د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند تر مشرۍ لاندی او د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې، د عامل پلاوي اداري او مالي مرستیال ښاغلي میرویس هوتک په ګډون د مدیره پلاوي سلاکارانو خپله ناسته داتاق په مرکزي دفتر کې ترسره کړه.
ښاغلي مهمند سلاکارانو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د خصوصي سکتور د ستونزو هواري په برخه کې، ددی ډول ناستو په ارزشت خبرې وکړی او ددی ډول ناستو په بیا بیا جوړیدو يې ټینګار وکړ. ښاغلي مهمند د اجنډا پنځه موضوعګانې چې عبارت دي له (۱- د افغانستان د درملیزو خدماتو اتحادیې د اعتصاب ستونزه او د دوی غوښتنې ۲- د هیواد د ترانسپورت معیاري کولو او د تیلو واردولو مسله ۳- د اپټا تړون پای ته رسیدل او د دغه تړون د موادو بیا کتنه ۴- د چین او ترکيې هېواد د ویزو په ترلاسه کولو کې د افغان سوداګرو ستونزې ۵- د هوايې شرکتونو ستونزې او د حکومت لخوا د سبسایډونو نه تادیه کول ګډونوالو ته وړاندې شوې او ګډونوالو يې په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل.
ښاغلي شیرین اغا سخي د خصوصي سکتور او د درملیزو خدماتو اتحادیې له مشورې پرته د عامې روغتیا وزارت مقرره نیمګړې وبلله او ټینګار یې وکړ چې دغه وزارت باید د قانوني او غیر قانوني درملو لست جوړ او د درملو د انحصار مخه ونیسي.
ښاغلي مهمند د درملیزو خدمتونو اتحادیې له رئیس ښاغلي محمد محسن ساحل پرواني څخه وغوښتل چې خپل وړاندیزونه په لیکلې بڼه اتاق ته وسپاري ترڅو اتاق د عامې روغتیا وزارت سره په دې موضوع بحث وکړي او د حل مناسبې لارې چارې ورته ولټوي.
د ټرانسپورټي شرکتونو په معیاري کولو او د تیر سیستم په برخه کې د شتو ستونزو او ننګونو په اړه هم خبرې وشوې او ګډونوالو يې په اړه خپل نظرونه څرګند کړل.
د اپټا تړون د مودې پای ته رسیدو موضوع د ښاغلي خانجان الکوزي لخوا توضیح شوه او هغه دا هم وویل "د اپټا تړون پخوا د پاکستان په ګټه او د افغانستان په زیان وه، خو موږ وکولی شول چې د سوداګرۍ او صنعت وزارت د ګډو همکاریو په پایله کې د خصوصي سکتور نظرونه په دی تړون کې ځای پر ځای او د تمدید نېټې د پای ته رسیدو مخکې يې دواړه هېوادونه لاسلیک کړي."
د افغان سوداګرو لپاره د چین او ترکیې ویزو ترلاسه کولو ستونزو ته د پای ټکي کیښودو لپاره، د غونډې غړو وویل چې د اړوندو وزارتونو او چینایي او ترکي سفارتونو سره په همغږۍ باید دی ستونزې ته د حل لارې چارې ولټول شي.
وروستۍ مسله د هوايې دهلیزونو ستونزې او د دولت لخوا هوایی شرکتونو ته د سبسایډي پیسو په وخت نه ورکولو موضوع وه. د هوایی شرکتونو استازي یادونه وکړه چې که څه هم د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هڅو له امله، د تیرو پنځو میاشتو په جریان کې ۴۰٪ کرایې د دولت لخوا تادیه شوي، مګر پاتې ۴۰٪ باید ژر تر ژره تادیه کړی شي.
ښاغلي مهمند او ښاغلي الکوزي وویل حکومت ژمن دی چې هوايې شرکتونو ته د سبسایډي پیسې تادیه کړي. نوموړو د مالیې له محترم وزارت څخه وغوښتل ترڅو د تازه میوو صادراتو موسم رارسیدو دمخه پاتې ۴۰سلنه تادیه کړي ترڅو د هېواد صادرات د هوایی دهلیز له لارې له ستونزو سره مخ نشي.
زېرمتون
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د درملو اتحاديې د غوښتنو ملاتړ کوي
د افغانستان د درملو اتحاديې او درملو واردوونکو شرکتونو د يوې اونۍ راهیسې د خپل کاري اعتصاب په لړۍ کې نن یو ځل بیا د حکومت له خوا د درملو د انحصاري کولو طرحې د لغو غوښتنه وکړه.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د اتاق د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي د درملو اتحاديې په غونډه کې چې په پروان هوټل کې جوړه شوې وه، د ګډون کولو ترڅنګ، د دوی د غوښتنو ملاتړ وکړ. ښاغلي مهمند وویل "دولت مخکې له دی چې د درملو د انحصاري کولو طرحه په خپل سر عملي کړي، باید د هېواد خصوصي سکتور په ځانګړی توګه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره يې شریکه کړې وه."
