د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل رئیس ښاغلي سید زمان هاشمي، سوداګرو او د صنایعو ‏څښتنانو د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي حنیف اتمر تر ریاست لاندی جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ. ‏
په دی غونډه کې د پانګه اچوونې په فرصتونو، کورنیو تولیداتو په زیاتوالي او یو لړ پالیسیانو باندی ‏خبرې اترې وشوی. ‏
 
د خصوصي سکتور له خوا یو شمیر وړاندیزونه لکه، بهرنیو متخصصینو ته په افغانستان کې د نوو ‏ماشین آلاتو د نصب او فعالولو په موخه د ویزې تر لاسه کولو په برخه کې آسانتیاوې، افغان سوداګرو ته ‏د بهرنیو هیوادونو ویزو په ترلاسه کولو کې آسانتیاوې، افغان سوداګرو ته د هیواد په هوايې ډګرونو کې ‏‎(VIP)‎‏ څانګې ورکول او د هیواد په ګمرکونو کې د صادراتي او وارداتي توکو د اسنادو په طی مراحل کې ‏لازمې آسانتیاوې رامنځته کول و مطرح شول. ‏
 

ښاغلي اتمر په ټینګار سره وویل چې د افغانستان دولت د هیواد په دننه پانګه اچوونې او صادراتو د ‏زیاتوالي ملاتړ کوي او افغان سوداګر او د صنایعو څښتنان يې وهڅول چې په هیواد کې دننه پانګه اچوونه ‏وکړي او کورنیو تولیداتو کارخانې جوړې کړي. ‏
 
ښاغلي هاشمي وړاندیز وکړ چې سفارت خانو او نړیوالو ادارو ته باید پنځه ګونې اتاقونه د خپلواکو ادارو ‏په توګه معرفي او ددی اتاقونو عمومي رئیسانو او د مدیره پلاوو غړیو ته لازم تشریفات په نظر کې ونیول ‏شي. ‏
نوموړي زیاته کړه چې افغان دولت باید بهرنیو پانګه اچوونکو ته لازمې آسانتیاوې رامنځته او مناسبې ‏کړنلارې په کار واچوي ترڅو بهرني پانګه اچوونکي په هیواد کې دننه پانګه اچوونې ته وهڅول شي. ‏
 
د غونډې په پای کې پریکړه وشوه، چې د پنځه ګونو اتاقونو، اتاقونو فدراسیون او د ماليې او زراعت ‏وزارتونو غړیو څخه یوه ګډه کمیټه جوړه او د بهرنیو چارو وزارت سره د یادو موضوعګانو په اړه خپلې ‏طرحې وړاندې کړي.

 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي د پانګه اچوونې مرستیال ښاغلي سلطان محمد ‏صافي، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي غړيو هر یو خا جان الکوزي، ‏محمد ګردیزي او احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، د اتاق عامل رئیس ښاغلي سید زمان هاشمي د پاکستان ‏سفیر ښاغلي منصور احمد خان او د پاکستان سوداګریز پلاوي سره د لیدنې په ترڅ کې د ټرانزیټ او ‏سوداګرۍ په اړه خبرې وکړی.
 
ښاغلي صافي د پاکستان سفیر او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د دواړو هیوادونو ګډ دین، ‏ژبه او کلتور د دوستۍ نښه وبلله. او د پاکستان په بندرونو کې د افغان سوداګرو ستونزو ته د پای ټکي ‏کیښودلو په برخه کې يې د پاکستان هیواد څخه د لازمو آسانیتاوو رامنځته کولو غوښتنه وکړه.‏
نوموړي افغان مسافرو ته د ویزې صادرولو په پار د پاکستان هیواد څخه مننه وکړه خو زیاته يې کړه چې ‏شته آسانتیاوې بسنه نه کوي او د پاکستان هیواد څخه يې د ویزې، سوداګریزو او فرهنګي اړیکو پراختیا په ‏برخه کې د لاډیرو آسانتیاوو برابرولو غوښتنه وکړه.‏
 
