یاده ناسته چې د بندرونو د بیا پرانیستلو، د تخنیکي کمېټې د جوړولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو ستونزو د حل په موخه په انلاین بڼه جوړه شوه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د بندرونو تړل کېدل د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او اقتصاد په زيان وبلل او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو خونو په همکارۍ یې د بندرونو پر بیا پرانیستلو ټینګار وکړ.
نوموړي وویل: "که د پاکستان حکومت د بندرونو د پرانیستلو صلاحیت د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ته سپارلی وي، نو د افغانستان لوری هم د بندرونو د بیا پرانیستلو لپاره بشپړ چمتو دی."
ښاغلي هاشمي د ۱۲ کسیزې ګډې کمېټې د جوړولو وړاندیز ومانه، کوم چې د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له لوري د ستونزو د حل، د بند پاتې توکو د لېږد د بیا پیل او په راتلونکي کې د ورته پېښو د مخنیوي لپاره وړاندیز شوی و او ده زیاته کړه چې په دې اړه به له خپل حکومت سره خبرې وکړي څو دغه پرېکړې عملي شي.
د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو د فدراسیون رئیس، ښاغلي عاطف اکرم شیخ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د بندرونو تړل کېدل د سوداګرۍ، په ځانګړي ډول د پاکستان د صادراتو لپاره په زیان وبلل او ویې ویل چې په لومړي پړاو کې به هغو کانټینرونو ته د داخلېدو اجازه ورکړل شي چې د پولې هغې غاړې ته بند پاتې دي او د افغانستان سوداګریز توکي لېږدوي.
همدارنګه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې وړاندیز وکړ چې راتلونکې ګډه ناسته، چې شپږ تنه استازي د پاکستان له خونې او شپږ تنه د افغانستان له خونې څخه په کې ګډون ولري، راتلونکې اونۍ د جلال‌آباد په ښار کې ترسره شي څو بندرونه بېرته پرانیستل شي. دا وړاندیز د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو له لوري ومنل شو.
په دې ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري د خونې عمومي رئیس، یو شمېر مرستیالانو، د مدیره پلاوي غړو، د ولایتي خونو مشرانو او یو شمېر مخکښو سوداګرو ګډون درلود.
له پاکستان څخه د سوداګرۍ او صنایعو خونو د فدراسیون رئیس او د خیبر پښتونخوا، کویټې، شمالي وزیرستان او کورمې د سوداګرۍ او صنایعو خونو مشرانو هم ګډون کړی و.
 
یکشنبه، مرغومي ۱۴مه، ۱۴۰۴
 
 
 
 
 
 
 
 

د عوایدو عمومي رئیس، الحاج مولوی سفر محمد سحر سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه پلاوي ځينو غړو او شرکتونو د استازو ترمنځ ګډه غونډه د عوایدو او ګمرکاتو په معینیت کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې د خونې د مدیره پلاوي غړو؛ الحاج ابوعبید، الحاج عبدالله رحیمي، ښاغلي حبیبي او الحاج ګل‌میر امیني د صنفي مالیاتو، د شرکتونو د مالیاتو او مالیاتي ارزونو د بهیر په برخه کې د شته ستونزو په اړه خبرې وکړې او د سوداګرو او شرکتونو ستونزې یې د عوایدو عمومي رئیس سره شریکې کړې.
همدارنګه، د شرکتونو استازو هم په خپل وار خپلې ستونزې او وړاندیزونه مطرح کړل.
په پای کې، د اړوندو ریاستونو مسوولینو، په ځانګړي ډول د ارزونې رئیس او خدماتو د وړاندې کولو رئیس، د یادو شویو موضوعاتو په اړه لازم وضاحتونه ورکړل.
د عوایدو عمومي رئیس د ګډونوالو له حضور څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه چې ټولو مطرح شویو ستونزو ته به رسېدنه وشي او ډاډ یې ورکړ چې د خصوصي سکتور سره په همکارۍ کې به لا زیاتې هڅې ترسره شي.
 
پنجشنبه، مرغومي۱۱مه، ۱۴۰۴
 
 
 
 
 
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي سید کریم هاشمي، د هندوستان له یو شمېر متخصصینو سره د نفتي توکو د یوې چاڼخونې د جوړولو طرحې په اړه چې د ورځې ۱۵زره بېرله ظرفیت لري، وکتل او په اړه یې بحثونه وکړل.
په دې لیدنه کې هندي متخصصینو د یوې معیاري نفتي توکو د چاڼخونې د جوړولو هر اړخیزه طرحه او تخنیکي نقشه افغان لوري ته وړاندې کړه چې ټاکل شوې په بلخ ولایت کې جوړه شي.
د ناستې پر مهال د دې مهمې پروژې د تخنیکي ځانګړتیاوو، د تولید ظرفیت، نړیوالو معیارونو او د تطبیق پړاوونو په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.
همدارنګه ټینګار وشو چې دغه چاڼخونه به په افغانستان کې د یوه سهامي شرکت له لارې تاسیس شي چې کولای شي د انرژۍ د سکتور په پیاوړتیا، د کاري فرصتونو په رامنځته کولو، د نفتي توکو د وارداتو په کمولو او د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې مهم رول ولوبوي.
 
