د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د څارونکي پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د رخت سکتور یو شمیر سوداګرو په چین کې میشت افغان سوداګرو شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړی.
 
د رخت واردوونکو اتحاديې رئیس ښاغلي عبیدالله د هغو ۳۰۰ سوداګرو چې د چین سره کاروبار لري شتو ستونزو په اړه د خبرو کولو ترڅنګ، وویل "د چین له خوا د ویزو نه اجرا کول ددی سوداګرو د کاروبار د ودریدو، د دوی د کورنیو نا معلوم برخلیک او ډیرو نورو ستونزو سبب ګرځیدلی دی."
 
ښاغلي عبیدالله د اتاق د مشرتابه څخه د شتو ستونزو له منځه وړلو برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي مهمند د سوداګرو ستونزو اوریدو، تائید او داچې د چین حکومت له خوا دا موضوع په سیمه ایزه او نړیواله کچه د اجرا په درشل کې ده، وویل "یادې ستونزې ته د پای ټکي کیښودو په موخه د اتاق مشرتابه پلاوي تردی دمه ډیر ګامونه پورته کړي دي او هڅه کوي چې د کورنیو چارو وزارت په همکارۍ سره یاده ستونزو له منځه ویسي."
 
د ناستې په پای کې، ښاغلي مهمند یاده موضوع د تیلفون له لارې د کورنیو چارو وزیر ښاغلي محمد حنیف اتمر سره شریکه او د هغه له لوري ورته د همکارۍ ژمنه ورکړل شوه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک د (Board PAC) شرکت له مسؤلینو هر یو ښاغلي سیسکا پناپولو او ښاغلي چمیلیکا ویجوردني سره د آنلاین لیدنې په ترڅ کې د نوموړي شرکت د ډیجیټلي سیسټم څخه په ګټې اخیستنې د اتاق د مدیره پلاوي او اجرائیه کمېټې آنلاین ناستو جوړولو په اړه خبرې وکړی.
 
ښاغلي هوتک د (Board PAC) مسؤلینو لیوالتیا ددی ناستې په اړه او د اتاق سره د دوی همکاري وستایله او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق فعالیتونو په اړه يې ورته هر اخیز معلومات وړاندی کړل. همدارنګه، د اتاق د موجوده وړتیاوو او په ۲۱مه پیړۍ کې د اتاق د فعالیتونو ډیجیټل کولو په ارزښت يې خبرې وکړې.
 
د (Board PAC) مسؤلینو خوښي څرګنده کړه چې اتاق ددوی د سیسټم څخه ګټه پورته کوي او د دوامدارې همکارۍ او آزمایښتي آنلاین ناستو جوړولو په موخه يې د تفاهملیک لاسلیکول اړین وبلل.
د مدیره پلاوي او اجرائیه کمېټو ناستو کې ددی آنلاین سیستم څخه ګټه اخیستنه د وخت سپما، آسانه ګټې اخیستنې، د اسنادو محرمیت، د بیروکراسۍ څخه د مخنیوي او د پلاوي په بیړنیو پریکړو کې د آسانتیا رامنځته کیدا سبب ګرځي.
 
په پای کې، ښاغلي هوتک د اتاق او (Board PAC) شرکت ترمنځ د تفاهملیک طرحه وستایله او په دی برخه کې يې د اتاق د هر ډول همکارۍ څخه ډاډ ورکړ.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په کابل کې د میشت سعودي عربستان سفارت له شاژدافر او سرپرست بدر ابراهیم سره د لیدنې په ترڅ کې د سوداګریزو اړیکو پراختیا او سعودي عربستان ته د صادراتو په اړه خبرې اترې وکړی.
 
ښاغلي مهمند له ښاغلي بدر ابراهیم سره د سعودي عربستان سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا په ځانګړې توګه د افغانستان د تازه او وچو میوو، زعفران او جلغوزیو صادراتو، او همدارنګه د ځمکې هوا له لارې له سعودي عربستان څخه د خرما د وارداتو په اړه خبرې وکړی.
 
ښاغلي مهمند د بدر ابراهیم څخه د سوداګریزو اړیکو پراختیا په موخه د همکارۍ تفاهملیک لاسلیک او افغاني صادراتي اقلامو لپاره د ترجیحي تعرفو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار او ورسره پلاوي اسپانيي ته د سفر په ترڅ کې په اسپانیه کې میشت افغان سفیر او استازي ښاغلي همایون رسا سره ولیدل.
 
ښاغلي احمدیار د افغانستان او اسپانيي ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا په برخه کې د ښاغلي رسا هڅې وستایلې او زیاته يې کړه چې د اسپانيي لپاره افغان سفارت وروستۍ کړنې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د اړیکو د پراختیا، اسپانیه کې افغاني صادراتو ته د لاسرسي، د ګډو پانګه اچونو په موخه د بالقوه فرصتونو د پیژندنې او د افغانستان – اسپانيي ګډ سوداګریز اتاق رامنځته کیدو سبب ګرځیدلې دي.
 
ښاغلي رسا د افغانستان او اسپانيې ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا په برخه کې د شتو فرصتونو په اړه د خبرو کولو ترڅنګ، وویل اسپانیه د افغاني صادراتي توکو لپاره بالقوه مارکیټ دی. او اسپانيي لپاره افغان سفارت ژمن دی، چې افغاني صادراتي توکو لپاره په اسپانیي کې لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي.
 