ښاغلي خان جان الکوزي وویل "د کابل او اسلام آباد دولتي چارواکو تر منځ لیدنو د سوداګرو ستونزې ‏راکمې کړي خو لاتراوسه افغان سوداګر په پاکستان کې د بارګیرۍ، سوداګریزو توکو لیږد او ټرانزیټ په ‏برخو کې د ستونزو سره مخ دي. په افغانستان کې د پاکستان سفارت باید دا موضوع د اړونده پاکستاني ‏چارواکو سره مطرح او د حل لارې ورته ولټوي."‏
 
نوموړي زیاته کړه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ سیاسي ستونزې باید د سوداګرۍ پراختیا مخه ونه نیسي، ‏ځکه چې قانوني سوداګري د دواړو هیوادونو ګټې خوندي کوي. ‏
ښاغلي هاشمي وویل "موږ د پاکستان هیواد سره ښې سوداګریزې اړیکې لرو خو بیا هم افغان سوداګر د ‏پاکستان په بندرونو کې د یو شمیر ستونزو سره مخ دي. د افغانستان او پاکستان هیوادونه باید هر هغه ‏عامل چې
 
د سوداګرۍ د پراختیا مخه نیسي له منځه ویسي او د خصوصي سکتور لپاره لازمې آسانتیاوې ‏رامنځته کړي."‏
ښاغلي منصور احمد خان وویل "موږ تل هڅه کړی چې د دواړو هیوادونو د سوداګرۍ پراختیا لپاره، شته ‏ستونزی له منځه ویسو او لازمې آسانتاوې رامنځته کړو. په نږدی راتلونکي کې به په کابل کې یو ‏نندارتون په لاره واچوو او د سوداګریزې ویزې په برخه کې ستونزی له منځه تللي او افغان سوداګر اوس ‏په ډیرې آسانۍ سره سوداګریزې ویزې ترلاسه کولی شی."‏
 
نوموړي زیاته کړه چې د (اپټا) تړون پای ته رسیدلې او د دواړو هیوادونو سوداګرو ته د لاډیرو آسانتیاوو ‏برابرولو په موخه به په تړون کې لازم بدلونونه رامنځته کړی شي.
په دی غونډه کې د بلخ، هرات، پکتیا او ننګرهار ولایتي اتاقونو هم په آنلاین ډول ګډون درلود او خپل ‏نظرونه يې د سوداګریزې پراختیا او ټرانزیټ په اړه څرګند کړل.

 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لمړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د سوداګرۍ او صنعت وزیر ښاغلي نثار احمد فیضي غوریاني، د ګمرکونو عمومي رئیسې آغلې آمنه احمدي، حکومتي چارواکو او د خصوصي سکتور غړیو د ګمرکونو نړیوالې ورځې په لمانځ غونډه کې د ګډون تر څنګ د هیواد په ګمرکونو کې د سوداګرو د شتو ستونزو په اړه خبرې وکړی.

ښاغلي غوریاني په اقتصادي لوړتیا او د کورنیو عوایدو په زیاتوالي کې د ګمرکونو رول اړین وباله او زیاته يې کړه چې د سوداګرۍ او صنعت وزارت تل هڅه کوي چې د ماليې وزارت او خصوصي سکتور سره د ګډې همکارۍ او همغږۍ په پایله کې د سوداګرو شتو ستونزو ته د پای ټکې کیږدي او د هیواد په ګمرکونو کې لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي.

ښاغلي مهمند ګډونکوونکو ته د نړیوالې ورځې په تړاو مبارکي وویله او د دولتي عوایدو په زیاتوالي او با کیفیته توکو واردولو په برخه کې يې د ګمرکونو رول اړین وباله. نوموړي زیاته کړه چې د هیواد په ګمرکونو کې شته اداري فساد د اقتصادي پیاوړتیا، دولتي عوایدو زیاتوالي او قانوني سوداګرۍ مخه نیسي.

ښاغلي مهمند وویل "که چیرې د هیواد په ګمرکونو کې وړ، ژمن او پاک خلک وګمارل شي، نه یواځې داچې د اقتصادي پیاوړتیا سبب ګرځي بلکه د بی کیفیته توکو د واردیدو مخه هم نیسي. موږ د اداري فساد د له منځه وړلو او قانوني سوداګرۍ رامنځته کولو په برخه کې هر ډول همکارۍ کولو ته ژمن یو."

په دې غونډه کې حکومتي چارواکو هم د اړونده موضوعګانو په اړه خبرې وکړی او د خصوصي سکتور غړیو هم خپل نظرونه او وړاندیزونه مطرح کړل.    

