د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د څلورمې دورې دوهمه غونډه د ښاغلي سید کریم هاشمی، د اتاق د عمومي رئیس تر ریاست لاندې او د مرستیالانو، د مالي چارو رئیس او د دارالانشا رئیس په ګډون او همدارنګه د مدیره پلاوي د اکثریت غړو په شتون، د اتاق د عمومي ریاست په دفتر کې ترسره شوه.
په پیل کې ښاغلي سید کریم هاشمی، حاضرینو ته د ښه راغلاست په ویناوو سره وویل: د نویو مرستیالانو او د مدیره پلاوي د غړو په بشپړیدو سره، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوونې اتاق به په پیاوړي ډول خپلو دندو او مسؤلیتونو ته ادامه ورکړي او هیله لري چې په یووالي او اتفاق سره د خصوصي سکتور وده، اقتصادي پرمختګ، د کار رامنځته کول او د خلکو او ګران هېواد ته خدمت وکړو.
ورپسې د دوهمې غونډې اجنډا کې شامل موضوعات د دارالانشا محترم رئیس ذبیح‌الله عمرخیل له خوا غونډې ته وړاندې شول.
بیا د اتاق د عامل پلاوي راپورونه د عامل پلاوي رئیس محترم محمد ولي امیني لخوا غونډې ته وړاندې شول، چې د مدیره پلاوي او د عامل پلاوي د ریاست د وړاندیز شوو مواردو په هکله بحث وشو او همدارنګه د صادراتو ستونزه او د اتاق د جایدادونو موضوع د حل په موخه د څو تخصصي کمیټو د جوړولو د تصویب ترڅنګ، اړینې پریکړې تر سره شوې.
 
 
 
 
پنجشنبه، د تلې ۲۴مه، ۱۴۰۴
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د دارالانشأ رئیس ښاغلي ذبیح‌الله عمرخیل او د عامل پلاوي رئیس ښاغلي محمد ولي امیني، د افغانستان د تيلو او مایع ګازو د ټانکدارانو د تخصصي کميټې له رئیس ښاغلي حاجي مسعود راحت او د یادې کميټې له یو شمېر غړو سره د اتاق د کنفرانسونو په تالار کې وکتل.
په دې ناسته کې د ټانکدارانو د ستونزو او وړاندیزونو په اړه هر اړخیز بحث او د مناسبو حل‌لارو د موندنې په موخه مفصلې خبرې وشوې.
ښاغلي امیني، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ټولو سوداګرو ګډ کور او د خصوصي سکتور او حکومت ترمنځ د اړیکو پُل وباله او ډاډ یې ورکړ چې اتاق به د دغو ستونزو د حل او د اړوندو حکومتي ادارو سره د شریکولو په برخه کې خپله هر اړخیزه همکاري دوامداره وساتي.
ښاغلي راحت او د یادې کميټې غړو د ټانکدارانو پر اوسنیو ستونزو، په ځانګړي ډول د هغو ځمکو د داوطلبۍ پر بهیر چې د دولت له لوري په کرايه ورکړل شوې دي، او همدارنګه د کابل ښاروالۍ د مارکېټ د تنظیم ادارې له‌خوا ټاکل شويو نرخونو په اړه خبرې وکړې او د اتاق له مشرتابه یې وغوښتل چې د دغو ستونزو د حل لپاره جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلي عمرخیل په جمع بندۍ کې یادونه وکړه چې اتاق له حکومتي چارواکو سره څو ناستې ترسره کړې دي، څو د سوداګرو، په ځانګړي ډول د ټانکدارانو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو لارې چارې ولټوي. نوموړي د حکومت د رهبرۍ، په ځانګړي ډول د اقتصادي مرستیال له پاملرنې مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د اتاق رهبري به د ټانکدارانو شته ستونزې له اړوندو حکومتي ادارو سره شریکې او د حل لپاره به یې هڅې جاري وساتي.
 
 
 
 
پنجشنبه، د تلې ۲۴مه، ۱۴۰۴
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له خوا د سوداګرۍ پراختیا، پانګونې جذب، نظریاتو تبادله او ګډو پانګونو لپاره، د افغانستان او ازبیکستان د خصوصي سکتور ترمنځ د سوداګریز پيوستون کنفرانس په کابل ګرند هوټل کې جوړ شو.
 
