د کویډ – ۱۹ دریمې څپې په راتلو سره د هېواد په روغتونونو کې د اکسیجن کموالی رامنځته شو، چې له نیکه مرغه دوست هېواد ازبیکستان ۱۰۰۰ ډبې اکسیجن افغانستان ته د هدیي په ډول ورکړ.
 
په همدې لړۍ کې، د اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي او د ښاغلي کمال الدین نبي زاده په مشرۍ بشیر نوید ګروپ د ازبیکستان خصوصي فابریکو څخه ۵۰۰۰ اکسیجن ډبې وپلورلې، چې له دی جملې څخه به هره ورځ د ۳۰۰ نه تر ۳۵۰ ډبو پوری افغانستان ته انتقال او د کویډ – ۱۹ روغتونونو ته به په وړیا ډول ویشل کیږي.
 
دا کړنه په داسې حال کې د عمل جامه اغوندي، چې د غبرګولي په ۲۵ نیټه ښاغلي مایل احمدي د بلخ ولایت عامې روغتیا رئیس او کویډ – ۱۹ روغتون سرطبیب نظرونه او وړاندیزونه واوریدل.
 
ښاغلي مایل احمدي په ترمز کې میشت افغان قونسل او د اکسیجن تولیدوونکې خصوصي فابریکې له رئیس سره په دوه جلا ناستو کې، د کار د کیفیت او اکسیجن ډبو سریع انتقال په برخ کې ډاډ ترلاسه کړ.
 
د یادونې وړ ده، چې ښاغلی مایل احمدي هېواد ته د لا ډیرو اکسیجن ډبو انتقالولو په تکل کې دی، ترڅو وکولی شي، د اکسیجن کمښت په برخه کې د هېواد اړتیاوې پوره کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د اتاق نړیوالو اړیکو مسؤل د (NOMAD) شرکت رئیس ښاغلي سلیټر (Slater) او د (YES) شرکت له رئیس ښاغلي شمیم احمد شهادت یار سره د لیدنې په ترڅ کې په کابل کې د یوه نندارتون په لاره اچولو په اړه خبرې اترې وکړی.
 
ښاغلي عطايي ښاغلي سلیټر او ښاغلي شمیم احمد شهادت یار ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د اتاق د نندارتونونو څانګې فعالیتونو په اړه مالومات وړاندی او د جوړیدونکي نندارتون په اړه يې د اتاق د تیاري او همکارۍ یادونه وکړه.
 
ښاغلي عطايي زیاته کړه "موږ به د هېواد او سیمې په کچه سوداګرو ته د عامه پوهاوي ورکولو ترڅنګ، دوی وهڅوو ترڅو په دی جوړیدونکي نندارتون کې د ګډون ترڅنګ خپل محصولات نندارې ته وړاندی کړي."
 
ښاغلي عطايي د خپلو خبرو په اوږدو کې وویل چې په دی نندارتون کې به د هېواد د مختلفو سکتورونو څخه سوداګریز او تولیدي شرکتونه خپل محصولات نندارې ته وړاندی کړي چې له امله به يې افغاني تولیدات په نړیوالو بازارونو کې د یوه ښه ځای څښتنان شي.
 
د (NOMAD) شرکت رئیس ښاغلي سلیټر (Slater) او د (YES) شرکت رئیس ښاغلي شمیم احمد شهادت یار ددی نندارتون د په لاره اچولو برخه کې د اتاق په همکارۍ ټینګار وکړ.
 
دوی هیله څرګنده کړه چې په دی نندارتون کې به د خصوصي سکتور محصولاتو نندارې ته د کیښودو ترڅنګ، د دولتي مسؤلینو سره د یوې ناستې په ترڅ به د خصوصي سکتور په شتو ستونزو او ننګونو خبرې اترې وکړي، ترڅو د حل بنسټیزې لارې چارې ورته ولټوي.
 
د ناستې په پایله کې، دواړو خواو د همکارۍ یوه تفاهملیک په لاسلیکولو ټینګار وکړ او وی ویل چې په نږدی راتلونکي کې به ددی نندارتون د په لاره اچولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د مدیره پلاوي پانګه اچونې مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي د رخت پلورونکو اتحاديي له رئیس ښاغلي حاجي عبید او یو شمیر نورو سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې ددوی د شتو ستونزو او افغان سوداګرو ته د چین ویزو نه ورکولو په اړه خبرې اترې وکړی.
 
ښاغلي مهمند ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، وویل "افغان سوداګرو ته د چین ویزې نه ورکول دوی د یو لړ ننګونو سره مخ کړي دي او ددی ستونزې د له منځه وړلو په موخه باید ژر تر ژره د چین سفارت او د نوموړي هېواد سوداګریز قونسل سره خبرې وشي."
 
