د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي رییس ښاغلي سید زمان هاشمي په ازبکستان کې د افغانستان سفیر ښاغلي خالد علمي او "تاشکند" کې د افغانستان مېشت سوداګریزې آتشه عارف حیرت سره د ویډیو کنفرانس په بڼه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د ازبکستان له مسیر قزاقستان او نورو هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو پرمخ شته ننګونو په تړاو بحث او تبادل نظر وکړ.
زېرمتون
د افغانستان او هندوستان د ممبۍ د سوداګرو د تجارتي تواصل دوېمه ناسته د ویډیو کنفرانس په بڼه ترسره شوه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د هندوستان د سوداګریزو کمپنیو ګروپ اتاق (IBG) د افغانستان او د هندوستان ممبۍ ښار د سوداګرو د سوداګریز تواصل دوېمه ناسته چې پکې 38 تنو هندي او 40 تنو افغان سوداګرو ګډون درلود د ویډیو کنفرانس په بڼه ترسره شوه.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي مشر کابل د امریکا د متحدو ایالتونو سفارت له اقتصادي کونسل سره د ویډیو کنفرانس له لارې په مشترکو همکاریو خبرې وکړې
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي مشر ښاغلي سید زمان "هاشمي" کابل کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفارت له اقتصادي کونسل ښاغلي الکس "هواکس" سره د ویډیو کنفرانس په بڼه تعارفي ملاقات کې د افغانستان له خصوصي سکتور سره د امریکا د ګډو همکاریو په تړاو خبرې وکړې.
د تیر(TIR) سیستم کې د ایران،افغانستان،تاجکستان او قرغیزستان ترمنځ د کتاي(KTAI) ځمکنی دهلیز پرانستل شو
د تیر (TIR) سیستم چوکاټ کې د کتاي (CORRIDOR KTAI) ایران، افغانستان،تاجکستان او قرغیزستان ترمنځ د جاده یي (واټ) د حمل او نقل دهلیز له لارې لومړنۍ ازمایښتي جوپه چې د روان کال د زمري په 6مه نېټه د ایران له دوغارون بندر د افغانستان په لور حرکت وکړ، د سکتوري ادارو سره په همغږۍ د ګمرکي تشریفاتو پړاوونو طی کولو وروسته د هرات ولایت والي، د هغه ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي، د ځمکني ټرانسپورټ د تنظیم رییس، سیمه ایزو چارواکو،د ولایتي شورا استازو،مدني ټولنې او د یو شمیر سوداګرو په حضور کې سه شنبې ورځ د هرات پل پښتون کې پرانستل شو.
د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي مشر د البیروني انستیتیوت او د منځنۍ اسیا پوهنتون (UCA) مسوولینو سره د ویډیو کنفرانس له لارې د کرونا ویروس له امله پېښ شویو زیانونو او د هغې اقتصادي اغیزو سره د مبارزې په تړاو خبرې وکړې
د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي مشر ښاغلي سید زمان "هاشمي" د البیروني انستیتیوت له رییس ښاغلي نذیر "کبیري" او د دغه انستیتیوت له ستر محقق عمر"جویا" او د منځنۍ اسیا پوهنتون (UCA) له څیړونکو سره د کرونا ویروس پېښ کړو زیانونو او پر اقتصاد د دغه ویروس د بدو اغیزو په ځانګړې توګه د بې کارۍ کچې،اقتصادې ودې ته کمې توجه، د بېوزلۍ د کچې زیاتوالي شاخصونو او د حکومت اقتصادي برنامو په تړاو بحث او خبرې وکړې.
د عامې روغتيا وزارت د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د تجارتي مرستيال خدمتونه وستايل
د هېواد د عامې روغتيا وزارت د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د تجارتي مرستيال او د «بشیر نوید گروپ» شرکت عمومي مشر ښاغلي خيرالدين مايل احمدي لخوا له عامې روغتيا وزارت سره د ښو اجتماعي او روغتيايي خدمتونو په ځانګړي ډول د بلخ ولايت عامې روغتيا رياست کې له لمر وړانګو مخنيوي په موخه د څپرو نصب کول وستايل.