ښاغلي حاجي سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ، د ترکمنستان هېواد د رسمي بلنې په اساس د هغه هېواد د پانګونې په فورم کې د ګډون لپاره، د خپل رسمي سفر پر مهال د ښاغلي نوکر ګلي اتاقلي یف، د ترکمنستان د صدراعظم د سوداګرۍ او صنعت مرستیال، سره په عشق‌آباد ښار کې لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې دواړو خواوو د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د ګډو پانګونو د فرصتونو د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.
همدارنګه د پورته موضوعاتو تر څنګ، د ترکمنستان د صدراعظم مرستیال د سوداګرۍ او صنعت په چارو کې ژمنه وکړه چې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور د اړیکو د پیاوړتیا، د سوداګرۍ د تبادلو د پراخوالي او د ګډو پانګونو د زیاتوالي لپاره به د ترکمنستان د تاجرانـو له یوې ډلې سره کابل یا مزارشریف ښار ته سفر وکړي.
 
 
چهارشنبه، د ۱۴۰۴ کال د وږي ۲۶مه
 
 

د مولانا جلال الدین بلخي هوايي ډګر څلورلارې چې د ښاغلي عبدالصبور مایل احمدي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي غړی او د بشیر نوید پټرولیم شرکت د رئیس له‌خوا رغول شوې وه، د بلخ ولایت د محلي حکومت د لوړپوړو چارواکو او د دې ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د رهبري پلاوي، ښاغلي خیرالدین مایل احمدي د اتاق د پخواني تجارتي مرستیال او د بشیر نوید ګروپ رئیس، ښاغلي محمد یونس آرمان د اتاق د مشرتابه پلاوي غړي او د بلخ ولایت د خصوصي سکتور د ګڼ شمېر استازو په شتون کې پرانستل شوه.
 
 
سه شنبه، د وږي ۲۵مه، ۱۴۰۴
 
 
 

ښاغلي آرین زلګی عظیمي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پانګونې مرستیال، د اتاق د پالیسي او د حکومت سره د اړیکو مرستیال او د مشرتابه پلاوي د یو شمېر غړو په حضور کې، د بېلابېلو سکتورونو له سوداګرو او پانګه‌والو سره په مرکزي دفتر کې لیدنه وکړه.
 
سوداګرو او پانګه‌والو خپلې ستونزې د سرو زرو د کانونو د استخراج، د معیاري لابراتوارونو د نشتوالي او نورو برخو کې د اتاق له رهبري سره شریکې کړې او د دغو ستونزو د حل لپاره یې د اړوندو حکومتي ادارو په همغږي د اتاق همکاري وغوښته.
د اتاق رهبري پلاوي د سوداګرو او پانګه‌والو د خبرو او ستونزو تر اورېدو وروسته ژمنه وکړه چې د دوی ستونزې به له اړوندو حکومتي مقاماتو سره شریکې کړي او د حل په برخه کې به هڅې وکړي.
دوی له سوداګرو وغوښتل چې خپلې ستونزې په لیکلې بڼه اتاق ته وسپاري، څو پر بنسټ یې اقدامات وشي.
 
 
 
پنجشنبه، د وږي، ۲۰مه، ۱۴۰۴
 
 

د طوطي میدان د ګازو د ساحو د سپړنې او استخراج عملي کار د افغانستان او ازبیکستان د لوړ پوړو حکومتي پلاوو له لوري، د عنایت الله صدیق‌زی د اتاق خدماتي مرستیال، د اتاق د مشرتابه پلاوي د یو شمېر غړو، ښاغلي آذرخش حافظی د ایکو سازمان دسوداګرۍ خونو پخواني رئیس او د هېواد د یو شمېر تکړه سوداګرو او پانګه‌والو په حضور کې پرانېستل شو.
 
د یادونې وړ ده چې د طوطي میدان پروژه د جوزجان ولایت د آمو سیند په حوزه کې موقعیت لري چې د ګازو ساحې یې له ۷۵۰۰ کیلومتره مربع څخه زیات مساحت لري او په کې ۳۰ ژورې څاګانې موندل شوې دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، د یادې پروژې د سپړنې او استخراج قرارداد د ۲۵ کلونو لپاره د «ایریل کام» شرکت سره شوی دی. دغه شرکت به د پروژې په لومړیو لسو کلونو کې یو میلیارد امریکایي ډالره پانګونه وکړي.
نوموړې پروژه د سلګونو کسانو د کار موندنې وړتیا لري.
 