ښاغلي مهمند د رخت پلورونکو اتحاديي رئیس او نورو سوداګرو سره ژمنه وکړه چې اتاق به ددوی دی ستونزې ته د پای ټکي کیښودلو په موخه یوه آنلاین ناسته د چیني مقاماتو، دولتي سکتور مسؤلینو، کابل کې د چین میشت سفیر، په چین کې میشت افغان سفیر او یو شمیر سوداګرو په ګډون ترسره او شتو ستونزو ته به د حل لارې چارې ولټوي.
 
ښاغلي صافي د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزو اړیکو کې شته ستونزې تاید او زیاته يي کړه چې د کرونا ویروس د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګریزو اړیکو خورا بده اغیزه کړی ده. ښاغلي صافي هیله څرګنده کړه چې د کرونا ویروس په له منځه تلو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې یو ځل بیا غښتلې او د ویزو ستونزه به له منځه ولاړه شي.
 
ښاغلي حاجي عبید او نورو سوداګرو د چین له لوري افغان سوداګرو ته د ویزو نه ورکول جدي ستونزې بللو ترڅنګ، زیاته کړه چې د اوږدې مودې راهیسې د ۲۵۰ سوداګرو سوداګریز توکي په چین کې د ویزو نشتون له امله بند دي او تراوسه ددی ستونزې د له منځه وړلو په برخه کې هیڅ ګام نه دی پورته شوی.
 
دوی د خپلو خبرو په جریان کې وویل "موږ د خپلو ستونزو حل په موخه څو وارې د بهرنیو چارو وزارت له مسؤلینو سره اړیکې نیولي دي خو د هغوی کړنې بسنه نه کوي. موږ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق هغو هڅو چې زموږ د ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې یې ترسره کوي، د زړه له کومي ستاینه او مننه کوو".

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي پانګه اچونې مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړیو هر یو خان جان الکوزي او احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي او د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک د هندوستان لپاره افغان سفیر ښاغلي فرید مامونزي سره د لیدنې په ترڅ کې په ټرانزیټ او سوداګرۍ کې د شتو ننګونو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند وویل "ّپه واګه بندر کې شته ستونزې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو په برخه کې جدي ننګونه ده او د له منځه وړلو په برخه کې يي باید کوټلي ګامونه پورته کړی شي."
ښاغلي مهمند د خپلو خبرو په اوږدو کې وویل چې د وچو او تازه میوو صادروونکي هم هندوستان ته د خپلو محصولاتو په صادرولو کې له یو لړ ستونزو سره مخ دي چې باید له منځه ولاړې شي او دا چې یو شمیر افغان سوداګر د هندي شرکتونو سره حقوقي او پولي ستونزې لري، د افغانستان د سوداګریزو شخړو حل مرکز سره په همغږۍ کې به ورته د حل لارې چارې ولټول شي.


ښاغلي مهمند د هندوستان لپاره افغان سفیر څخه وغوښتل چې د کابل او ډهلي ترمنځ د سودګریزو اړیکو پراختیا او چابهار بندر کې د پانګه اچونې لپاره زمینه برابره او نوموړي بندر او خصوصي سکتور ته ډیره پاملرنه وکړي.
ښاغلي مهمند د ښاغلي مامونزي څخه د هغو هڅو او فعالیتونو په تړاو چې د خصوصي سکتور ستونزو په له منځه وړلو کې يي ترسره کړي دي، مننه او ستاینه وکړه.  

ښاغلي صافي د ویزو صادرولو په برخه کې شتو ستونزو ته د اشارې کولو ترڅنګ، د ښاغلي مامونزي څخه وغوښتل چې د ویزو په برخه کې شتو ستونزو ته د پای ټکي کیښودلو په موخه د هغه هېواد اړونده مسؤلینو سره خبرې وکړي او دی ستونزې ته د پای ټکی کیږدي.

ښاغلي باز او خان جان الکوزي او واګه بندرونو له لارې هندوستان ته د سوداګریزو توکو لیږد په برخه کې شتو ستونزو ته د اشارې کولو ترڅنګ، وویل چې د چابهار بندر په دی ننګونو د برلاسي بهترینه لاره ده.

ښاغلي عطايي وویل "ّپه واګه بندر او پولي خدمتونو برخه کې شتو ستونزو حل په موخه باید افغان – هندوستان ګډ اتاق رامنځته او په هندوستان کې د پولي خدمتونو مرکز تآسیس کړی شي."

ښاغلي عطايي زیاته کړه "د سوداګریزو اړیکو پراختیا لپاره اړینه ده چې په چابهار بندر کې لازمې آسانتاوې رامنځته کړی شي."

