ښاغلي سید کریم هاشمي، د اتاق عمومي رئیس، له ښاغلي کارول پاویل زینتیک د یوناما د اقتصادي برخې مسؤول او د هغه له مل پلاوي سره د اتاق په مرکزي دفتر کې وکتل.
 
ښاغلي هاشمي د وړو او منځنیو متشبثینو د پېژندلو پر اړتیا ټینګار وکړ تر څو د نړیوالې ټولنې له خوا اوږدمهاله سبسایډۍ ترلاسه کړي او د ښځو لپاره د شریعت اسلامي احکامو په رڼا کې منځنۍ کچې فابریکې جوړې شي. نوموړي د نړیوالې ټولنې له لوري خصوصي سکتور ته د اوږدمهاله پورونو ورکول د اقتصاد په وده او د کارموندنې په رامنځته کېدو کې مهم وبلل او له ښاغلي کارول یې وغوښتل چې په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلي کارول، د یوناما د دفتر د فعالیتونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او د یاد دفتر اقتصادي برخه یې د افغانستان د خصوصي سکتور وده او د خلکو لپاره د کارموندنې رامنځته کول وبلل. نوموړي د خصوصي سکتور د ملاتړ په برخه کې د خپلې هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
 
 
 
 
دوشنبه، د سنبلې ۳مه، ۱۴۰۴
 
 

د هېواد د نفتي موادو د فابریکو مالکانو خپلې عمده ستونزې د ملي نورم او ستندرد ریاست لخواه د نفتي موادو د تولید د معیارونو په ټاکلو او لوړولو کې بیان کړې او د ښاغلي هاشمي له همکارۍ یې غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي هاشمي د لوی شرکت په جوړولو چې د نفتي موادو د تولید په برخه کې د سهامي شرکت په توګه فعالیت وکړي، ټینګار وکړ او سوداګر یې د ګډې پانګونې لپاره وهڅول.
نوموړي د اتاق له اړخه د ستونزو د حل په برخه کې د ټولو اړوندو حکومتي ادارو سره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
 
 
 
 
يکشنبه، د سنبلې ۲مه، ۱۴۰۴
 
 

ښاغلي سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د اتاق عمومي رئیس، له ښاغلي ګل محمد رجب زاده، د کندز د سوداګرۍ او پانګونې د اتاق رئیس او د هغه د مشرتابه له غړو سره د اتاق په مرکزي دفتر کې ولیدل.
 
ښاغلي رجب زاده د کندز د اتاق د اوږدمهالو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او د خصوصي سکتور ستونزې یې د پاکستان د تجارتي ویزو د نه شتون په برخه کې یادې کړې او د اتاق د عمومي رئیس د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
ښاغلي هاشمي د خپلې اساسي موخې په توګه د خلکو او خصوصي سکتور خدمت یاد کړ او د هېواد د ټولو سوداګرو په اتحاد او اتفاق یې ټینګار وکړ. هغه د افغان سوداګرو د ستونزو د حل په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
 
 
 
چهارشنبه، د زمري ۲۹مه، ۱۴۰۴
 
 

ښاغلي سید کریم هاشمي، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، له ښاغلي مولوي محمد یعقوب مهمند، د لوګر د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي له رئیس او مل پلاوي سره په مرکزي دفتر کې وکتل.
 
ښاغلي مجاهد د لوګر د خصوصي سکتور فعالیتونه، لاسته راوړنې او اساسي ستونزې یادې کړې او د ښاغلي هاشمي همکارۍ یې وغوښتې.
ښاغلي هاشمي د هېواد په اقتصادي وده کې د سوداګرو رول مهم وباله او د ټولو سوداګرو په یووالي او اتفاق یې ټینګار وکړ. نوموړي د لوګر د خصوصي سکتور د ستونزو د حل په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
 
 
 
 
يکشنبه، د سنبلې ۲مه، ۱۴۰۴
 
 

ښاغلي سید کریم هاشمي، اتاق عمومي رئیس، له ښاغلي حسن روستایي، د ایران د سفارت سوداګریز اتشه، او د هغه له مل پلاوي سره، په مرکزي دفتر کې وکتل.
 
ښاغلي هاشمي د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزې اړیکې د پرمختګ په حال کې وبللې او د دغو اړیکو د لا ټینګېدو غوښتنه یې وکړه. هغه له ښاغلي روستایي وغوښتل چې د ماشینونو، نفتو موادو، خامو موادو او د موټرو د تېلو په سکتورونو کې سوداګر وهڅوي څو د څلورم ملي او نړیوال امام ابوحنیفه (رح) نندارتون کې ګډون وکړي او له افغان سوداګرو سره په ګډو پانګونو کې برخه واخلي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس همدارنګه د تېلو او مایع ګاز په برخه کې د افغانستان د نویو نورمونو او ملي معیارونو په اړه چې تازه د حکومت له لوري پلي شوي، معلومات ورکړل.
نوموړي له ښاغلي روستایي وغوښتل چې د خپل هېواد خصوصي سکتور ته د دغو معیارونو په اړه معلومات ورکړي، څو هغه مواد چې افغانستان ته صادریږي، د نورمونو سره برابر وي او د سرګردانۍ او مالي زیان لامل نه شي.
ښاغلي روستایي د خپلو هڅو د دوام ډاډ ورکړ څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې شي او د یاد نندارتون لپاره یې د ایرانی سوداګرو د چمتووالي یادونه وکړه. نوموړي ژمنه وکړه چې د ایران سوداګر به د افغان سوداګرو سره په بېلابېلو سکتورونو کې ګډې پانګونې ته وهڅوي.
 
 
دوشنبه، د زمري ٢٧مه، ۱۴۰۴
 
 

قومي مشران او د ترانسپورټ مسوولین د خپلو جدي ستونزو یادونه وکړه چې د پاکستان له لوري د لسګونو بار وړونکو موټرو د درېدلو لامل شوي دي او د ستونزې د هوارولو په برخه کې یې د اتاق مرسته وغوښته.
 
ښاغلي مهمند قومي مشرانو او د ترانسپورټ استازو ته ډاډ ورکړ چې دی له دغې ستونزې مخکې خبر دی او د حل لپاره یې اقدامات پیل شوي دي. نوموړي زیاته کړه چې ډېر ژر به د حل یوه کړنلاره جوړه شي او د اتاق هر اړخیزه همکاري به ورسره وي.
 
 
 
 
چهارشنبه، د زمري ۲۹مه، ۱۴۰۴
 
 

مقالات دیگر...