د عمومي ریس ژوندلیک

ښاغلی توکل احمدیار د الحاج شاه بدل زوی په ۱۳۵۷ هجري لمریز کال کې په پنجشیر ولایت کې په یوه متدینه او روښانفکره کورنۍ کې زیږیدلی دی. د غلام حیدر خان عالي لیسې څخه فارغ شوی دی. دا چې ښاغلي احمدیار د سوداګرۍ سره ډیره لیوالتیا درلوده، نو په ژڼکیتوب کې يي د سوداګرۍ په نړۍ کې پل کیښود. په ۱۳۸۳ هجري لمریز کال کې يې د احمدیار د نفتي موادو وارداتي شرکت تاسیس کړ.

د احمدیار ګروپ شرکت بنسټ کیښودو وروسته يې د سوداګرۍ په نړۍ کې د سترو لاسته رواړنو ترڅنګ د کاري فرصتونو په پیداکونې، د نفتي موادو په معیاري کونې او د هیواد په بیارغونه کې فعاله ونډه درلودی ده. ښاغلي احمدیار د احمدیار ګروپ شرکت له لارې په لس ګونه زره ښاریانو ته کاري فرصتونه پیداکړي دي.

دغې خیرخواه او پیژندل شوی څیرې په ۲۰۰۵ کال کې د احمدیار خیریه بنسټ تاسیس کړ. نوموړي په خیریه او عام المنفعه کارونو تل فعاله ونډه درلودلې ده. ښاغلي احمدیار د هیواد په جوړونه، اوبلن ګاز او نفتو سکتور په معیاري کونه، او د سیمې او نړۍ د هیوادونو سره د سوداګریزو اړیکو په پراختیا کې ګټور ګامونه پورته کړي دي.

ښاغلي احمدیار د آسیايې او اروپايې هیوادونو څخه د نفتي او ساختماني موادو او سوداګریزو توکو د واردولو له لارې په افغانستان کې د پانګه اچونې موجود فرصتونه د سیمې او نړۍ بازارونو ته ورپیژندلي او آسیايې او اروپايې سوداګر يې په بیلابیلو برخو کې پانګه اچونې ته هڅولي دي.

ښاغلي احمدیار د ۱۳۹۲ هجري لمریز کال څخه تر دی دمه د نفتو او اوبلن ګاز د سرتاسري اتحاديې د ریس په توګه او له دی مخکې د کاپيسا ولایت د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د سوداګریز مرستیال په توګه دنده اجرا کړی ده.

ښاغلی احمدیار په افغانستان کې د نړیوال سوداګریز اتاق (ICC) له بنسټ کیښودونکو څخه دی. نوموړي د ۱۳۹۴ هجري لمریز کال څخه تر ۱۳۹۸ هجري لمریز کال پوری د (ICC) د مدیره هیت د مالي ریس په توګه دنده اجرا کړی ده؛ او په دی موده کې يې نړیوال سوداګریز اتاق ته د پام وړ خدمتونه ترسره کړي او سترې لاسته راوړنې لري.

د مدیره هیت په دریم دور ټاکنو کې چې د ۱۳۹۸ هجري لمریز کال د وږي د میاشتې په ۲۵ نیټه په کابل کې ترسره شوی، ښاغلي احمدیار د ۲۱ عادلانه او موافقو رایو په ترلاسه کولو سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عمومي ریس په توګه وټاکل شو. نوموړی د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ځوانو او هڅاندو څیرو څخه دی چې په افغانستان کې يې د سوداګرۍ او پانګونې یو مختلف  تصویر وړاندی کړی دی.

ښاغلی احمدیار د هیواد د ځوانو او بریالیو څیرو څخه دی چې په ډیره لنډه موده کې د کامیابۍ لوړې څوکې ته رسیدلی دی. ژمنتیا، پراخ فکري، هیله مندي، د سوداګرو، پانګه اچوونکو، ځوانانو او د ټولنې د روښانفکرانو سره سالمې اړیکي لرل د نوموړي د شخصیت ځانګړنې دي، چې د هغه د کامیابې زمانت کوي.

ښاغلي احمدیار واده کړی او پنځه لوستي، مسلمان او ژمن اولادونه يې ټولنې ته وړاندی کړي دي. نوموړی په دری، پښتو او انګلیسي ژبو خبری او لیکل کولی شي.