 
دوشنبه، د وږي۲۴مه، ۱۴۰۴
 
 

ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، د ترکمنستان له سفیر ښاغلي خواجه عوضوف سره، د اتاق د عمومي ریاست په دفتر کې وکتل.
 
په دې لیدنه کې، دواړو لورو د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د خصوصي سکتور د همکارۍ د کچې د لوړولو او د ګډو پانګونې فرصتونو د رامنځته کولو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.
ښاغلي هاشمي، ترکمنستان د افغانستان ښه ملګری وباله چې له افغانستان سره ښې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې لري، او د خصوصي سکتور له غړو سره د هغوی د همکاریو او خدمتونو، د هېواد د بنسټیزو تاسیساتو په بیا رغونه کې د هغوی د ونډې، په ځانګړي ډول د آقینه ـ اندخوی، تورغونډي ـ هرات د اورګاډي پټلۍ، او د هېواد د ختیځو ولایتونو د وروستي زلزلې له زیانمنو سره د مرستو له امله قدرداني وکړه. نوموړي د افغان او ترکمن تاجرانـو ترمنځ ګډې پانګونې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو په ښه والي کې مهمې وبللې او له سفیر څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې لا زیاته پاملرنه وکړي.
ښاغلي خواجه عوضوف، د افغانستان سره د خپل هېواد د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر دوام د خپل ډاډ د څرګندولو تر څنګ، د خصوصي سکتور ترمنځ د ګډو نندارتونونو جوړول د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو په پراختیا او د تولیدي توکو په معرفي کولو کې مهم وبلل او پر جوړېدو یې ټینګار وکړ. د هغه په باور، خصوصي سکتور باید د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو په پراختیا کې لا ډېر فعال رول ولوبوي.
 
 
 
پنجشنبه، د وږي ۲۰مه، ۱۴۰۴
 
 

ښاغلی الحاج سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، د محترم ملا عبدالغني برادر، د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د رسمي سفر پر مهال، د هېواد ختیځو ولایتونو ته ورسره ملګرتیا وکړه او د کنړ ولایت د زلزله ځپلو سیمو څخه یې لیدنه وکړه.
 
د دې سفر په ترڅ کې، محترم هاشمي شل میلیونه افغانۍ چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي له خوا راټولې شوې وې، او همداراز پنځوس زره امریکايي ډالر له خپلې شخصي شتمنۍ څخه د زلزله ځپلو لپاره د سرپناه جوړولو په موخه ځانګړي کړل.
په دې سفر کې، د هېواد له نورو مشرانو سر بیره، ښاغلي الحاج محمد ابراهیم حکمت د ریاست الوزرا د اقتصادي چارو رئیس، د کنړ او ننګرهار محترم والیان، د سیمې یو شمېر قومي مشران او اوسېدونکي هم ګډون درلود. په هغه ګډه ناسته کې چې د دې مناسبت له مخې جوړه شوې وه، د اتاق رئیس، د ریاست الوزرا د محترم اقتصادي مرستیال تر خبرو وروسته، خپله وینا وکړه. نوموړي د دې دردناکې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره ژوره خواخوږي څرګنده کړه، او له لوی خدای یې د دې فاجعې شهیدانو ته د جنت الفردوس دعا وکړه، او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا غوښتنه وکړه.
ښاغلي هاشمي د خصوصي سکتور د مؤثر رول په ټینګار سره وویل:د افغانستان خصوصي سکتور خپل ځان د زیانمنو هېوادوالو په غم او اندوه کې شریک ګڼي او د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې به له هېڅ ډول هڅو او همکارۍ ډډه ونکړي».
نوموړي زیاته کړه:له ټول هېواد څخه راټولې شوې مرستې د افغان ولس د یووالي، همدردۍ او ملي مسؤلیت‌پالنې څرګندونه کوي.
ښاغلي هاشمي همدارنګه څرګنده کړه چې خصوصي سکتور د ملت او نظام د پیاوړي مټ په توګه تل د خلکو ترڅنګ ولاړ دی او هر وخت چمتو دی چې اړین خدمتونه وړاندې کړي.
یادونه باید وشي چې ياده شوي مرستې په رسمي ډول او نغدي بڼه د ساحې اړوند کمیسیون ته وسپارل شوې تر څو د ځانګړي پروګرام له مخې د سرپناه د جوړولو او د زیانمنو کورنیو د عاجلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ولګول شي.
 
 
 
جمعه، د وږي ٢١مه، ۱۴۰۴
 
 

مقالات دیگر...