د افغانستان د مرکزي بانک پریکړې په اړه چې د صرافۍ هډېګانې (دوکانونه) باید د پولي خدمتونو په ‏شرکتونو بدلې شي، د افغانستان د صرافانو سراسري شورا د سلواغې د ۱۸مې نیټې څخه راپدی خوا په ‏احتجاج لاس پوری کړی او د انفرادي جواز پر بنسټ د بیا کار او فعالیت غوښتنه کوي.‏
 
د افغانستان د صرافانو سراسري شورا په اعلامیه کې راغلي دي چې مرکزي بانک د صرافانو ‏وړاندیزونو په نظر کې نیولو پرته د انفرادي جوازونو توزیع او تمدید لغوه کړی چې دا کار هغوی ته د ‏اداري او بانکي ستونزو سبب ګرځیدلې دی. ‏
 
په اعلامیه کې ټینګار شوی دی چې د صرافۍ او پولي خدمتونو ټولې هډې باید د شنبه د ورځې څخه ‏وتړل شي تر هغو چې د مرکزي بانک سره د صرافانو ستونزه پای ته نه وي رسیدلې.‏
 
دغه شورا د جواز او نورو قانوني مسائیلو پر بنسټ، غواړي چې د پولي خدمتونو د جواز اخیستل باید ‏اختیاري وي. ‏
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د صرافانو د غوښتنې د ملاتړ ترڅنګ، د افغانستان د اسلامي ‏جمهوري دولت څخه دی ستونزې ته د پای ټکي کیښودو غوښتونکی دی. ‏
 
د یادونې وړ ده چې په هیواد کې د الکترونیکي او معیاري سیستم د نه شتون له امله، د حوالې خدمتونه په ‏افغانستان دننه او دباندی د صرافۍ د همدی خصوصي دوکانونو په واسطه ترسره کیږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي حاجي محمد یونس مهمند، د اتاق عامل رئیس ښاغلي سید زمان هاشمي، د اتاق د پالیسۍ او تخنیک مرستیال ښاغلي شفیق الله عطايې او یو شمیر سوداګرو په حضوري ډول او د استرالیا لپاره د افغانستان سفیر ښاغلي وحیدالله ویسي، د اندونیزیا لپاره د افغانستان سفیر ښاغلي فیض الله ذکي، سوداګرو او یو شمیر اقتصادي کارپوهانو په آنلاین ډول د بارتر اقتصاد پیژندنې په موخه لمړنۍ آنلاین ناسته کې د ګډون ترڅنګ خپل نظرونه څرګند کړل.

ښاغلي هاشمي ګډونکوونکو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل "افغانستان په بارتر اقتصاد کې تجربه لرونکی هیواد دی او بارتر اقتصاد باید په قانوني چوکاټ کې لاپیاوړی کړی شي."

ښاغلي هاشمي ټینګار وکړ چې حکومت باید د هغو هیوادونو سره چې په بارتر اقتصاد کې بشپړه تجربه لري همغږي وکړي او د ګډې همکارۍ په پایله کې بارتر اقتصاد ته په افغانستان کې وده ورکړي.

نوموړي زیاته کړه چې د اقتصاد د پیاوړتیا او بارتر اقتصاد ترویج کولو په موخه دی د اغیزمنو دولتي او خصوصي سکتور غړیو څخه ګډ کاري ګروپ جوړ او په همدی موخه دی تری کار واخستل شي تر څو د افغان سوداګرو لپاره لازمې آسانتیاوې رامنځته شي.

ښاغلي وحیدالله ویسي وویل چې بارتر اقتصاد د افغانستان په څیر هیوادونو لپاره چې د طبیعي منابعو څخه ډک دی خورا ګټور او باید ددی فرصت څخه سمه ګټه پورته کړی شي.

ښاغلي ویسي په وروستیو کلنو کې د افغانستان او استرالیا ترمنځ د سوداګرۍ کچه ډیره کمه وګڼله خو هیله يې څرګنده کړه چې دواړه هیوادونه به په راتلونکی کې د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

ښاغلي فیض الله ذکي بارتر اقتصاد د اندونیزیا هیواد د اقتصادي پیاوړتیا سبب وګاڼه او ټینګار يې وکړ چې د اندونیزیا هیواد د بارتر اقتصاد څخه په ګټې اخیستنې افغانستان سره د سوداګرۍ کولو لپاره تیار دی. نوموړي هیله څرکنده کړه چې د افغانستان حکومت به د اندونیزیا هیواد هغه مسوده چې د بارتر اقتصاد څخه په ګټې اخیستنې سوداګرۍ په برخه کې يې ورکړی لاسلیک کړي.

