ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي د دارالانشأ رئیس، له ښاغلي کارال، د یوناما دفتر د اقتصادي برخې مسؤل، او د هغه له مل پلاوي سره، د اتاق د مشرتابه پلاوي په دفتر کې، وکتل او د هېواد د خصوصي سکتور د پیاوړتیا په اړه یې بحث او نظرونه تبادله کړل.
 
ښاغلي باز، د ښاغلي کارال او د هغه د ټیم تود هرکلی وکړ، د یوناما دفتر له دوامداره همکاریو څخه یې مننه وکړه، او د اتاق له خوا د خصوصي سکتور د ودې، د طرحو، وړاندیزونو او ستونزو د شریکولو او د هغو د حل لپاره له حکومتي ادارو سره د تعامل په اړه تفصیلي معلومات ورکړل. نوموړي ډاډ ورکړ چې د افغانستان اسلامي امارت د خصوصي سکتور ټولو ستونزو ته په وخت رسېدنه کړې او په تېرو درې کلونو کې یې مختلفو سکتورونو ته د پام وړ سوداګریزې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
ښاغلي باز، د هېواد اقتصادي وضعیت په ښه‌والي روان وباله او د خصوصي سکتور لاسته راوړنې یې د هېواد د ځان بساینې په برخه کې مهمې وبللې. هغه د هغو سکتورونو په اړه معلومات ورکړل چې افغانستان پکې د ځان‌بساینې پر لور روان دی، او د افغاني اسعارو ثبات او د هغو په تجارتي معاملو کې عامول یې د خصوصي سکتور او اوسني حکومت یو لوی پرمختګ وباله.
د دارالانشأ رئیس، د سړکونو جوړولو او د کورنیو او بهرنیو پانګوالو ترمنځ د ګډو پانګونو یادونه وکړه او دا ډول پانګونې یې د هېواد اقتصادي ودې او په ځانګړي ډول له ایران او پاکستان څخه د ایستل شویو مهاجرینو لپاره د کار زمینې برابرولو په برخه کې ارزښتناکې وبللې.
ښاغلي باز، افغانستان یې یو له وچې محاط هېواد وباله او د هېواد ټولې سوداګریزې راکړې ورکړې یې له ګاونډیو هېوادونو سره د ترانزیټ تړاو لرونکې وبللې. هغه په ځانګړي ډول له پاکستان سره د خصوصي سکتور مهمو ستونزو ته اشاره وکړه او د یوناما دفتر د اقتصادي مسؤل څخه یې وغوښتل چې د بانکي بندیزونو د لرې کولو او د افغان خصوصي سکتور د ستونزو په دایمي حل کې له اتاق سره همکاري وکړي.
ښاغلي کارال، د خصوصي سکتور د ستونزو او د افغان چلوونکو لپاره د ویزو د ورکړې په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو یادونه وکړه چې څه موده وړاندې د یوناما له خوا د پاکستان له حکومتي چارواکو سره مطرح شوې وه. نوموړي ډاډ ورکړ چې د افغان سوداګرو د دستونزو د حل او د نړیوالو پروګرامونو سره د شریکولو په برخه کې به هر اړخیزه همکاري وکړي.
 
 
 
 
 
 
سې‌شنبه، د چنګاښ ۲۴مه، کال ۱۴۰۴
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د مالي او اداري مرستیال سرپرست ښاغلي میرزمان پوپل په حضور کې، د زعفرانو د صادرونکو اتحادیې له رئیس ښاغلي حاجي محمد ابراهیم او د دې اتحادیې د مشرتابه له غړو سره د اتاق په کنفرانسونو تالار کې وکتل او د دوی ستونزې یې واورېدې.
 
د زعفرانو د صادرونکو اتحادیې رئیس او مشرتابه غړو خپلې لویې ستونزې بیان کړې، په ځانګړې توګه د شاروالۍ جوازونو، د صنعتي پارکونو په ساحه کې د ځمکې ویش، او د هندوستان ویزې ترلاسه کولو په برخو کې.
دوی له اتاق څخه وغوښتل چې د یادو ستونزو په حل کې ورسره همکاري وکړي.
ښاغلي مهمند، د اتحادیې رئیس او مشرتابه ته ښه راغلاست ووایه، د دوی ستونزې یې واورېدې، او زعفران یې د هېواد له مهمو صادراتي اقلامو څخه وباله.
نوموړي ډاډ ورکړ چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به د زعفرانو د تولید پراختیا او صادراتو زیاتوالي ته هر اړخیز ملاتړ وکړي.
همداراز یې ژمنه وکړه چې یادې ستونزې به د اړوندو دولتي ادارو سره شریکې کړي او د حل لپاره به هلې ځلې وشي.
 