په دغه کنفرانس کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي غړو ښاغلي محمد یونس مهمند د اتاق لومړی مرستیال، خیرالدین مایل احمدي سوداګریز مرستیال، خان محمد سرفراز باز، د اتاق د دارالانشا رئیس، شیرین آغا سخي، د اتاق مالي رئیس، سید جاوید برهان، د اتاق د نړیوالو اړیکو رئیس، خان جان الکوزی، د اتاق د مشرتابه پلاوي غړي او د افغان-پاک ګډ اتاق رئیس، خالد احمدي، احمدالله زاهد د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، آیبیک عثمانوف د ازبیکستان سفیر، دوران وهابوف د ازبیکستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق رئیس، میرزمان پوپل، د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال سرپرست، محمد انور عارفي تخنیکي او پالیسي مرستیال همایون خواجه زاده د کابل اتاق سوداګریز مرستیال، جمشید د ازبیکستان تجارتي آتشه او د دواړو هیوادونو ګڼ شمېر پانګه‌والو او سوداګرو ګډون کړی و.
ښاغلي مهمند د ازبیکستان د سوداګریز پلاوي راتګ ته ښه راغلاست ووایه او یاد هېواد یې د افغانستان لپاره د منځنۍ آسیا، چین او روسیې د ترانزیت نقطه وبلله. هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیتي همکاریو هوکړه‌لیک مهم وباله او د ازبیکستان د اورګاډي د لېږد لوړ مالیات یې د افغان سوداګرو اساسي ستونزه یاده کړه، چې باید حل شي.
ښاغلي مهمند د ترمز ګډ بازار اهمیت ته اشاره وکړه او پر ګډو پانګونو یې ټینګار وکړ، په ځانګړي ډول د درملو تولیدي فابریکو، او د افغان شریکانو سره د ازبیک پانګه‌والو ګډو همکاریو ته بلنه ورکړه.
همداراز نوموړي د افغانستان، ازبیکستان، قزاقستان، آذربایجان، ترکمنستان او ترکیې ترمنځ د ګډ اتاق جوړېدل د سیمې د تولیداتو د اروپا بازارونو ته د لاسرسي لپاره ارزښتناک وبلل. هغه د جرمني سفر او د امام ابوحنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون په اړه معلومات ورکړل او له ازبیک چارواکو یې وغوښتل چې د خپلو سوداګرو ګډون ته زمینه برابره کړي.
ښاغلي وهابوف له اتاق څخه د کنفرانس د جوړېدو مننه وکړه او ویې ویل، د دوی د سفر اصلي موخه له افغان شریکانو سره ګډې پانګونې دي، په ځانګړي توګه د درملو، ساختماني او خامو موادو په برخو کې. نوموړي د ۲۰۲۴ کال د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ احصایې وړاندې کړې او د افغانستان له تازه میوو او سبزیجاتو د صادراتو یادونه وکړه.
ښاغلي زاهد وویل، افغانستان او ازبیکستان د دیني او کلتوري ګډو تګلارو لرونکي دي. نوموړي د حیرتان په ګمرک کې د ظرفیت کمښت او اسانتیاوو نشتوالی د ستونزو لامل وباله او د ازبیکستان له سفیر څخه یې د پاملرنې غوښتنه وکړه. هغه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د هر ډول ملاتړ ډاډ ورکړ.
ښاغلي مایل احمدي، دا ډول کنفرانسونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراخېدو لپاره مهم وبلل. نوموړي له دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ملاتړ کوونکو چارواکو څخه مننه وکړه او د افغانستان سوداګریزې اړیکې یې له سیمې هېوادونو سره ښې وارزولې.
ښاغلي میرزمان پوپل، ازبیکستان د افغانستان د تولیداتو لپاره یو ښه بازار وباله او د لاسلیک شویو هوکړه‌لیکونو ارقام یې وړاندې کړل، چې له مخې یې د ۴۵ میلیونه امریکایي ډالرو ارزښت لرونکي قراردادونه د روغتیا، خامو موادو، برقي وسایلو، ودانیزو موادو، درملو، وچو او تازه میوو په برخو کې لاسلیک شول.
 
 
 
 
 
یکشنبه، د غویی ۲۱مه، ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د مشرتابه پلاوي غړي ښاغلي سلطان محمد صافي او د نړیوالو اړیکو مسئول ښاغلي عبدالمتین غالب په حضور کې، له آغلې اسلحان چې د یوناما دفتر د اقتصادي برخې مسئوله ده او د هغې له مل پلاوي سره د اتاق د مشرتابه دفتر کې ولیدل او د ګډو همکاریو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.
 
