د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د مدیره پلاوي د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیال الحاج حبیب‌الله عمر او د هېواد د یو شمېر مخکښو سوداګرو په ملتیا، د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د لوړپوړي حکومتي پلاوي سره یوځای سمنګان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې له سیمه‌ییزو چارواکو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه.
د دې سفر اساسي موخه، د وروستۍ زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي، تسلیت او د زیانمنو شویو خلکو سره د مرستې رسولو هڅې وې.
الحاج ملا عبدالغني برادر د زلزلې شهیدانو ته دعا وکړه، ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا هیله وکړه او له قربانیانو سره یې خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړه. نوموړي وویل چې اسلامي امارت به د خلکو تر څنګ پاتې کېږي او د ټولو شته امکاناتو په کارولو سره به د ویجاړ شویو کورونو د بیا رغونې لپاره اقدامات وکړي.
الحاج سید کریم هاشمي هم د شمال د زلزله‌ ځپلو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ چې د سوداګرۍ خونه او خصوصي سکتور به له خلکو سره د مرستو او بیا رغونې په بهیر کې خپل فعال رول ولوبوي. نوموړي د خونې له لوري د نغدي مرستې اعلان وکړ او له ټولو سوداګرو او خیریه بنسټونو یې وغوښتل چې له زیانمنو شویو خلکو سره د مرستو څخه ډډه ونکړي.
 
 
پنجشنبه د لړم ١٥مه، ١٤٠٤
 
 
 
 

ښاغلي الحاج آرین زلګي عظیمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال، د محترم سخي احمد نورزاد، د خونې د مدیره پلاوي غړي په حضور کې، له محترم حاجي محمد طاهر، د ګلبهار سنتر د صرافانو د اتحادیې رئیس، ښاغلي رئیس مراد د سرای شهزاده له پیژندل شویو صرافانو څخه او د یادې اتحادیې له یو شمېر غړو سره په مرکزي دفتر کې وکتل او د دوی د ستونزو او وړاندیزونو په اړه یې بحث وکړ.
د ګلبهار سنتر د صرافانو د اتحادیې رئیس له خپلې خوا د صرافانو د ستونزو او وړاندیزونو په وړاندې کولو سره له خونې ملاتړ څرګند کړ او د خونې د مشرتابه پلاوي څخه یې د دوی د ستونزو د حل په برخه کې همکاری وغوښته.
ښاغلي زلګي عظیمي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د ټولو سوداګرو او پانګوالو ګډ کور وباله او د دوی د ستونزو د حل په برخه کې یې د همکاری ژمنه وکړه. نوموړي د هېواد د شمالي سیمو د وروستۍ زلزلې په اړه خبرې وکړې، د خونې لخوا د زیانمنو کسانو لپاره د نقدي مرستو لېږد یادونه وکړه، او له ټولو سوداګرو او صرافانو یې وغوښتل چې لکه پخوا، د زلزلې له اغېزمنو کسانو سره د مرستې په برخه کې هڅې جاري وساتي.
 
 
چهارشنبه، د لړم ۱۴مه، ۱۴۰۴
 
 
 

دغه غونډه د صادراتو د پراختیا او د سوداګریزو توکو د انتقال د بهیر د اسانولو په موخه، په ځانګړي ډول نړیوالو بازارونو ته د هوايي کارګو لارې د افغانستان د وچو مېوو د لېږد او همدارنګه د خصوصي سکتور او هوايي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا لپاره، د خوني د عمومي رئیس په دفتر کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، حاجي محمد ابراهیم حکمت، د ریاست‌الوزرا د اقتصادي چارو رئیس، الحاج حبیب‌الله عمر، د خوني د مشرتابه پلاوي د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال، د اماراتي شرکتونو رئیس، شرافت آخندزاده د آریانا افغان هوايي شرکت رئیس، کپتان جاهد عظیمي د کام ایر شرکت استازی، د مالیې وزارت، د صنعت او سوداګرۍ وزارت استازي، د ګمرکاتو د عوایدو رئیس، د خوني د مشرتابه پلاوی، محمد ولي امیني د خوني عامل رئیس، او یو شمېر صادروونکو او واردوونکو ګډون درلود.
ښاغلي هاشمي د حکومتي مسؤولینو له همکارۍ مننه وکړه او څرګنده یې کړه چې د خوني مشرتابه د صادروونکو، واردوونکو، هوايي شرکتونو او حکومتي چارواکو سره څو ناستې کړي، څو د هېواد د تولیدي توکو په ځانګړي ډول د وچو مېوو د هوايي کارګو له لارې د لېږد لپاره اسانتیاوې رامنځته شي. نوموړي له ګډونوالو وغوښتل چې خپل نظریات او وړاندیزونه څرګند کړي.
صادروونکو او واردوونکو د خپلو توکو د هر ټن د لېږد نرخونو په اړه خبرې وکړې او خپلې طرحې یې وړاندې کړې.
د اړوندو حکومتي ادارو استازو ډاډ ورکړ چې د هوايي ترانسپورت د لا اسانتیا لپاره عملي ګامونه پورته کوي، څو سوداګر وکولای شي خپل توکي په چټکۍ، ښه کیفیت او لږ لګښت سره نړیوالو بازارونو ته صادر کړي.
په پای کې، دواړو لورو د دوامدارو ګډو همکاریو او د هوايي کارګو له لارې د صادراتو د پیاوړتیا لپاره د ګډې کاري کمېټې پر جوړېدو ټینګار وکړ.
.
 
