ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، د ترکمنستان د نفت او ګاز په ۳۰م نړیوال کنفرانس او نندارتون کې چې په عشق‌اباد ښار کې ترسره شو، ګډون وکړ.
په دې سفر کې، ښاغلیو: فیض احمد خوافي د مدیره پلاوي د ولایتي چارو مرستیال، میراجان سلیمان‌خېل د پالیسۍ او حکومت سره د اړیکو مرستیال، او کمال‌الدین توحید د مدیره پلاوي غړی د اتاق له عمومي رئیس سره ملتیا وکړه.
دا کنفرانس د ترکمنستان د جمهور رئیس، ښاغلي سردار بردي‌محمدوف، د مبارکۍ پیغام په وړاندې کولو سره پرانېستل شو. ولسمشر په خپل پیغام کې د نړیوالې انرژۍ د امنیت په ټینګښت کې د ترکمنستان پر مهم رول، د انرژۍ د انتقال د لارو د تنوع اړتیا، او د نفت او ګاز سکتور کې د نړیوالو همکاریو پر پراخولو ټینګار وکړ.
همدارنګه، هغه د ترکمنستان د طبیعي ګازو پر سترو زیرمو چې د نړۍ څلورم لوی زیرمه بلل کېږي، او د سیمه‌ییزو مهمو پروژو لکه د تاپي پایپ لاین یادونه وکړه.
د دې کنفرانس او نندارتون په څنډه کې، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د ترکمنستان، آذربایجان او د اماراتو د نفت او ګاز د شرکتونو له استازو سره د دوه اړخیزو لیدنو (B2B) لړۍ ترسره کړه. په دغو لیدنو کې د ګډو همکاریو د پراخولو، تخنیکي تجربو د تبادلې، او د انرژۍ په سکتور کې د پانګونې د فرصتونو په اړه مفصل بحث او نظریات تبادله شول.
 
 
چهارشنبه، د تلې ۳۰مه، ۱۴۰۴
 

ښاغلي الحاج حبیب‌الله عمر، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیال، د ښاغلیو حاجي عبدالقاسم امرخېل او حاجي یحیی پښتون، د مدیره پلاوي غړو، په حضور کې له محترم سید دهقان، د هالند مېشت افغان سوداګر، او د وچې مېوو له یو شمېر صادرونکو سره په مرکزي دفتر کې وکتل.
صادرونکو د خپلو موجوده ستونزو په اړه، چې پکې د بانکي خدمتونو مشکلات او د سیمې هېوادونو له‌خوا افغان سوداګرو ته د ویزې د صدور د اسانتیاوو نشتوالی شامل وو، خبرې وکړې او له خونې یې وغوښتل چې د اړوندو دولتي ادارو په همغږۍ کې د دوی د ستونزو د حل لپاره هر اړخیزه همکاري وکړي.
ښاغلي عمر د صادرونکو سوداګرو رول د هېواد د اقتصادي ودې او د کارموندنې د رامنځته کولو لپاره مهم وباله او له هغوی یې وغوښتل چې خپلې ټولې ستونزې په لیکلې بڼه خونې ته وسپاري تر څو د اړوندو دولتي چارواکو سره شریکې شي.
 
 
پنجشنبه، د ۱۴۰۴ کال د لړم لومړۍ نېټه
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي، د اتاق د عمومي رئیس الحاج سید کریم هاشمي په مشرۍ او د مدیره پلاوي د مرستیالانو، د دارالانشاء د رئیس او د مدیره پلاوي د ځینو غړو په ګډون، یوه ناسته ترسره کړه، چې موخه یې د عامل پلاوي د کارکوونکو د کلونو خدماتو ستاینه او د هغوی مالي تشویق وو.
په دغه ناسته کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس او د مدیره پلاوي مرستیالانو، له خپلو شخصي مالي سرچينو څخه، د ۴۰،۰۰۰ امریکایي ډالرو په اندازه مرسته د تشویقي بڼې په توګه د اتاق کارکوونکو ته ورکړه.
 
دوشنبه، د تلې ۲۸مه، ۱۴۰۴
 

ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، د ترکمنستان د نفت او ګاز د ۳۰م نړیوال کنفرانس او نندارتون په څنډه کې چې په عشق‌آباد ښار کې جوړ شوی و، د ترکمنستان د نفتو له وزیر، د هغه له مرستیال، د نفتو وزارت د صادراتو له رئیس، او د ترکمن‌باشي او سعیدي د نفتو او ګازو فابریکو له عمومي رئیسانو سره لیدنه وکړه.
په پیل کې، ښاغلي هاشمي د کنفرانس او نندارتون بریالی جوړښت وستایه، چې له ۶۰ څخه ډېرو هېوادونو پکې ګډون کړی و، او د ترکمنستان له دولت څخه یې د افغانستان سره د اقتصادي او انرژۍ په برخه کې د همکاریو لپاره مننه وکړه.
نوموړي بیا د افغان سوداګرو هغه ستونزې شریکې کړې چې د نفتو او ګازو سکتور کې ورسره مخ دي، په ځانګړي ډول د ګازو او ډیزل تیلو د بارولو ستونزه چې د واګونونو د کمښت له امله رامنځته شوې ده. هغه وړاندیز وکړ چې د ژمي د موسم د رانژدې کېدو په پام کې، باید د کښتۍ او موټر له لارې د موادو د انتقال ظرفیت زیات شي.
د ترکمنستان د نفتو چارواکو له دې وړاندیزونو مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د هېواد د اورګاډي له وزارت سره به خبرې وشي، څو د افغان سوداګرو ستونزو ته په خپل وخت رسیدګي وشي او د نفتو موادو انتقال چټک شي.
 
