

په لومړي سر کې ښاغلي احمدیار د هېواد په ملي پروسو په ځانکړې توګه د استانبول سولې ناسته کې د خصوصي سکتور د رول او ارزښت په اړه خبرې وکړې او ورپسې بیا ښاغلي شیرباز کمین زاده او افسانې رحیمې د استانبول سولې ناستې او په اړه د ترسره شویو همغږیو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي عطايې د استانبول سولې ناستې په حاشیه کې د ځانګړې غونډې په اړه د ملي اتاقونو له خوا ترتیب شوې طرحه وړاندی کړه.

ښاغلي عبدالله عبدالله د سولې په پروسه کې د خصوصي سکتور رول اړین وباله او ژمنه يې وکړه چې د ملي مصالحې عالي شورا مشرتابه کمېټه کې به د اتاقونو غړیو ته په دوره يې شکل غړیتوب ورکړي. هغه همدارنګه، د استانبول سولې ناستې په حاشیه کې د ځانګړې غونډې په اړه وړاندې شوې طرحه تائید او اړینه وبلله.

ښاغلي عبدالله عبدالله په اوسني حالت کې د خصوصي سکتور رول د نسبي ثبات او اقتصادي بدلون ساتلو لپاره خورا اړین او حیاتي وباله او زیاته یې کړه چې د سولې په پروسه کې د خصوصي سکتور د استازو شتون اړین دی. نوموړي ژمنه وکړه چې د ملي مصالې عالي شورا او استانبول ناستې په جوړولو کې به د خصوصي سکتور او د افغانستان دریو اتاقونو استازو ته لاره هواره کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د افغانستان لپاره د ترکيې سفیر ښاغلي اوزان آرطغرل خدای پامانۍ په مراسمو کې ګډون وکړ.
 
ښاغلي مهند د ښاغلي آرطغرل څخه د دواړو هېوادونو اړیکو پیاړی کولو او د کندهار ولایت په ګډون یې افغان ولایتونو ته د سفر کولو ستاینه او مننه وکړه.
 
ښاغلي مهمند د ترکیې له سفیر څخه وغوښتل چې هغه پوهه او پیژندنه چې ده له افغانستان څخه لاسته راوړی ده، د لا زیاتې اقتصادي همکارۍ د رامینځته کولو او د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو پراخولو او د ډیپلوماتیکو غونډو په ځانګړي ډول د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت سره د لیدو لپاره هغه لاسته راوړنې او پوهه وکاروي.
 
ښاغلي آرطغرل د اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند سره په لیدنه خوښي څرګنده او زیاته يې کړه "دغه موده چې زه په افغانستان کې په خدمت بوخت وم په بیلابیلو سکتورونو کې د اړیکو رامینځته کولو یو ښه فرصت وو. او زه تمه لرم چې زما سپمونې د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره وکاروم.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د تیلو او ګازو د سکتور د قربانیانو غوښتنو ته د قانوني ځواب ویلو مسله د ولسمشر لومړي مرستیال ښاغلي امرالله صالح سره د یوې غونډې په ترڅ کې مطرح او د دوی د ستونزو د له منځه وړلو غوښتنه يې وکړه.
 
په دی غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې، د قلعه مراد بیک پیښې قربانیانو او د چارو مسؤلینو ګډون درلود.
 
ښاغلي عطايې د قلعه مراد بیک سیمې اور لیګیدنې په تړاو مالومات وړاند کړل او د تیلو او اوبلن ګاز سکتور د ستونزو د له منځه وړلو او د دی ډول پیښو د تکرار مخنیوي په موخه يې د دوی غوښتنې په لاندی ډول مطرح کړی:
• وروسته له دی چې واردوونکي خپل محصول او لګښتونه د ماليې، ټرانسپورټ، عامه ګټو وزارتونو او ښاروالۍ ته تادیه کړي او په ګمرک کې طی مراحل بشپړ کړي، نو ګرځنده ګمرک، پولیس یا نور فکټورونه نه باید سوداګرو ته ستونزې راولاړی کړي. د ګمرک مسؤلین باید د ګمرکي تصفیې سند د رسمي سند په توګه ومني او سوداګریزو توکو د اسانه ترافیک په برخه کې همکاري وکړي.
• د نورې نړۍ د تجربو نه په ګټې اخیستنې سره، د تیلو او اوبلن ګاز ټانکرونه باید په داسې ځایونه کې تم کړی شي چې د خوندیتوب په وسایلو باندی مجهز وي.
• ددی پیښې قربانیان د خپلو زیانونو د جبران غوښتنه کوي.
 
ښاغلي صالح د مراد بیک سیمي اور لګیدنې قربانیانو سره د خواخوږۍ کولو او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د رغوونکو وړاندیزونو اوریدلو وروسته، لارښوونه وکړه چې د زیان د جبران په موخه دی ددی قربانیانو ضروري اسناد ترتیب کړی شي ترڅو د منظورۍ په موخه د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاند کړی شي.
 
ښاغلي صالح قربانیانو ته د جبران ورکولو په برخه کې د خپلې هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د دی پیښې قربانیانو د حق غوښتنې پروسه په شدت سره پرمخ بیايې او د پایلو څخه يې ددی پیښې قربانیان او ددی سکتور فعالین په منظم ډول خبروي.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د اوړو، غوړیو او نورو هغو سوداګرو څخه چې په دی پیښه کې يې زیان موندلی، غواړي چې د قربانیانو لستونه دی ژر تر ژره ترتیب او اتاق ته وسپاري ترڅو د جبران په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړی شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار، د اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې، سوداګرو او د قلعه مراد بیک پیښې ټانک لرونکو قربانیانو د ګمرکونو او عوایدو له معین ښاغلي عالم شاه ابراهیمي او د ګمرکونو له رئیسې آغلې آمنې احمدي سره د لیدنې په ترڅ کې په ګمرکونو کې د خصوصي سکتور شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړی.
 
په دغه غونډه کې چې پخپله د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غوښتنې په اساس جوړه شوې وه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار د وروستیو اور لګیدنو په ځانګړې توګه د قلعه مراد بیک سیمه کې د اور لګیدنې په تړاو خبرې وکړی.
 
ښاغلي توکل احمدیار د اقصادي ودې او سوداګرۍ د لاښه والي په موخه لاندې وړاندیزونه وکړل:
• د ټولو لګښتونو او محصول تر تاديې وروسته، په لویو لارو او د ښارونو په دروازو کې سوداګرو او په سوداګریزو توکو بار وسایطو ته باید هیڅ ډول مزاحمت او زورونې لکه: غیر قانوني پیسې اخیستنه رامنځته نه شي
• بریښنايې دروازې او په عصري وسایلو سمبال داسې ټرمینلونه چې د تلاشۍ، وزن کولو، او د ګمرکي اسنادو د بیاکتنې په آسانتیاوو مجهز وي، تاسیس کړی شي
• د بریښنايې دروازو ترڅنګ د خوندي تم ځایونو جوړول
 
ښاغلي شفیق الله عطايې وویل "اتاق ژمن دی چې د قلعه مراد بیک سیمې قربانیانو ته يې د زیان جبیره کولو په برخه کې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي."
 
د ګمرکونو او عوایدو معین ښاغلي عالم شاه ابراهیمي د عمومي رئیس وړاندیزونو اوریدو وروسته وویل "موږ به یادې موضوعاګنې د ولسمشر او اړونده ادارو سره شریکې او د ستونزو په له منځه وړلو او قربانیانو ته د هغو د جبران په ورکولو کې کوټلي ګامونه پورته کړو"

مقالات دیگر...