يا أَيُّهَا الَّذينَ آمَنُوا ادْخُلُوا فِي السِّلْمِ كَافَّةً وَ لا تَتَّبِعُوا خُطُواتِ الشَّيْطانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبين
ژباړه: ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! ټول په سوله او اشتي کې داخل شئ (الله تعالی ته مطلق تسلیم شئ) د شیطان ګامونه پیروي نه کړئ چې هغه ستاسې ښکاره دښمن دی.
زېرمتون
د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي غړو د مالیې وزارت د عوایدو له عمومي رییس سره د افغانستان د درملو د خدمتونو اتحادیې ستونزې مطرح کړې
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي محترمو غړو خان جان "الکوزي" ، شیرین آغا "سخي" ، احمد ضیاء "عظیمي شینوزاده" ، د افغانستان د درملو د خدماتو ټولنې مسوولینو او غړو د روان کال د زمري مېاشت په 20مه نېټه د دوشنبې ورځ د مالیې وزارت د عوایدو عمومي مشر ښاغلي میروېس "بهیج" او د هغه وزارت له یو شمېر رییسانو سره ولېدل او د درملو د خدمتونو وړاندې کوونکو اتحادیې په شته ستونزو او حل لارو یې خبرې وکړې.
دغه ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي محترمو غړو د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رییس او د هغه وزارت له مسوولینو سره د بیلانسونو او مالیاتي تصفیې برخو کې د یادې اتحادیې ستونزې شریکې او د حل برخه کې یې د مالیې وزارت د همکاریو غوښتنه وکړه.
د عوایدو عمومي رییس ښاغلي "بهیج" د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي غړو او د درملو د خدمتونو اتحادیې مسوولینو له لوري د مطرح شویو ستونزو له اورېدو وروسته ژمنه وکړه چې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره په همکارۍ به یادې شوې ستونزې حل کړي.
نوموړي ټینګار وکړ چې ډېر ژر د خصوصي سکتور د ستونزو د حل په موخه د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په غړیتوب یو تخصصي کمېټه جوړوي ترڅو، د خصوصي سکتور ستونزې په همغږۍ او همکارۍ سره حل کړي.
سه شنبه، 21 زمري 1399
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د صاحبي د مالي خدمتونو شرکت ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو
د افغانستان د سوداګری او پانګونی اتاق او د صاحبي د مالي خدمتونو شرکت (SFS) د مالي خدمتونو،د مالیاتي قوانینو تحلیل،د دولتي مالیاتي پالیسيو، پر خصوصي سکتور د دولت د مالیاتي پالیسیو اغیزو او مالیاتي شخړو د حل خدمتونو په موخه د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي رییس د امریکا سفارت مرستیالې او یو شمېر حکومتي چارواکو سره د ویډیو کنفرانس له طریق د خصوصي سکتور سره د ملي تدارکاتو ادارې د چارچوبي قراردادونو په تړاو خبرې وکړې
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي رییس ښاغلي سید زمان "هاشمي" کابل کې د امریکا د متحده ایالتونو د سفارت له مرستیالې مېرمن کرن"دیکر" او د دغه سفارت له اقتصادي کونسل ښاغلي الکس "هواکس"، د ملي تدارکاتو ادارې مشر ښاغلي الهام عمر "هوتکي" د عامې روغتیا وزارت مرستیال او د نړیوال اتاق او د ښځو د سوداګرۍ اتاق رییسانو سره د ملي تدارکاتو ادارې له لوري له خصوصي سکتور سره د چارچوبي تړونونو په اړه د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
په دغه ویدیو کنفرانس کې د خبرو ډیره برخه له خصوصي سکتور او اتاقونو سره د ملي تدارکاتو ادارې د چارچوبي تړونونو د طرحې او ترتیب په اړه وه،چې د ملي تدارکاتو اداره په پام کې لري له دې وروسته د حکومتي ادارو د ضرورت وړ تړونونه په ځانګړې ډول د عامې روغتیا وزارت د درملو،روغتیایي توکو، ضد غفوني او میکروب پاکوونکو توکو تړونونه له هغو شمېر معتبر داخلي واجد شرایط شرکتونو سره لاسلیک کړي چې د اتاقونو د تاېید وړ هم وي.
ښاغلي "هاشمي" د حکومت د دې نوښت هر کلی وکړ او دا کار یې د خصوصي سکتور او اتاقونو د ملاتړ لپاره مهم ګام وباله. هغه په شرایطو برابر تولیدي شرکتونو او حکومتي ادارو سره د اتاقونو د ښې همغږۍ مورد کې خپل مشخص وړاندیزونه هم بیان کړل.
د اتاق د عامل پلاوي مشر ښاغلي"هاشمي" د خصوصي او عامه سکتور ترمنځ ښې همکارۍ او شراکت په موخه د اړوندو ادارو له لوري د یوې عمومي او رڼې کړنلارې د رامنځته کولو ټینګار هم وکړ.
کابل کې د امریکا د متحدو ایالتونو د سفارت مرستیالې د حکومت له دغې طرح خوښي وښوده او زیاته یې کړه: هره طرحه چې د افغانستان د خصوصي سکتور د ملاتړ او تقویت لامل کیږي، د امریکا سفارت یې د یو ښه شریک او همکار په توګه ملاتړ کوي.
پنجشنبه د زمري 23 مه 1399