چهارشنبه، مرغومي۱۰مه، ۱۴۰۴
 
 
 
 
 
 
 

ښاغلي نقیب‌الله نظري د نظري ګروپ، په ځانګړي ډول د میهن سټیل او ملت سټیل فابریکو د تولیداتو او فعالیتونو په اړه، چې په‌کې د بازار د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د اوسپنې ویلي کول او فلزاتو تولیدات شامل دي، معلومات وړاندې کړل.
نوموړي زیاته کړه، که د مسوولینو له لوري نورې اسانتیاوې برابرې شي، نو چمتو دی چې د هېواد د اوسپنې د کانونو په کېندنې او پروسس برخو کې لا ډېره پانګونه وکړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د هېواد په کانونو کې پانګونه، په ځانګړي ډول د اوسپنې د کانونو کېندنې او پروسس، د اقتصاد او صنعت د ودې، د فلزي تولیداتو په برخه کې د خامو موادو د ځان‌بساینې او د هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه یو مهم او اساسي ګام وباله او په دې برخه کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
 
چهارشنبه، مرغومي۱۰مه، ۱۴۰۴
 
 
 
 
 
 
 

یاده ناسته په انلاین بڼه د دې لپاره جوړه شوه څو په ټولو او هر راز حالاتو کې د تل لپاره د تګ‌ راتګ لارې بېرته پرانیستل شي، ګډې همکارۍ پیاوړې شي، د سوداګریزو ستونزو د حل لپاره همغږي میکانېزمونه رامنځته شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره له شته ظرفیتونو څخه اغېزمنه ګټه واخیستل شي.
په دې ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري د دې خونې عمومي رئیس، سید کریم هاشمي، د خونې ځينو مرستیالانو، د مدیره پلاوي غړو، د ولایتي خونو رئیسانو او د هېواد یو شمېر مطرحو سوداګرو، همدارنګه د پاکستان له لوري د دې هېواد د سوداګرۍ او صنایعو خونو د فدراسیون رئیس، شیخ عاطف تنویر، د خیبر پښتونخوا، کویټې، شمالي وزیرستان او کورمې د سوداګرۍ او صنایعو خونو یو شمېر رئیسانو هم کړی وو.
ښاغلي هاشمي د تګ‌ راتګ لارو بندېدل د دواړو ګاونډیو او د سیمې د هېوادونو د سوداګرۍ او اقتصاد په زیان وباله او زیاته یې کړه چې دغه لارې د پاکستان د حکومت له لوري تړل شوي دي.
نوموړي د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو له فدراسیون وغوښتل څو د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو ستونزې له خپلو لوړپوړو دولتي چارواکو سره شریکې کړي او هغوی دې ته وهڅوي چې په ټولو حالاتو کې د تل لپاره د تګ‌ راتګ لارې پرانيستې پرېږدي.
ښاغلي هاشمي٬ سوداګر د هېوادونو د سولې سفیران وبلل او ترې وغوښتل چې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د ښه والي لپاره فعاله ونډه واخلي.
ښاغلي تنویر د افغانستان حکومت او ملت ورونه وبلل او د تګ‌ راتګ لارو د بېرته پرانیستلو او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو د ستونزو د حل په موخه یې د پرله‌پسې ناستو پر جوړولو ټینګار وکړ.
نوموړي ډاډ ورکړ چې د سوداګرو ستونزې به د پاکستان د حکومت له لوړپوړو چارواکو سره په بشپړه توګه شریکې کړي.
 
سه‌شنبه، مرغومي ۹مه، ۱۴۰۴
 
 
 
 
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، الحاج سید کریم هاشمي د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، الحاج مولوي عطاءالله عمري سره په لیدنه کې په افغانستان کې د سبزیجاتو لپاره د شنو خونو او سړو خونو جوړولو په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.
دواړو لوریو ټینګار وکړ چې د دې شنو خونو او سړو خونو په جوړېدو سره به افغانستان د کرنیزو محصولاتو ساتنې او سبزیجاتو واردولو د کمښت په برخه کې پر ځان بسیا شي.
په دې ناسته کې دواړو لوریو د مطرح شویو وړاندیزونو د پلي کېدو په تړاو د همکاریو ژمنه وکړه.
 
چهارشنبه، مرغومي۱۰مه، ۱۴۰۴
 
 
 
 
 
 
 

مقالات دیگر...