ښاغلي مهمند آغلې اسلحان او د هغې مل پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د یوناما دفتر له مسئولینو څخه د خصوصي سکتور ستونزو د شریکولو او همکارۍ له امله مننه وکړه او له دې ادارې څخه یې وغوښتل چې په ځانګړې توګه د لاسي صنایعو په برخه کې د کوچنیو متشبثینو ملاتړ ته پاملرنه وکړي.
نوموړي د خپلو وروستیو سفرونو چې یو شمېر اروپايي هېوادونو ته ترسره شوي وو، لاسته راوړنې شریکې کړې او زیاته یې کړه چې اروپايي خصوصي سکتور یې پانګونې ته هڅولی او همداراز یې د څلورم ملي او نړیوال نندارتون امام ابوحنیفه (رح) کې ګډون ته بلنه ورکړې ده.
ښاغلي مهمند له یوناما دفتر څخه وغوښتل چې د تولیدي فابریکو د پیاوړتیا او د سیمې په ځانګړې توګه د ګاونډیو هېوادونو سره د افغان سوداګرو لپاره د ترانزیت اسانتیاوو برابرولو په برخه کې همکاري وکړي.
نوموړي هند او پاکستان د افغان تولیداتو لپاره ښه بازارونه وبلل او د یوناما دفتر رول یې د بدیلو بازارونو په موندلو کې مهم وباله.
همداراز یې له یوناما دفتر وغوښتل چې د صادراتو د معیاري کولو لپاره د لابراتوار جوړولو په برخه کې له خصوصي سکتور سره همکاري وکړي.
ښاغلي صافي یوناما دفتر د اتاق له مهمو شریکانو څخه یاد کړ او ترې وغوښتل چې د هېوادوالو لپاره د کار زمینو برابرولو په برخه کې له خصوصي سکتور سره همکاري وکړي.
آغلې اسلحان د هغې ناستې په اړه معلومات وړاندې کړل چې ټاکل شوې ده د افغانستان د خصوصي سکتور د ستونزو د تشخیص او د هغو د شریکولو لپاره د دوحې د کاري ډلې کنفرانس کې جوړه شي، او د اتاق له مشرتابه یې وغوښتل چې په یادې ناسته کې ګډون وکړي.
هغې همداراز له لومړي مرستیال څخه غوښتنه وکړه چې د یوناما دفتر او د اتاق د مشرتابه دفتر (مرکزي او ولایتي) تر منځ د یوې ګډې غونډې په تدویر کې ورسره همکاري وکړي.
 
 
 
 
 
سې شنبه، د ثور ۲۳مه، ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د آلمان د بهرني اقتصاد او سوداګرۍ له رئیس ښاغلي اورس اونکاوف سره په برلین ښار کې وکتل او له اروپایي هېوادونو، په ځانګړې توګه آلمان سره د افغانستان د سوداګرۍ د پراختیا او همداراز د پانګونې په اړه یې خبرې وکړې.
 
ښاغلي مهمند د افغانستان په برلین کې د سفارت له مسؤل ښاغلي عبدالباقي پوپل او د هغه له همکارانو څخه د دې لیدنې د زمینې برابرولو له امله مننه وکړه. نوموړي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل، او له آلمان سره د افغان سوداګرو د اوږدمهالو سوداګریزو اړیکو یادونه وکړه. هغه همداراز په افغانستان کې د موجودو پانګوالو فرصتونو په اړه خبرې وکړې او له ښاغلي اونکاوف څخه یې وغوښتل چې آلماني پانګوال دې وهڅوي څو له افغان پانګوالو سره ګډې پانګونې ترسره کړي.
د آلمان د بهرني اقتصاد او سوداګرۍ رئیس، د ښاغلي مهمند له لوري د سوداګرۍ او پانګونې د فرصتونو په اړه له وړاندې شوو معلوماتو څخه مننه وکړه، او ډاډ یې ورکړ چې د آلماني پانګوالو د هڅونې او له افغان پانګوالو سره د ګډو پانګونو په برخه کې به هر اړخیز ملاتړ وکړي.
 
 
 
 
 
 
 
شنبه، د غویی۲۰مه، ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي غړو ښاغلي خیرالدین مایل احمدي د اتاق تجارتي مرستیال، شیرین آغا سخي د اتاق مالي ریاست رییس ، سید جاوید برهان د نړیوالو اړیکو رییس، خانجان الکوزی د مشرتابه پلاوي غړی او د افغان ـ پاک اتاق رییس او میر زمان پوپل د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال سرپرست د خوست د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له رییس ښاغلي شهباز تڼي او د دغې اتاق له مشرتابه سره وکتل او د هغوی ستونزې یې واورېدلې.
 
ښاغلي شهباز د خوست د اتاق د کلونو فعالیتونو، لاسته راوړنو او د ولایت د خصوصي سکتور د اوسنیو ستونزو په اړه د مرکزي اتاق مشرتابه ته معلومات وړاندې کړل او ترې ویې غوښتل چې د دغو ستونزو په حل کې ورسره مرسته وکړي.
ښاغلي مایل احمدي ښاغلي شهباز او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، خوست یې له مهمو اقتصادي ولایتونو څخه یاد کړ او ویې ویل چې دا ولایت له پاکستان سره د ګډ ترانزیټ وصل ټکی دی. نوموړي ډاډ ورکړ چې د خصوصي سکتور د ستونزو د حل لپاره به د اتاق له اساسنامې سره سم، هر اړخیز ملاتړ وشي. همداراز، ده د افغانستان د خصوصي سکتور غړو ته د لا زیاتو آسانتیاوو برابرولو په موخه لازمې لارښوونې هم وړاندې کړې.
 
 
 
 
 
دوشنبه، د غویی ۲۲مه، ۱۴۰۴
 
 

مقالات دیگر...