 
 
 
 
شنبه، د چنګاښ ٢١مه، ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه او د بلخ ولایت مقام ترمنځ د همغږۍ له مخې، او د دې ولایت د اتاق د چارو د لا ښه انسجام او د سوداګریزو فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه، د بلخ ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق نوی رئیس، مرستیالان او د مشرتابه پلاوي غړي وټاکل شول او په یوه رسمي غونډه کې وپیژندل شول.
 
په یاده غونډه کې، ښاغلی سید کریم هاشمي، د یما پترول شرکت رئیس او د بلخ ولایت د سوداګریزې ټولنې له پېژندل شوو او فعالو څېرو څخه، د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د رئیس په توګه، همداراز ښاغلی هارون رشید قاضي د لومړي مرستیال، ښاغلی عبدالمومن ضیایي د دویم مرستیال، او ښاغلی اسدالله اسدي د دارالانشاء رئیس په توګه معرفي شول.
سربېره پر دې، ښاغلي: خیرالدین مایل احمدي، محمد ابراهیم غضنفر، زمری کامگار، نصیر احمد عرب، کمال نبي‌زاده، محمود یوسفزی، الحاج ملا عبدالغفور، محمد یونس آرمان، نصیر احمد سلطان‌زاده، میرویس احمدی، عبدالجمیل زازی، فضل احمد دوستی، محمد یاسین وهاب‌زاده، حبیب الرحمن رحماني، او محمد کامیز صدري د مشرتابه پلاوي د غړو په توګه او ښاغلی مصطفی مومند د اتاق د ویاند په توګه وټاکل شول.
یاد اقدام د سوداګریزو خدمتونو د اسانتیا، د خصوصي سکتور د تقویت، او د سوداګرو او اړوندو ادارو ترمنځ د مؤثرې همغږۍ د رامنځته کولو په موخه ترسره شوی دی، او تمه ده چې د بلخ ولایت د اقتصادي ودې لپاره به یوه مهمه د پیاوړې نقطه وي.
 
 
 
 
 
پنجشنبه، د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ ۱۹مه
 
 

ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، د "سندس" صنعتي نساجي فابریکې د پرانیستې په مراسمو کې چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي احمدالله زاهد، د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت معین ښاغلي صدراعظم عثماني، د اتاق د مالي او اداري مرستیال سرپرست ښاغلي میرزمان پوپل، د سندوس فابریکې رئیس ښاغلي هاشم الفقیر، د هېواد سوداګر او پانګه‌وال هم پکې حضور درلود، په کابل ګراند هوټل کې ګډون وکړ.
 
ښاغلي مهمند د هېواد اړتیاوو ته په کتو، د نساجۍ په برخه کې پانګونه خورا مهمه وبلله، چې نه یواځې زرګونو هېوادوالو ته د کار زمینه برابروي، بلکې د کرنې او ملي اقتصاد په پراختیا کې هم رغنده رول لري.
نوموړي زیاته کړه چې د "سندس" نساجي فابریکه د اویا میلیونه ډالرو په پانګونه پیل شوې او هره ورځ به شاوخوا ۵۰ زره متره ټوکر تولیدوي.
د اتاق لومړي مرستیال، د حکومت د مشرتابه، د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت او سکتوري وزارتونو له دوامداره ملاتړ مننه وکړه، او د نساجۍ په ګډون د تولیدي فابریکو د پیاوړتیا لپاره یې د حکومتي ادارو، سوداګرو او پانګه‌والو ګډو همکاری مهمه وبلله، او د اړوندو ارګانونو څخه یې د لا زیات ملاتړ غوښتنه وکړه.
ښاغلي مهمند د افغانستان د سوداګرۍ وضعیت له نړۍ سره مثبت وباله، د اروپایي اتحادیې د سوداګرۍ له اتاق سره د همکارۍ د تفاهمنامې د لاسلیک یادونه وکړه او هیله یې وښوده چې افغانستان وکولای شي خپل تولیدات د اروپایي اتحادیې په نندارتونونو کې معرفي کړي.
نوموړي د هوايي دهلیزونو رول د سوداګرۍ پراختیا، په ځانګړي ډول د تازه او وچو مېوو د صادراتو لپاره مهم وباله، او د حکومت او کورنیو هوايي شرکتونو څخه یې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
ښاغلي هاشم الفقیر، د "سندس" فابریکې د پانګونې په اړه معلومات وړاندې کړل، ویې ویل چې دغه فابریکه سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابروي او هڅه کوي چې د خامو موادو اړتیاوې له کورنیو منابعو څخه پوره کړي.
 