ښاغلي رسا زیاته کړه، دوه اړخیزې سوداګریزې اړیکې د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ کې د ورګډیدو یوه ښه لاره ده. او اسپانیه د افغاني صادارتو لپاره یو ښه بازار دی.
 
د افغانستان غالۍ، زعفران، وچې او تازه میوې، قیمتي او نیمه قیمتي کاڼي د اسپانيي مارکیټونو لپاره افغاني بالقوه صادراتي توکي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د مدیره پلاوي د پانګه اچونې مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د مدیره پلاوي غړیو هر یو جان آقا صادقي او احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د نړیوالو اړیکو او صادراتو ډیپارټمنټونو مسؤلینو د مصر لپاره افغان سفیر ښاغلي محمد محق سره په آنلاین ډول ناسته وکړه.
 
په دی ناسته کې، د مختلفو سکتورونو لکه: روغتیا، بریښنايې توکو، طبي بوټو او وچو او تازه میوو څخه ۳۰ افغان او ۱۵ مصري سوداګرو ګډون کړی وه.
 
ښاغلي محق د افغانستان او مصر پخوانیو اړیکو، دوستۍ او ورور ګلوۍ ته د اشارې کولو ترڅنګ، وویل "د افغانستان د اوسني نظام رامنځته کیدو سره سم، مصر لومړنی عربي او اسلامي هېواد وه چې په افغانستان کې يې خپل سفارت پرانسته او د افغانستان په پراختیا په ځانګړی توګه په علمي او تحصیلي برخو کې يې برخه واخیسته."
 
ښاغلي محق د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري کمه وګڼله او زیاته یې کړه "اوس ددی وخت رارسیدلی چي د دواړو هېوادونو سوداګریزې اړیکي لا پسې پراخه او د دواړو هېوادونو سوداګر او پانګه وال پانګه اچونې ته لاسونه بډ وهي."
 
ښاغلي محق په دی برخه کې د خپلې همکارۍ څخه ډاډ ورکولو ترڅنګ، زیاته کړه "ددی پروسې دوام او بشپړتیا مسؤلیت د خصوصي سکتور، سوداګرو او د دواړو هېوادونو کمپنیو په غاړه دی."
ښاغلي مهمند وویل "افغانستان له اوږدې مودې راهیسې له مصر سره مذهبي، کلتوري او فرهنګي مشترکات لري او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق غواړي له دغه هیواد سره سوداګریزې اړیکې پراخه کړي." نوموړي زیاته کړه "که څه هم افغانستان په تیرو وختونو کې له مصر سره سوداګري کوله مګر شمیرنې ښايي چې دا سوداګري لږه ده او باید ډیره شي."
 
ښاغلي مهمند د خپلو خبرو په اوږدو کې وویل "افغانستان په تیرو ۲۰ کلونو کې د اقتصادي او پانګوونې په سکتورونو کې د ډیرو لوړو بدلونونو څخه راوتلی او اوس دغه هیواد د مصري سوداګرو لپاره یو فرصت ګرځیدلی چې له دې فرصت څخه په ګټې اخیستنې له افغانستان سره ښې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې ولري."
 
ښاغلي مهمند ټینګار وکړ چې افغانستان د تریلیونونو ډالرو په ارزښت د ځمکې لاندی ذخیرې لري نو په همدی اساس اړتیا ده چې د سوداګریزو اړیکو پراختیا په موخه، د افغانستان او مصر ګډ اتاق رامنځته او د نظرونو تبادلې په موخه دا ډول ناستې جوړی کړی شي.
 
ښاغلي مایل احمدي وویل "موږ لیواله یو چې د مصر سره د خوراکي موادو په ځانګړی توګه د غوړیو په برخه کې سوداګري وکړو." ښاغلي احمدي زیاته کړه " که چیرې د مصر سوداګر لیوالتیا وښايي، نو دوی کولی شي چې د لمر ګلي له ګلانو څخه جوړ شوي روسي تیل د دوی لپاره صادر کړي، او هغوی د افغان ښاریانو د اړتیاو وړ مواد چمتو او افغانستان ته يې صادر کړي."
 
ښاغلي شینوزاده وویل "سره ددی چې افغانستان د پاکستاني او هندي درملو لپاره یو ښه بازار دی، لیواله یو چې د مصري با کیفیته او مناسب قیمت لرونکو درملو په برخه کې د مصر سره هم سوداګري وکړو."
 
د غونډې په پای کې، د دواړو هېوادونو سوداګرو خپل شرکتونه معرفي کړل او د هغوی د صادراتو په اړه یې خبرې وکړی. د دواړو هېوادونو د بازارونو ارزونې وروسته، افغان او مصري سوداګرو ټینګار وکړ چې افغانستان ته د هغه هیواد څخه د بریښنایی وسایلو، خوراکي توکو او یو شمیر نورو توکو واردولو کې لویه لیوالتیا شتون لري، او که مصري سوداګر هم لیواله وي، نو مصر ته صادراتو لپاره چمتو دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال او د حاجي ګل آغا پرواني بنسټ رئیس ښاغلي خیرالدین مایل احمدي او د نبي زاده خیریه بنسټ رئیس ښاغلي کمال نبي زاده د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر ښاغلي وحید مجروح سره د تفاهم په پایله کې، د ازبیکستان هېواد څخه پیرودلې د اکسیجن ۲۰۰ ډبې په کابل کې د کویډ – ۱۹ روغتونونو ته په وړیا ډول وویشلې.

مقالات دیگر...