د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي مشر ښاغلي سید زمان هاشمي، د پنجشنبې ورځ د روان کال د زمري په 30مه نېټه سعودي عربستان کې د افغانستان سفیر ښاغلي احمد جاوید مجددي سره د ویډیو کنفرانس په بڼه له هغه هېواد سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او مشترکو همکاریو په تړاو بحث او خبرې وکړې.
زېرمتون
د رخت او لباس یو شمېر واردوونکو سوداګرو له ښاغلي خان جان الکوزي سره د خپلو ستونزو په تړاو خبرې وکړې
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي غړي او د اتاقونو د فدراسیون د سوداګرۍ او پانګونې مرستیال ښاغلي خان جان الکوزي د رخت او پوښاک یو شمېر سوداګرو سره د اتاق د غونډو تالار کې ولېدل او د هغوی په ستونزو یې بحث وکړ.
دغه ناسته کې، سوداګرو د چین هېواد د ویزې نه ترلاسه کېدو،پاکستان کې د سوداګریزو توکو د توقف شویو موټرو څخه د مالیاتي جریمو اخیستنې،په ټرانزیټي او ټرانسپورټي موټرو کې د رد یابۍ آلې نصب او په پاکستان کې د سوداګریزو توکو لېږدوونکو موټرو سل سلنه سکن ستونزې او همدا راز د چابهار بندر ننګونې او د پيسو انتقال ستونزو په تړاو خبرې وکړې او د خپلو ستونزو حل کې یې د اتاق د همکاریو غوښتنه وکړه.
ښاغلي الکوزي د سوداګرو د ستونزو له اوریدو وروسته له هغوی وغوښتل چې خپلې ستونزې په لیکلې بڼه اتاق ته وسپاري او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به د دوی ستونزې له اړونده حکومتي بنسټونو سره شریکې کړي او هڅې به وکړي چې د سوداګرو یادې شوې ستونزې حل کړي.
یکشنبه، د زمري 26مه 1399
د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي مشر او ازبکستان کې د افغانستان سفیر د ویډیو کنفرانس له لارې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو موضوعګانو په تړاو خبرې وکړې
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي رییس ښاغلي سید زمان هاشمي په ازبکستان کې د افغانستان سفیر ښاغلي خالد علمي او "تاشکند" کې د افغانستان مېشت سوداګریزې آتشه عارف حیرت سره د ویډیو کنفرانس په بڼه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د ازبکستان له مسیر قزاقستان او نورو هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو پرمخ شته ننګونو په تړاو بحث او تبادل نظر وکړ.
د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي مشر چین هېواد کې میشت یو شمېر افغان سوداګرو سره لېدنه کې د هغوی په ستونزو او د اتاق همکارۍ په تړاو خبرې وکړې
د افغانستان او هندوستان د ممبۍ د سوداګرو د تجارتي تواصل دوېمه ناسته د ویډیو کنفرانس په بڼه ترسره شوه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د هندوستان د سوداګریزو کمپنیو ګروپ اتاق (IBG) د افغانستان او د هندوستان ممبۍ ښار د سوداګرو د سوداګریز تواصل دوېمه ناسته چې پکې 38 تنو هندي او 40 تنو افغان سوداګرو ګډون درلود د ویډیو کنفرانس په بڼه ترسره شوه.
د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د ټرانسپورټي شرکتونو د ټولنې له مسوولینو او د تازه مېوو سوداګرو سره د لېدنې پر مهال د هغوی د ستونزو په حل کېدو بحث وکړ
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رییس ښاغلي " توکل احمد یار" د خپل کار دفتر کې د ټرانسپورټي شرکتونو د ټولنې له رییس ښاغلي "طلا محمد اتمانزي" او د تازه مېوو یو شمېر سوداګرو سره د لېدنې په ترڅ کې د هغوی د ستونزو او حل لارو په تړاو خبرې وکړې. دغه ناسته کې د اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خانجان الکوزي هم حضور درلود.