د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار، د اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې، د هرات ولایتي اتاق د مدیره پلاوي رئیس ښاغلي یونس قاضي زاده، د تیلو واردوونکو اتحادیو رئیسانو او د نورو مختلفو سکتورونو سوداګرو د اتاق په مرکزي دفتر کې د کابل مراد بیک نومي سیمه کې د تیلو ټانکرونو سوزیدو په اړه په مطبوعاتي کنفرانس کې ګډون وکړ.
 
ښاغلي توکل احمدیار د هرات، نیمروز، فراه، حیرتان او د کابل په مراد بیک نومي سیمه کې د وروستیو اورلګیدنو په اړه خبرې وکړی او زیاته يې کړه "وروستيو پیښو خصوصي سکتور ته تر ۱۰۰ میلیونه ډالرو زیات زیان اړولی دی په داسې حال کې چې، په دی برخه کې د حکومت له خوا هیڅ کوم ګام ندی پورته شوی. برسیره پردی، د هېواد په ګمرکونو، دروازو او بندرونو کې د مختلفو ادارو د استازو په نامه د خصوصي سکتور څخه پیسې ټولوي مګر هیڅ څوک د خصوصي سکتور غږ نه اوري."
 
ښاغلي احمدیار زیاته کړه چې یو شمیر ادارې داسې دي چې مسایل هيڅ په هغوی پورې اړه نه لري خو بیا هم سوداګرو ته مزاحمت کوي او د پیسو تقاضا تری کوي. برسیره پردی، د درنو جرمنو اداره د مڼو صادرات ودروي. د هغه په وینا، له یو ولایت څخه بل ولایت ته د ګمرک اسناد د باور وړ ندي او د سوداګرو د ځورید سبب ګرځي. هغه حکومتي چارواکو ته خبرداری ورکړ چې که د دوی غوښتنې ونه منل شي ، دوی به خپل لاریون ته دوام ورکړي او په ټول هیواد کې به د نفتي توکو عرضه او خدمات بند کړي.
 
د اتاق عمومي رئیس له زیانمنو شویو سوداګرو څخه وغوښتل چې ژر تر ژره له ولسمشر سره وګوري او په هرات او نورو ځایونو کې د اور وژنو په اړه د معلوماتو غوښتنه وکړي ، او همدارنګه د هغو کړنو په اړه چې تر دې دمه د دولتي ادارو لخوا ترسره شوي دي.
 
ښاغلي محمد یونس مهند، د عمومي رئیس د خبرو د تائید تر څنګ، د ګمرکونو او بندرونو د مامورینو په کړنو کلکه نیوکه وکړه او له چارواکو څخه يې وغوښتل چې په دی برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
ښاغلي خان جان الکوزي د اوسني اقتصادي وضعیت او خصوصي سکتور په وړاندې پرتې ننګونې په وضاحت سره بیان او یو ځل بیا په ټولو سکتورونو کې د سوداګرو ستونزې په ګوته کړې او په دې برخه کې یې د حکومتي چارواکو د بیړني اقدام غوښتنه وکړه. هغه د خصوصي سکتور د لاریونونو دوام ته هم اشاره وکړه او خبرداری یې ورکړ که چیرې په بندرونو، سړکونو او ګمرکونو کې وضعیت همداسې دوام وکړي، پانګوال به اړ شي چې له هیواده ووځي.
 
په دې کنفرانس کې، د هرات ولایتي اتاق رئیس ښاغلي یونس قاضي زاده، د تیلو واردوونکو، او د خصوصي استازو خپلې نیوکې څرګندې او په چارواکو یې غږ وکړ چې هغه ځایونه وڅیړي چې اور ورته شوی. دوی ټینګار وکړ چې حکومت باید د اور لګیدو اسباب وڅیړي او مسؤلینو ته یې سزا ورکړي. دوی وویل: "که چیرې د دوی غوښتنې ونه منل شي، نو دوی به د پټرولیم واردات بند کړي او پدې حالت کې به مسؤلیت د هغو کسانو په غاړه وي چې دا ډول پیښو ته یې لار هواره کړی ده."
 
د کنفرانس په پای کې، د هیواد خصوصي سکتور په استازیتوب د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه او موجودو سوداګرو پریکړه وکړه که چیرې د دوی غوښتنو ته پام ونشي او په اوسني وضعیت کې تغیرات څرګند نه شي, دوی به خپلې راتلونکې پریکړې اعلان کړي.
 