 
 
 
 
شنبه، د چنګاښ ٢١مه، ۱۴۰۴
 
 

ښاغلي میرزمان پوپل، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي د مالي او اداري چارو سرپرست مرستیال، د آذربایجان د صادراتو د پراختیا او پانګونې د زیاتوالي د ادارې له مرستیال ښاغلي تورال اجیلی سره آنلاین لیدنه او خبرې وکړې.
 
ښاغلي تورال د دې لیدنې موخه، په راتلونکې میاشت کې، افغانستان ته د آذربایجاني سوداګرو د یوه پلاوي د سفر د تنظیم څرنګوالی وباله، او څرګنده یې کړه چې یاد پلاوی به د کانونو، خوراکي توکو، ساختماني او انرژۍ سکتورونو سوداګر پکې شامل وي. نوموړي همداراز د پیسو د انتقال، ګمرکي اسانتیاوو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پانګونې د پراختیا د لارو چارو په اړه د معلوماتو غوښتنه وکړه.
ښاغلي میرزمان پوپل، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د رول او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ژمنه یې وکړه چې د افغان او آذربایجاني سوداګرو ترمنځ د سوداګریزو ناستو په جوړولو کې به هر اړخیزه همکاری وکړي. نوموړي له ښاغلي تورال څخه وغوښتل چې د یاد پلاوي د غړو لېست د اړوندو سکتورونو سره یوځای، د رسمي کانالونو له لارې له اتاق سره شریک کړي، څو د دوی د سفر اړینې اسانتیاوې برابرې شي.
ښاغلي پوپل د لاجورد دهلېز پر اهمیت ټینګار وکړ او د دې مهم سوداګریز دهلېز د بیا فعالېدو په برخه کې د آذربایجان جمهوریت رول ارزښتناک وباله. نوموړي همداراز د افغانستان د پانګونې فرصتونو په اړه پراخ معلومات ورکړل او د آذربایجاني سوداګرو د هڅولو غوښتنه یې وکړه، څو په افغانستان کې پانګونه وکړي.
 
 
 
 
 
 
سه‌شنبه، د چنګاښ ۱۷مه، ۱۴۰۴ کال
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د اتاق لومړي مرستیال ښاغلی محمد یونس مهمند، د مشرتابه پلاوي مالي رییس ښاغلی شیرین آغا سخي او د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال سرپرست ښاغلی میرزمان پول، د هغو غوره صادروونکو د ستاینې په مراسمو کې ګډون وکړ چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مقر کې ترسره شول.
 
په دې مراسمو کې ښاغلي نورالدین عزیزي د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، عبدالمنان عمري د کار او ټولنیزو چارو وزیر، نورالحق د اداري امور رییس، د کابل والي، ډاکتر فاروق اعظم د انرژۍ او اوبو وزارت سلاکار، شیراز کمین‌زاده د صنایعو او معادنو د اتاق رییس، میرویس حاجي‌زاده د کرنې د اتاق مرستیال او احمدالله زاهد د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین هم ګډون کړی و.
ښاغلي مهمند وویل چې د یوه هېواد اقتصادي وده د صادراتو له زیاتوالي او ناخالصو عوایدو سره تړلې ده، او زیاتې صادرات کولی شي د هېوادوالو لپاره د کار زمینه برابره کړي او د هېواد د پولي ثبات لپاره مهم رول ولوبوي.
نوموړي همداراز د سوداګرۍ او پانګونې د اتاق هڅو ته اشاره وکړه چې له حکومتي ادارو سره یې د صادراتو د پراخولو په موخه د کلونو راهیسې همکاري کړې ده.
ښاغلي مهمند د حکومت د رهبري، د ریاست الوزرا مقام، د اقتصادي مرستیال ریاست الوزرا او د صنعت او سوداګرۍ وزارت څخه د خصوصي سکتور لپاره د آسانتیاوو د برابرولو په برخه کې مننه وکړه او د حکومت د مشرتابه د اختر د پیغام په اړه خبرې وکړې، چې خصوصي سکتور، په ځانګړې توګه سوداګر او صنعت‌کاران یې د لا زیات کار او هڅو لپاره هڅولي تر څو هېواد د پراختیا او ځان بسیاینې پر لور بوځي.
د اتاق لومړي مرستیال له ټولو سوداګرو او پانګوالو وغوښتل چې اوږه په اوږه کار وکړي او د هېواد په ودانۍ کې فعاله ونډه واخلي.
 
 
 
 
پنجشنبه، د چنګاښ ١٩مه، ۱۴۰۴
 
 

مقالات دیگر...