ښاغلي سید کریم هاشمي، د اتاق عمومي رئیس ، له ښاغلي شارجیل د پاکستان د ډبرو سکرو یو سوداګر او له یو شمېر افغان صادرونکو سره، د اتاق په مرکزي دفتر کې وکتل.
 
ښاغلي شارجیل او افغان صادرونکو خپلې مهمې ستونزې د کرایې د زیاتوالي، د ګمرکي محصول او د افغانستان د صادراتي مالونو لپاره د تګلارو د نه فعالېدو په اړه چې ۲۴ ساعته پرانیستي نه دي، یادې کړې او له عمومي رئیس یې غوښتنه وکړه چې د دغو ستونزو په حل او د کرایې د ټاکلو لپاره د یو معیاري میکانیزم په جوړولو کې جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلي هاشمي ژمنه وکړه چې د دوی ستونزې به له اړوندو حکومتي ادارو سره شریکې کړي او د افغانستان د صادراتي مالونو لپاره د لا زیاتې ترانزیټي اسانتیاؤ په برابرولو کې به هڅه وکړي.
 
 
 
 
دوشنبه، د زمري ٢٧مه، ۱۴۰۴
 
 

ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، د اتاق په استازیتوب او د افغانستان د صادراتي مالونو د انتقال لپاره د مناسبو بیو او غوره کارګو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه، د صنعت او سوداګرۍ وزارت او «بهارمومند کارګو» شرکت سره درې اړخیز هوکړه لیک لاسلیک کړه.
 
په لومړي ګام کې، یاد شرکت به د افغانستان د صادراتي محصولاتو هوایي انتقالات چین، هند، ترکیې، روسیې او یو شمېر نورو هېوادونو ته پيل کړي.
 
 
 
 
دوشنبه، د زمري ۲۷مه، ۱۴۰۴
 

د افغانستان د صادراتي توکو د هوايي او ځمکني کارګو له لارې د ټولو اروپایي هېوادونو او ځینو نورو هېوادونو ته د لېږد طرحه د ښاغلي میاخیل منګل، د منګل نړیوال بارچلاني او ترانسپورتي شرکت د مسؤول له خوا د اتاق د مشرتابه پلاوي سره شریکه شوه او د اتاق همکاري یې وغوښته.
 
ښاغلي محمد یونس مهمند، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، ترې وغوښتل چې خپله طرحه په لیکلي ډول د غور او څېړنې لپاره اتاق ته وسپاري، څو اتاق له ارزونې وروسته د اړوندو حکومتي ادارو په همکارۍ د هغې د تطبیق لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
 
 
 
شنبه، د زمري ٢٥مه، ۱۴۰۴
 
 

ښاغلي محمد قاسم امرخېل، د وچو مېوو د تخصصي کمېټې رئیس، د دې برخې لویې ستونزې لکه: د واګه بندر تړل کېدل، د مالیې ارزونه، د صادراتي توکو د انتقال لپاره د هوایي کارګو د سبسایډۍ نشتوالی او د هندي سوداګرو له لوري د افغان سوداګرو پیسو نه ورکول، د اتاق له عمومي رئیس‌ ښاغلي سید کریم هاشمي سره شریکې کړې او د هغه د همکارۍ غوښتنه يې وکړه.
 
ښاغلي هاشمي د صادرونکو ستونزې تر اورېدو وروسته د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ او د واګه بندر د ستونزې په اړه یې ژمنه وکړه چې دا موضوع به د هند او پاکستان له سفیرانو سره شریکه کړي.
 
 
 
شنبه، د ۱۴۰۴ کال د زمري ۲۶مه،
 
 

ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، پاکستان هېواد ته په سفر کې له ښاغلي سید جواد حسین کاظمي، د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د مشرتابه پلاوي له رئیس او غړو سره وکتل.
 
په دې لیدنه کې د سوداګریزو معاملو د زیاتوالي، د ترانزیټي اسانتیاوو د رامنځته کولو، د تورخم، غلام خان او دندپټان د لارو په بندرونو کې د ستونزو د لرې کولو لپاره د مناسب حل لارو د مطرح کولو او د دواړو هېوادونو د تولیدي محصولاتو د معرفي کولو په موخه د ګډو نندارتونونو د جوړولو په اړه خبرې او نظرونه تبادله شول.
 
 
 
 
شنبه، د زمري ٢٥مه، ۱۴۰۴
 
 

په دې ناسته کې د یادو ولایتونو سوداګرو خپلې ستونزې د تورخم په بندر کې د تازه مېوو او سبزیجاتو د صادراتو د نه لومړیتوب په اړه د اتاق له مشرتابه سره شریکې کړې او د ستونزې د حل په برخه کې یې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي خانجان الکوزی، د اتاق د مشرتابه پلاوي غړی او د افغانستان – پاکستان ګډ اتاق رئیس، د سوداګرو ستونزې تر اورېدو وروسته له هغوی وغوښتل چې خپلې ستونزې دې په لیکلې بڼه اتاق ته وسپاري، څو اتاق یې د اړوندو دولتي ادارو په همغږۍ د حل لپاره هڅې وکړي.
 
 
 
 
 
یکشنبه، د ۱۴۰۴ د زمري ۲۶مه
 

مقالات دیگر...