د کابل په شمال کې د تیرې شپې په اورلګیدنه کې، شاوخوا ۲۰۰ لاریو او د تیلو ټانکرونو اور واخیست چې لومړني راپورونه ښايې چې خصوصي سکتور ته يې شاوخوا ۲۰ ملیونه ډالره زیان رسولی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې د هېواد د ټرانسپورټ له وزیر ښاغلي قدرت الله ذکي سره د لیدنې په ترڅ کې د ټرانسپورټ سکتور او تیر سیستم ستونزو په اړه خبرې اترې وکړی.
 
په دی ناسته کې د اتاق د (TIR) مسؤل او د ټرانسپورټ په برخه کې د اتاق سلاکار ښاغلي امام محمد وریماچ هم ګډون درلود.
 
ښاغلي عطايې وویل "د ډیرو ستونزو سره سره، اتاق د تیر سیستم د تطبیق په برخه کې خپلې ټولې هڅې کړي دي."
 
ښاغلي عطايې د تیر سیستم تطبیق په برخه کې لاندی څو ځانګړو موارو ته اشاره د اشارې کولو ترڅنګ، د ټرانسپورټ وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه:
 
• د ټرانسپورټي شرکتونو، چلوونکو او هغو خلکو د مسلکي روزنې په موخه چې د تیر سیستم په عملي کولو کې رول لوبوي، د (IRU) انسټیټیوټ رامنځته کول
• د تیر پروژو د تخنیکي پروسو ګړندئ کول
• ددی پروژو د تطبیق په برخه کې د اتاق اعلام
• د تیر دویم ملي کنفرانس د په لاره اچولو او کارنت موضوع
 
ښاغلي قدرت الله ذکي په داسې حال کې چې ښاغلي عطايي او ورسره ملګري ټیم ته یې ښه راغلاست وویل، د تیر سیستم د تطبیق په برخه کې يې د ترانسپورټ وزارت یوه تخنیکي ټیم رامینځته کولو په تړاو د وزارت د چمتووالي ډاډ ورکړ. او د ټرانسپورټ او ترانزیت ستونزو د حل په برخه کې يې د خپلو کاري پروګرامونو او د سیمې هېوادونو د همکارۍ یادونه وکړه.
 
نوموړي د هیواد د ترانسپورټ او ترانزیت فعالیتونو په لاره کې اصلي ننګونې امنیتي ستونزې وبللې او د ترانسپورټ په سکتور کې د لویو پروژو په پلي کولو کې يې د خصوصي سکتور همکاري اړینه وبلله.
 
ښاغلي ذکي د یاد سیستم په پلي کولو او د هیواد د ترانسپورت او ترانزیتي ستونزو د حل په برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې د دوبۍ لپاره د افغان جنرال قونسل ښاغلي مسعود عزیزي سره د یوې آنلاین ناستې په ترڅ کې د افغانستان او عربي متحده اماراتو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا په تړاو خبرې اترې وکړی.

ښاغلي عزیزي د اتاق څخه د هېواد د صادراتي اقلامو فهرست غوښتنه وکړه ترڅو له مخې يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه یوه ښه کړنلاره جوړه او افغانې محصولات په اماراتو کې نندارې ته کیښودل شي.

نوموړي زیاته کړه "موږ ته اماراتو ته د صادرونکو ستونزې راپه ګوته کړئ ترڅو د له منځه وړلو په برخه کې يې کوټلي ګامونه پورته کړو."

ښاغلي عطايې وویل "اتاق د خصوصي سکتور د استازي په حیث د دوبۍ لپاره د افغان جنرال قونسل سره د نږدې همکارۍ په ترڅ کې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو لپاره ژمن دی."

ښاغلي عطایي وړاندیز وکړ چې د افغانستان - متحده اماراتو د سوداګرۍ او پانګونې اتاقونو تر منځ د سوداګرۍ ګډه شورا دی رامنځته کړی شي، او اتاق په دی برخه کې هرډول همکارۍ ته چمتو دی.