د غونډې په پای کې د بارتر اقتصاد پوه ښاغلي ساویز ساویزیار وویل "موږ کولی شو چې د قانون په چوکاټ کې د چین سره د بارتر اقتصاد څخه په ګټې اخیستنې ښه سوداګري ولرو او دا کار نه یواځې دا چې د هیواد د اقتصادي پیاوړتیا سبب ګرځي بلکه سوداګرو ته هم ډیرې آسانتیاوې رامنځته کوي."     

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي حاجي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي د پانګه اچوونې مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د مدیره پلاوي د دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیرسید جاوید برهان، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي او حکومتي چارواکو د چینايې سوداګریزو شرکتونو له مسؤلینو سره د سوداګریزو او پانګه ایزو اړیکو پراختیا په موخه آنلاین غونډه وکړه.

ښاغلي مهمند وویل "افغانستان د چین سره ډیرې پخوانۍ او دوستانه اړیکې لري. موږ د چین هیواد اړونده چارواکو څخه په خورا درنښت هیله کوو چې افغان سوداګرو ته د ویزې ورکولو په برخه کې لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي. افغان سوداګر لیوال دي چې په افغانستان کې د برښنا، کور جوړونې، د معدنونو استخراج او سرک جوړونې په برخو کې د چینايې پانګه اچوونکو سره یو ځای ګډه پانګه اچونه وکړي."

د جون جینګ آزادې سوداګریزې سیمې مسؤل او ددی آنلاین غونډې برابرونکي ښاغلي هو د پریزنټیشن له لارې په جون جینګ سیمه کې پانګه اچوونه او د بارتر سوداګري تشریح کړه او د افغان سوداګرو او پانګه اچوونکو څخه يې وغوښتل چې په دی برخه کې د چینایانو له تجربو څخه ګټه واخلي.

ښاغلي صافي په افغانستان کې د ګډو سوداګریزو فرصتونو او د چین هیواد اغیزمنتیا په دی پانګه اچوونو کې څرګنده او د افغان سوداګرو لیوالتیا ته يې په دی برخه کې اشاره وکړه.

ښاغلي برهان د افغانستان او چین ترمنځ شتو سوداګریزو اړیکو او فرصتونو ته د اشارې کولو تر څنګ وویل چې افغان سوداګر لیوال دی تر څو افغاني محصولات چین ته صادر او د چین څخه برښنايې توکي او کمپیوټرونه وارد کړي.

ښاغلي خان جان الکوزي د دواړو هیوادونو سوداګرۍ په لوړتیا کې د اوسپنې پټلۍ لارې رول اړین وباله مګر وی ویل چې د کراچۍ بندر په نسبت له دی لارې د توکو انتقال قیمته پریوځي. نوموړي د ګاونډیو هیوادونو دا کار چې افغاني تولیدات لکه جلغوزه، زعفران او تالک چې د پروسس څخه وروسته يې په خپل نوم چین ته صادروي وغنده او زیاته يې کړه "که چیرې چینایان په افغانستان کې د افغاني تولیداتو د پروسس په برخه کې پانګه اچوونه وکړي، نو افغان سوداګر کولی شي چې خپل محصولات په مستقیم ډول چین ته صادر کړي."

د غونډې په پای کې ښاغلي خان محمد سرفراز باز د ګډې پانګه اچوونې، د ټرانسپورټ په برخه کې د لازمو آسانیتاوو رامنځته کولو او د پیسو انتقال په ستونزو د خبرو کولو تر څنګ د دواړو هیوادونو له اړونده چارواکو څخه وغوښتل چې په دی برخو کې دی کوټلي ګامونه پورته کړي.

د یادو ستونزو د له منځه وړلو په موخه، نوموړي  د دواړو هیوادونو د اړونده چارواکو په پرله پسې غونډو کولو ټینګار وکړ.       

مقالات دیگر...