ښاغلي مهمند زیاته کړه "درملیز خدمتونه او درملتونونه د خصوصي سکتور یوه لویه برخه تشکیلوي چې د ۲۵۰ زره تنو څخه زیات وګړي په مستقیم او غیر مستقیم ډول په دی سکتور کې په کار بوخت دي او دولت باید د دوی غوښتنو او وړاندیزونو ته د هو ځواب ووایې."
ښاغلي شیرین آغا سخي د درمل واردوونکو شرکتونو د غوښتنو څخه د ملاتړ ترڅنګ، زیاته کړه "اتاق د درمل واردوونکو شرکتونو د شتو ستونزو په له منځه وړلو او د دوی غوښتنو ته د هو ځواب پیداکولو په برخه کې هر ډول همکارۍ کولو ته ژمن دی"
د یادوني وړ ده، چې د درملیزو خدمتونو او روغتیايې تجهیزاتو اتحاديې نه یواځې دا چې په کرونايې سختو شرایطو کې د خلکو درملیزې اړتیاوې پوره کړي بلکه عامې روغتیا او د هېواد روغتونونو ته يې د یو میلیون ډالرو په ارزښت روغتیايې تجهیزات په وړیا ډول ورکړي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي په ترکمنستان کې د کرونا ویروس خپریدو وروسته د سوداګرۍ او پانګه اچوونې تحلیل تر عنوان لاندی په جوړ شوي آنلاین کنفرانس کې ګډون وکړ
په دغه کنفرانس کې چې د ترکمنستان لپاره د افغانستان سفارت له خوا جوړ شوی وه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې، د اتاق د مدیره پلاوي غړیو هر یو خان جان الکوزي، جان آقا صادقي او بهارد خیر خواه او یو شمیر هغو سوداګرو چې د ترکمنستان هېواد سره سوداګریزې اړیکې لري، ګډون کړی وه.
د ترکمنستان لپاره د افغانستان سفیر ښاغلي خان ولي خان بشرمل وویل "د کورونا ویروس د خپریدو دمخه، د ترکمنستان سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه لوړه وه، خو په اوسني حالت کې بی له نفتي موادو څخه په نورو ټولو برخو کې کموالې رامنځته شوی دی. د سوداګرۍ د ښه والي په موخه باید د افغانستان خصوصي سکتور د ترکمنستان لپاره افغان سفارت سره په همکارۍ ګډې هڅې وکړي او له نیکه مرغه د ترکمنستان هېواد هم په دی برخه کې همکارۍ کولو ته چمتو دی."ښاغلي شفیق الله عطایي د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د سوداګرۍ انډول نا متوازن وباله او زیاته یې کړه: "د افغانستان سفارت او د ترکمنستان د حکومت له خوا باید د سوداګرۍ انډول متوازن کولو موخه لازم ګامونه پورته کړی شي."
نوموړي په ترکمنستان کې د افغان سوداګرو ستونزو ته په اشارې کولو سره وویل "افغان سوداګر د ویزو په ترلاسه کولو، د پیرودل شوو توکو پر وخت نه تسلیمول او په افغان سوداګریزو توکو وضع شوو جریمو سره لاس او ګریوان دي او د ترکمنستان لپاره افغان سفارت باید د یادو ستونزو د له منځه وړلو هڅې وکړي."
ښاغلي عطايې د نندارتونونو په اړه وویل: د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق چمتو دی چې د ترکمنانو په نندارتون کې د خپلو غړو محصولاتو له ۵۰ تر ۶۰ غرفې نندارې ته وړاندې کړي ترڅو د افغانستان محصولات معرفي شي او د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګریزې اړیکې پراخې شي. او د ترکمنستان سره ګډ اتاق یا (Business Council) رامنځته کړي چې په اړه يې مخکې هم یو تفاهملیک لاسلیک شوی وه.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سرپرست رئیس زیاته کړه: "د افغانستان د سوداګرۍ اوپانګونې اتاق چمتو دی چې نه یوازې انګور او انار بلکې د افغانستان ټول محصولات د ترکمنستان څخه روسیې او ختیځې اروپايي هیوادونو ته د صادرولو په موخه خپل غړي وهڅوي."
پدې ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خانجان الکوزي، ښاغلي جان صادقي او ښاغلي بهادر خیرخواه د ترکمنستان سره د سوداګریزو اړیکو پراخولو لپاره موجودې ستونزو او امکاناتو په اړه خبرې وکړی او ښاغلي بشرمل ژمنه وکړه چې د افغانستان د خصوصي سکتور په ځانګړی توګه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره د ګډې همکارۍ او همغږۍ په پایله کې یوه سوداګریزه شورا او ګډې سوداګریزې ادارې رامنځته کړي.
د افغانستان خصوصي سکتور د افغانستان ولسمشر سره د لیدنې په ترڅ کې، د کندهار ولایت ارغنداب ولسوالۍ له اوسیدونکو سره د مرستې ژمنه وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د وچو میوو هغو سوداګرو سره چې د سعودي عربستان سره راکړه ورکړه کوي ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس د روشن مخابراتي شرکت له عمومي رئیس سره لیده کاته وکړل