ښاغلي عطايې لاندی وړاندیزونه وکړل:
•    په اماراتو کې دی د افغان محصولاتو لپاره ترجیحي تعرفې په نظر کې ونیول شي
•    د افغان محصولاتو ستونزو د هواري لپاره دی د افغان جنرال قونسل سره آنلاین ناسته وشي
•    د افغان سوداګرو لپاره دی و ویزو په ترلاسه کولو کې لازمې آسانیتاوې رامنځته کړی شي
•    او د دوبۍ د بازارونو د اړتیاوو په اړه دی د اتاق سره مالومات شریک کړل شي


ښاغلي مسعود عزیزي د عربي متحده اماراتو د نوي قانون په نظر کې نیولو سره ژمنه وکړه، چې په اماراتو کې به افغان سوداګرو او پانګه والو ته لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې د مصر لپاره د افغان سفیر ښاغلي محمد محق سره د یوې آنلاین لیدنې په ترڅ کې د مصر او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې اترې وکړی.
 
ښاغلي شفیق الله عطایي د مصر سره د افغانستان د اوږدمهالو اړیکو د یادولو پرمهال، د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې په قاهره او کابل کې د نندارتونونو په لاره اچول، د افغانستان - مصر د سوداګرۍ ګډ اتاق جوړول، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریز تواصل لپاره کنفرانسونه په لاره اچول، او مصر ته د سوداګریز پلاوي سفر مهم او اړین وباله.
 
ښاغلي عطايې په مصر کې د افغانستان له سفیر څخه وغوښتل چې د افغانستان د صادراتو اړونده توکي چې د مصر په بازارونو کې ورته تقاضا موجوده ده په ګوته کړي او یا د افغانستان محصولاتو ته ترجیحي تعرفې رامینځته کړي، او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا ته لاره هواره کړي.
 
ښاغلي محمد محق د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په برخه کې د مصر د اړونده چارواکو سره د لیدنو او ګرویګنو څخه ډاډ ورکړ او په راتلونکې اونۍ کې يې د دواړو هېوادونو سوداګرو ترمنځ د یوه آنلاین کنفرانس جوړولو یادونه يې وکړه. نوموړي د سږ کال په سپټمبر کې د (افریقا فوډ) په نندارتون کې چې په قاهره کې به په لاره واچول شي، د افغان سوداګرو د ګډون او د افغاني محصولاتو نندارې ته د کیښودلو څخه ډاډ ورکړ.
 
په مصر کې د افغانستان سفیر زیاته کړه چې د مصري چارواکو سره په کتنه کې به له هغه هیواد څخه وغواړي چې د سویس کانال د افغان سوداګرو او پانګوالو د پانګونې لپاره یوه مناسب سیمه جوړ کړي او له افغان سوداګرو څخه یې هم وغوښتل چې د سویس کانال اړونده سیمو کې د ګډو پانګه اچوونو لپاره خپلې هلې ځلې وکړي.
 
د اتاق سرپرست رئیس او په مصر کې د افغانستان سفیر هوکړه وکړه چې له مصر سره سوداګریزې اړیکې پراخه کړي، د سوداګرۍ ګډ اتاق رامنځته، سوداګریز کنفرانسونه او نندارتونونه جوړ کړي او د تفاهم لیک د لاسلیک کولو لپاره سندونه تیار کړي.
 
مصر ته د افغانستان صادرات عبارت دي له وچې میوې، درملیزو بوټو او غالیو څخه او د دې هېواد څخه واردات عبارت دي له طبي وسایلو، درمل، ماشینري او بریښنايي توکي.

د افغانستان د درملیزو خدمتونو اتحاديې او د درملو واردوونکو شرکتونو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق، د عامې روغتیا وزارت او د ولسي جرګې د روغتیا کمیسیون سره د ګډو ناستو او خپلو غوښتنو د لاسته راوړلو په پایله کې د درملیزو خدمتونو د انحصاري کولو په تړاو خپل لس ورځنی کاري اعتصاب پای ته ورساوه.  

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند وویل "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له یوه پلوه د افغانستان د درملیزو خدمتونو اتحاديې د قانوني غوښتنو ملاتړ کړی او له بل پلوه يې د خلکو او مستهلیکینو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې هم ګړندي ګامونه پورته کړي دي.

