• English
  • دری

Sidebar

  • English
  • دری

اصلی منو

  • نور
    • زېرمتون
    • سوداګريزی مزایدی
    • څيړنې او مطالعې
  • لومړۍ پاڼه
  • زموږ په اړه
    • اتاق
    • مديره پلاوی
    • اتاق په ملي کچه
    • اتاق په نړیواله کچه
    • اساسنامه
    • د اتاقونو د چارو د تنظیم قانون
  • خدمتونه
    • نړیوالې اړیکې
    • د صادراتو او پانګونی پراختيا
    • له دولت سره د اړیکو او حقوقي خدمتونه
    • د TIR د کارنټ صدور
  • غړيتوب
    • د غړيتوب ګټې
  • ولايتي خبرونه
  • خپرونې
    • مجلې
    • خبرپاڼې
    • سوداګريزې رسالې
    • مطبوعاتي اعلاميې
  • تقنیني اسناد
    • قوانین
    • پالیسۍ
    • د کیفیت معیارونه
    • لارښوونې
  • ویزه
  • نندارتون
  • موږ سره اړيکې
اتاق تجارت و سرمایه گذاری افغانستان اتاق تجارت و سرمایه گذاری افغانستان اتاق تجارت و سرمایه گذاری افغانستان آواز رسای سکتور خصوصی

د خصوصی سکټور اوچت غږ

30
چهارشنبه, سپتامبر
9 New Articles
  • نور
    • زېرمتون
    • سوداګريزی مزایدی
    • څيړنې او مطالعې
  • لومړۍ پاڼه
  • زموږ په اړه
    • اتاق
    • مديره پلاوی
    • اتاق په ملي کچه
    • اتاق په نړیواله کچه
    • اساسنامه
    • د اتاقونو د چارو د تنظیم قانون
  • خدمتونه
    • نړیوالې اړیکې
    • د صادراتو او پانګونی پراختيا
    • له دولت سره د اړیکو او حقوقي خدمتونه
    • د TIR د کارنټ صدور
  • غړيتوب
    • د غړيتوب ګټې
  • ولايتي خبرونه
  • خپرونې
    • مجلې
    • خبرپاڼې
    • سوداګريزې رسالې
    • مطبوعاتي اعلاميې
  • تقنیني اسناد
    • قوانین
    • پالیسۍ
    • د کیفیت معیارونه
    • لارښوونې
  • ویزه
  • نندارتون
  • موږ سره اړيکې
خبرونه

د ټرانسپورټ او ټرانزېټ د تخصصي کمېټې ناسته ترسره او په کې د ټرانسپورټي او بارچلونکو شرکتونو د اتحادیو ترمنځ د همکاريو هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

سې‌شنبه، د تلې ۷مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ټرانسپورټ او ټرانزېټ د تخصصي کمېټې ناسته د دې کمېټې د رئیس ښاغلي الحاج ګلمیر امیني په مشرۍ ترسره شوه.
په دې ناسته کې د ټرانسپورټ او ټرانزیټ د تخصصي کمېټې مرستیال ښاغلي غلام‌فاروق نبي‌زاده او د افغانستان د ټرانسپورټي شرکتونو د اتحادیې او د بارچلونکو شرکتونو د اتحادیې یو شمېر مسؤلینو او غړو ګډون کړی و.
ګډونوالو په دې ناسته کې د ټرانسپورټ، ټرانزېټ او بارچلونې له سکټورونو سره د اړوندو ۳۸ موضوعاتو او اجنډاوو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه او په دې برخو کې د وضعیت د ښه‌والي او د شته ستونزو د حل په موخه یې مشخص وړاندیزونه وکړل.
د ټرانسپورټي شرکتونو او نقلیه وسایطو معیاري کول، د باروړونکو وسایطو د مالکانو او چلوونکو د ظرفیت لوړول او هغوی ته د مسلکي او نوې روزنې فرصت برابرول په ځانګړي ډول د درنو وسایطو چلوونکو لپاره، د هېواد په سوداګریزو بندرونو او سرحدي دروازو کې د شته ستونزو او محدودیتونو حل، د ځمکني ټرانسپورټ او لوجسټیکي سکټور پیاوړتیا او د رېل‌پټلۍ د ټرانسپورټي خدمتونو پراختیا د دې ناستې له مهمو بحث شوو موضوعاتو څخه وو.
همدارنګه د مسافر وړونکو ټرمینلونو معیاري کول، د افغانستان د نړیوالو ټرانسپورټي ستونزو حل، د بارچلونې په شبکو کې د ظرفیت لوړول، د لوجستیکي خدمتونو او مسافر وړونکي ټرانسپورټ پراختیا او له معتبرو او معیاري نړیوالو شبکو سره د دغو شبکو د نښلولو زمینه برابرول د ګډونوالو د بحث نور مهم موضوعات وو.
د ناستې په دوام کې د همغږۍ پیاوړتیا، د فعالیتونو لا ښه تنظیم او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د افغانستان د ټرانسپورټي شرکتونو سراسري اتحادیې او د ټرانزیټ او بارچلونې شرکتونو اتحادیې (افکو) ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ټرانسپورټ او ټرانزیټ د تخصصي کمېټې مسؤلینو هیله څرګنده کړه، چې د دغه هوکړه‌لیک لاسلیک به د اړوندو اتحادیو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ او همکارۍ، د شته ستونزو د اغېزناکې حل‌لارې موندنې او د هېواد د ټرانسپورټ، ټرانزیټ او لوجستیک په برخو کې د معیاري او منظم خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي.
خبرونه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشرتابه څخه د وچې مېوې سوداګرو او صادروونکو ملاتړ.