 
پنجشنبه، د لړم ۱ لومړی، ۱۴۰۴
 

ښاغلي الحاج حبیب‌الله عمر، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال د محترم محمد یوسف یوسفي، د اتاق د رهبري غړي په شتون کې، د فراه ولایت د سوداګرۍ اتاق له لومړي مرستیال محترم حاجي ذکریا او مل پلاوي سره په مرکزي دفتر کې لیدنه وکړه.
محترم ذکریا د فراه اتاق د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او د خصوصي سکتور د عمده ستونزو، لکه د ترانسپورتي اسانتیاوو نشتوالی او د بار وړونکو موټرو د کرايو لوړوالي یادونه وکړه. هغه له ښاغلي عمر نه وغوښتل چې فراه ولایت ته سفر وکړي او هلته د سوداګرو ستونزې له نږدې واوري.
ښاغلي عمر، د فراه د اتاق د پلاوي راتګ ته ښه راغلاست ووایه او ډاډ یې ورکړ چې د هېواد د سوداګرو د ستونزو د حل په برخه کې به له خپلې هر اړخیزې همکارۍ څخه ډډه ونه کړي.
هغه زیاته کړه چې د اتاق رهبري پلان لري چې ډېر ژر ولایتونو ته سفرونه ترسره کړي څو د خصوصي سکتور ستونزې له نږدې واوري او له اړوندو حکومتي مقاماتو سره یې شریکې کړي.
 
دوشنبه، د تلې ٢٨مه، ۱۴۰۴ هـ.ش
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د صادراتو د پراختیا په موخه، په ځانګړې توګه د هوایي کارګو له لارې د توکو د لېږد د اسانولو لپاره، خپله دویمه ناسته د اتاق د ټولنیزو او فرهنګي چارو د مرستیال الحاج حبیب الله عمر، د وچې مېوو د صادرونکو، د درملو او جامو د واردوونکو اتحادیو د استازو او همدارنګه د یو شمېر صادرونکو او واردوونکو سوداګرو په ګډون، د اتاق د کنفرانسونو په تالار کې جوړه کړه.
ښاغلي حبیب الله عمر، د هېواد سوداګرو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ، د دې ناستې هدف د هوایي کارګو له لارې د هېواد د صادراتو د اسانتیاوو رامنځته کول وباله او له ګډونوالو سوداګرو یې څخه یې وغوښتل چې خپلې نظریې، وړاندیزونه او ستونزې څرګندې کړي، څو د اړوندو دولتي ادارو سره په همغږۍ د حل لپاره یې هڅې وشي.
ښاغلي محمد ولي امیني، د اتاق عامل رئیس، د هوایي کارګو د ارزښت په اړه په هغو هېوادونو کې چې سمندر ته لاسرسی نه لري، خبرې وکړې او د هېواد د صادراتو پر وړاندې د اوسنیو ستونزو په نظر کې نیولو سره یې د هوایي کارګو کارونه یوازینی غوره انتخاب وباله. نوموړي زیاته کړه چې د صادراتي توکو د انتقال لګښت د راکمولو لپاره، په ځانګړې توګه هندوستان ته، د درملو، آرایشي توکو او الکترونیکي وسایلو واردات د هوایي کارګو له لارې کولای شي د صادراتي توکو د لېږد کرایه کمه کړي، او واردوونکي یې وهڅول چې له هوایي کارګو څخه ګټه واخلي.
په دې ناسته کې د درملو واردوونکو او د صادراتو سوداګرو خپلې نظریې او وړاندیزونه وړاندې کړل، او د ځینو حساسو توکو لکه درملو د واردولو لپاره د هوایي کارګو د کارولو چمتووالی څرګند کړ. هغوی له حکومتي مشرتابه څخه د انتقال د کرایې په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو غوښتنه وکړه.
په پای کې، ښاغلي الحاج حبیب الله عمر، د ناستې د پایلو په ټولیزه ارزونه کې زیاته کړه چې د هندي توکو واردات د هوایي کارګو له لارې نه یوازې دا چې په لږ وخت کې ترسره کېدای شي، بلکې د صادراتي توکو د انتقال په کرایه هم مستقیم اغېز لري. هغه له ګډونوالو سوداګرو وغوښتل چې نور واردوونکي هم وهڅوي څو له هوایي لارې د توکو واردولو ته مخه کړي.
 
 
شنبه، د لړم ۳مه، ۱۴۰۴
 

مقالات دیگر...