ښاغلي مهمند په داسې حال کې چې د عامې روغتیا وزارت سره د افغانستان د درملیزو خدمتونو اتحادیې ستونزه حل کولو کې د ولسي جرګې د روغتیا کمیسیون همکارۍ څخه مننه وکړه، نوموړې ستونزه یې جدي او لویه وبلله او وی ویل چې دغې ستونزې همدې سکتور ته ډیرې ستونزې او ننګونې رامنځته کړی وه.
نوموړي زیاته کړه "د عامې روغتیا وزارت موافقه وکړه چې د درملیزو خدمتونو اتحادیې او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق غړیو څخه به یوه ګډه کمیټه رامنځته کړي ترڅو دوی د خپلو هغو غونډو چې په هرو ۴۵ ورځو کې به یو ځل دایریږي د نوموړي سکتور ستونزې حل کړي."

ښاغلي مهمند د درملیزو خدمتونو اتحاديې او درملو واردوونکو شرکتونو څخه وغوښتل چې د خلکو د اړتیاوو په پوره کولو کې په ځانګړی توګه د روژې په مبارکه میاشت کې خپلې هیڅ ډول هڅې او همکارۍ ونه سپموي او همدارنګه د دولت څخه يې وغوښتل چې د خپلو طرحو د عملي کولو څخه وړاندی دی د خصوصي سکتور سره پری سلا مشورې وکړي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د پنج شنبه په ورځ کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، د مهمند نړيوال دوه سوه بستريز روغتون پرانيست.  

په داسې حال کې چې د جمهوري رياست لومړي مرستيال، د ملي امنيت سلاکار، د چارو ادارې عمومي رئيس، د کابينې يو شمېر غړو، د کندهار والي او په ملي شورا کې د  یاد ولایت استازو د جمهوررئیس ملتيا کوله، جمهوررئیس غني د پردې په لیرې کولو سره مهمند دوه سوه بستريز پرانيست او د هغه له روغتیایي مسوولینو سره په جوړه شوې غونډه کې یې ګډون او وینا وکړ.

د غونډې په پيل کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستيال يونس مهمند وويل، سوداګرو ته د دولت له لوري د اسانتياوو رامنځته کول دوی په هيواد کې پانګونې ته هڅوي او دې برخې ته یې  د حکومت د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه وکړه.

د جمهوري ریاست عالي مقام لومړي مرستيال امرالله صالح د ياد روغتون د پرانيستې د مبارکۍ ترڅنګ وويل، حکومت له خصوصي سکتور سره نږدې اړيکې رامنځته کړي او په اقتصادي وده کې د دوی رول د ستايلو دی.  هغه زیاته کړه، په اوسنيو شرايطوکې پانګونه له وطن سره د مهمند ګروپ د مسوولينو مینه ښيي او له دې سره به د درملنې لپاره بهر ته د وړل کېدونکې پانګې مخه ونيول شي.

جمهوررئیس غني د هغوی د خبرو تر اورېدو وروسته ټولو هيوادوالو په ځانګړي ډول د کندهار خلکو ته د مهمند نړيوال روغتون د پرانيستلو د مبارکي پرمهال وويل، د مهمند روغتون جوړېدل د کمال خان بند په څېر د ټولو افغانانو لپاره د وياړ خبره ده.

د هيواد جمهوررئیس وويل، نن زموږ د روغتيا په تاريخ کې يو نوی فصل دی او د مهمند روغتون معياري خدمتونه او تجهيزات يې وستايل.

جمهوررئیس د کابينې غړو ته لارښوونه وکړه چې تر دې وروسته به ټول لوړپوړي دولتي مسوولين لومړی په مهمند روغتون کې درملنه کوي او که اړتيا وه بهر ته به د درملنې لپاره ځي.

جمهوررئیس له هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په اشارې وویل، نور د جګړې لپاره دلايل ختم دي او پر طالبانو يې غږ وکړ چې راشي او په افغاني همت، يووالي، اراده او درک دا وطن جوړ کړو.

جمهور رئیس غني د خپلو خبرو په پای کې وويل، مهمند روغتون د نوي کندهار انځور دی او د دغه روغتون د مسوولينو ټولو غوښتنو او وړانديزونو ته به رسيدګي وشي.

د مهمند نړیوال روغتون د پرانیستې په اړه د جوړو شویو مراسمو په پای کې د مهمند ګروپ رهبرۍ غړو او د کندهار قومي مشرانو جمهور رئیس ته د عزت پګړۍ ور په سر او چپن ډالۍ کړه.

مقالات دیگر...