دوشنبه، د لړم ۱۲مه، ۱۴۰۴
 
 
 

ښاغلو: الحاج آرین زلګي عظیمي، د پانګونې مرستیال، الحاج عنایت الله صدیق زی، خدماتي مرستیال، حاجي عبیدالله، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، همایون خواجه زاده، د کابل ولایت خونې د سوداګرۍ مرستیال، د یو شمېر سوداګرو په حضور کې د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزیر محترم نورالدین عزیزی سره وکتل او له پاکستان سره د هېواد په سرحدي بندرونو کې د زرګونو کانتینرونو د تجارتي توکو د بند پاتې کېدو په اړه یې خبرې او نظرونه تبادله کړل.
په دې لیدنه کې، د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیالانو او سوداګرو یادونه وکړه چې شاوخوا ۸۰۰۰ کانتینره تجارتي توکي په دواړو خواوو کې په سرحدي بندرونو کې بند پاتې دي، او د دې وضعیت د دوام په اړه یې خپله اندېښنه څرګنده کړه. دوی د هېواد د صنعت او سوداګرۍ له وزارت څخه وغوښتل چې د شته ستونزې په حل کې ورسره مرسته وکړي.
هغوی همدارنګه یادونه وکړه چې د افغان سوداګرو زرګونه کانتینرونه په کراچۍ بندر او نورو بندرونو کې بند پاتې کېدل د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ لپاره جدي ستونزه ده، او دا وضعیت د سوداګرو او هېواد د اقتصاد لپاره د لسګونو میلیونونو ډالرو زیان لامل شوی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر د سوداګرو د ستونزو اورېدو وروسته خپل بشپړ ملاتړ د ستونزو د حل لپاره څرګند کړ او په عین وخت کې د هېواد له سوداګرو وغوښتل چې د راتلونکي لپاره د ورته پېښو د تکرار مخنیوي لپاره بدیلې لارې وکاروي.
.
 
سه‌شنبه، د لړم ۱۳مه، ۱۴۰۴
 
 
 

په ډېره خواشینۍ او ژور غم سره مو خبر ترلاسه کړ چې د لړم د ۱۲مې شپې د زلزلې په پایله کې، چې په بلخ، سمنګان، خُلم، بغلان، سرپل او کندز ولایتونو کې رامنځته شوې، تر شلو زیات هېوادوال شهیدان شوي، له درې سوه او شلو زیات ټپیان شوي او سلګونه کورونه، تجارتي مرکزونه او عامه ودانۍ تخریب شوې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس او د مشرتابه پلاوي غړي خپل ژورې خواخوږۍ او تسلیت د دغې غمیزې د قربانیانو او زیانمنو شویو کسانو له کورنیو سره شریکوي او له لوی خدای (ج) څخه د شهیدانو لپاره د جنت الفردوس، د ټپیانو لپاره عاجله شفا او د پاتې شویو کورنیو لپاره جمیل صبر غواړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه تل د هېواد د قدرمنو خلکو ترڅنګ ولاړه ده او ژمنه ده چې په دې سختو شېبو کې له زیانمنو شویو سره د مرستې لاس اوږد کړي.
له ټولو درنو سوداګرو او پانګوالو څخه غوښتنه کوو چې د خپلې وسې مطابق عاجلې او ضروري مرستې د زلزله‌ځپلو کورنیو لپاره برابرې کړي. باور لرو چې د یووالي، همکارۍ او اسلامي احساس له مخې کولای شو خپل انساني او ایماني مسؤلیت په ښه توګه ترسره کړو.
و من‌الله التوفیق
الحاج سید کریم هاشمي
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس

دغه غونډه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس الحاج سید کریم هاشمي په مشرۍ، د پاکستان له لوري د هېواد د بندرونو د تړل کېدو او د افغان سوداګرو د ستونزو په اړه جوړه شوه او ښاغلو: الحاج آرین زلگی عظیمي د پانګونې مرستیال، الحاج عنایت‌الله صدیق‌زی د خدماتي چارو مرستیال، الحاج حبیب‌الله عمر د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال، د خوني د عامل رئیس، مسؤلین او د ډیپارټمنټونو آمرینو ګډون درلود. ګډونوالو د سوداګرو د ستونزو او د حل لارو په اړه مفصل بحث او نظرونه تبادله کړل.
وروسته له مفصلو خبرو، ښاغلي هاشمي د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ د خونې له رئیس سره په تلیفوني تماس کې، د افغان سوداګرو شته ستونزې د دیورند فرضي کرښې اخوا تشریح کړې او د افغانستان ـ پاکستان ګډې سوداګرۍ خونې، په ځانګړې توګه د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ خونې رول یې د دواړو لورو د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره مهم وباله.
د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ خونې رئیس او مسؤلینو د یادو ستونزو د شتون تایید وکړ او څرګنده یې کړه چې دا وضعیت د دواړو هېوادونو په سوداګرۍ منفي اغېز لري. هغوی ډاډ ورکړ چې دا ستونزې به د پاکستان د فدراسیون د سوداګرۍ د خونو له مشرتابه سره شریکې کړي او د حل لارې به ولټوي.
د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ خونې رئیس زیاته کړه چې په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې او د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ د خونې ترمنځ یوه ګډه ناسته، د پاکستان په هېواد یا د تورخم په بندر کې، د مشورو او د اوسنیو او راتلونکو ستونزو د حل لپاره جوړه شي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس او مشرتابه پلاوي د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ د خونې له یادو څرګندونو او اقدام څخه هرکلی وکړ او د خپلو همکارۍ او چمتووالي ډاډ یې ورکړ.
.
 
دوشنبه، د لړم ۱۲مه، ۱۴۰۴
 
 
 

مقالات دیگر...