سې‌شنبه، د تلې ۷مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي او د وچې مېوې د صادرونکو اتحادیې رئیس الحاج عبدالقاسم امرخېل د وچې مېوې له ګڼ شمېر سوداګرو او صادرونکو سره یو ځای د خونې له سټراټیژیکو چارو مرستیال ښاغلي مجیب‌الرحمن شېرزاد او د مدیره پلاوي غړي او د خونې د ټرانسپورټ تخصصي کمېټې رئیس الحاج ګلمیر امیني سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.
په دې لیدنه کې د وچې مېوې د صادرونکو اتحادیې رئیس او ګډونوالو سوداګرو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې څخه خپل ملاتړ او باور څرګند کړ او د خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سیدکریم هاشمي د مشرۍ او مدیریت، د خصوصي سکټور ملاتړ، د سوداګرو ټولنې د ګټو دفاع او د هېواد د سوداګرۍ او صادراتو پراختیا په برخه کې د نوموړي د هڅو ستاينه وکړه.
هغوی همدارنګه د سوداګرو د ستونزو پر تعقیب د سوداګریزو اسانتیاوو پر رامنځته کولو او له هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو په پیاوړتیا کې د خونې رول مهم وباله او د اتحادیو، صادرونکو او د خونې د مشرتابه ترمنځ یې د لا دوامدارې همکارۍ او همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.
په مقابل کې د خونې مسؤلینو د سوداګرو ټولنې له ملاتړ او باور څخه په مننې د صادرونکو د ستونزو حل، د صادراتو بهیر د اسانولو او د افغانستان محصولاتو لپاره د بازارونو پراختیا په موخه پر خپلو دوامدارو هڅو ټینګار وکړ.
1  of  2 Previous Next
خبرونه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د روسیې د سوداګرۍ شورا له رئیس سره ولیدل.

خبرونه

د DHL شرکت استازي سره د خونې د مسؤلینو لیدنه.

خبرونه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي د نوي غړي معرفي کېدل.

د چين له سفير سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د خدای په امانۍ ليدنه

د امام ابوحنیفه (رح) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون د چمتووالي چارو چټکتیا په موخه د همغږۍ ناسته وشوه.

د افغانستان د اتلانو لیګ په سیالیو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس او مشرتابه پلاوي ګډون.

د عمومي ریس ژوندلیک

 
 
 
Exhibition Logo

د امام ابو حنیفه (رح) پنځم ملي او نړیوال نندارتون

 
۱۵ تر ۲۱ تلې ۱۴۰۵
د افغانستان د نړیوال نندارتون مرکز، کابل
نور معلومات ←

د ولايتي اتاقونو خبرونه

ولايتي خبرونه

ولايتي خبرونه

نندارتون ته رابلل شوي ایراني پلاوي هلمند ته سفر وکړ

ولايتي خبرونه

د کابل د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رهبرۍ پلاوي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له عمومي رئیس سره لیدنه

ولايتي خبرونه

د کابل د سوداګرۍ او پانګونې خونې د اجرائیه کمېټې د درېیم دورې اوولسمه غونډه ترسره شوه

  • د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس وینا د اجرائیه کمېټې په څوارلسمه غونډه کې

     
  • د امام ابو حنيفه (رح) پنځم ملي او نړيوال نندارتون د اقتصادي فرصتونو موندلو لوی پروګرام دی

  • د امام ابو حنيفه پنځم ملي او نړيوال نندارتون لپاره چمتووالی په چټکۍ دوام لري

  • د امام ابوحنیفه (رح) د پنځم نندارتون د جوړولو لپاره چمتووالی

اتاق تجارت و سرمایه گذاری افغانستان اتاق تجارت و سرمایه گذاری افغانستان آواز رسای سکتور خصوصی

خدمتونه

نړیوالې اړیکې

د صنايعو او پانگونې پراختيا

له دولت سره د اړیکو او حقوقي خدمتونه

د تېر کارنټ صادر کول

غړيتوب

غړيتوب

غړيتوب گټې

خواله رسنۍ

  فېسبوک

  ایکس پاڼه

  انسټاګرام

  یوټیوب

پته

حضوري چمن, کابل نندارې,
کابل - افغانستان

 د اړیکې شمېره: 0700297718
برېښنالیک: info@acci.org.af

.Copyright © ACCI. All Rights Reserved