ښاغلي مامونزي ژمنه وکړه چې یادو ستونزو د له منځه وړلو او سوداګریزې پراختیا رامنځته کیدا په برخه کې به ګړندي ګامونه پورته کړي. ښاغلي مامونزي د خپلو خبرو په جریان کې وویل چې نوموړي افغان سوداګرو ته د اوږدمهاله ویزو ترلاسه په برخه کې د هندوستان اړونده مسؤلینو سره خبرې کړي او هغوی افغان سوداګرو ته په ۲ او ۳ کلنو سوداګریزو ویزو صادرولو توافق کړی دی.

نوموړي د دولت په لوړه کچه له هند سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا په برخه کې د جدي توجه غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته حکومت مکلف دی چې د خصوصي سکتور لپاره د پانګونې او سوداګرۍ لپاره ښه چاپیریال برابر کړي.

د ناستې په پای کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي په هند کې د افغان سفیر هڅې هغه ته د یوه ستاینلیک په ورکولو سره وستایلې.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي د ترکیی میشت افغان سوداګرو انجمن د پالیسۍ مرستیال ښاغلي سید معروف سادات سره د لیدنې په ترڅ کې د سوداګریزو اړیکو پراختیا او په افغانستان کې د پانګه اچوونې لپاره د پانګه اچوونکو هڅولو په اړه خبرې اترې وکړی.
 
په دی ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ مسؤل هم ګډون درلود.
 
ښاغلي عطايي وویل "ترکیه په اقتصادي برخه کې تل دوست او همکار هېواد پاتی شوی دی او اړتیا ده چې دا سوداګریزې اړیکې لا پسې غښتلې کړی شي."
 
ښاغلي عطايي زیاته کړه "اوسمهال د افغانستان او ترکيي ترمنځ سوداګریزې اړیکی شتون لري خو د ستونزو څخه خالي نه دي او دی ته اړتیا ده چې په دی برخه کې لازمې آستانتیاوې رامنځته او شته ستونزې له منځه یووړل شي."
 
ښاغلي عطايي د خپلو خبرو په پای کې د ښاغلي سادات څخه وغوښتل ترڅو یوه داسې سوداګریزه ناسته کې چې د دواړو هېوادونو سوداګر پکې ګډون ولري، جوړه افغاني محصولات نندارې ته کیښودل شي.
 
ښاغلي سادات د ښاغلي عطايي خبرو تاییدولو ترڅنګ، وویل "موږ د ترکيي سوداګریزې آتشې سره د روان زیږدیز کال سپټامبر په ۱۵ د یوې سوداګریزې ناستې جوړولو په اړه خبرې کړي او د ترکيې سوداګریزې آتشې خپله موافقه څرګنده کړی ده."
 
د ښاغلي سادات په وینا په دی ناسته کې به په شتو ننګونو د برلاسي حاصلولو او فرصتونو څخه په سم ډول د ګټې اخیستو په اړه خبرې اترې وشي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ او افغانستان – پاکستان ګډ اتاق مسؤلینو د افغانستان ارزښتمن زنځیر پروژې له رئیس ښاغلي وان استرادا سره د یوې آنلاین لیدنې په ترڅ کې په خصوصي سکتور کې د شتو ننګونو او فرصتونو په اړه خبرې اترې وکړی.
 
ښاغلي عطايي وویل "ّپه شتو ننګونو د برلاسي حاصولو په موخه د اتاق او نړیوالو مرستندویه ادارو ترمنځ ګډه همکاري لازمي ده."
 
ښاغلي عطايي زیاته کړه "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ټولو ګاونډیو او هغو هېوادونو ته چې افغاني محصولاتو ته اړتیا لري، د یوې نوې کړنلارې په رڼا کې خپل صادرات کوي."
 
دواړو لورو د APTTA تړون او TIR پر مسلو په ځانګړی توګه د TIR په دویم ملي کنفرانس چې د اتاق له لوري به په نږدی راتلونکی کې په کابل کې په لاره واچول شي خبرې وکړې او د پاکستان او مرکزي آسیا له لارې د سوداګریزو توکو په لیږد يې ټنیګار درلود.
 
ښاغلي استرادا وویل " د افغانستان ارزښتمن زنځیر پروژه – ارزښتمن کرنیز محصولات (USAID- (AVC-HVE د سوداګرۍ او صنعت وزارت او د پاکستان په چارو کې د ولسمشر سلاکار سره په نږدی همکارۍ تطبیق کیږي او د سوداګرۍ د پراختیا په موخه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره همکاري یو لازم شرط دی."
 
د افغانستان ارزښتمن زنځیر پروژه – ارزښتمن کرنیز محصولات (USAID-AVE-HVE) د امریکا متحده ایالاتو نړیوالې پراختیايي ادارې USAID له لوري تمویل او د دریو کلونو ارهیسې د DAI په واسطه پلی کیږي.

مقالات دیگر...