د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د ریاست الوزراء اداري مرستیال، ښاغلي الحاج مولوي عبدالسلام حنفي سره د ریاست الوزراء د معاونیت په دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د خونې د عمومي رئیس او مشرتابه پلاوي د نورو غړو له لوري د خصوصي سکتور او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې اړوند بېلابېل موضوعات د ریاست الوزراء اداري مرستیال سره مطرح شول چې په ځواب کې ښاغلي الحاج مولوي عبدالسلام حنفي د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
په دې لیدنه کې د خونې د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال، الحاج حبیب‌الله عمر، د مدیره پلاوي خدماتي چارو مرستیال، الحاج عنایت الله صدیق‌زي، د مدیره پلاوي غړي، الحاج محمد یوسف یوسفي، د عامل پلاوي رئیس، الحاج محمد ولي امیني او د عامل پلاوي اداري او مالي مرستیال، میرزمان پوپل هم ګډون درلود.
 
سه‌شنبه، مرغومي ۹مه، ۱۴۰۴
 
 
 
 
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د بلخ ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې له رئیس، الحاج محمد ابراهیم غضنفر سره د خصوصي سکتور او سوداګریزو مسایلو په اړه بحث او د نظر تبادله وکړه.
دغه راز په دې کتنه کې ښاغلي غضنفر د عمومي رئیس په توګه د ښاغلي هاشمي پر ټاکنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ مبارکي ورکړه، د سوداګرۍ او پانګونې برخه کې یې د ده کړنې هم وستایلې.
 
سه‌شنبه، مرغومي ۹مه، ۱۴۰۴
 
 
 
 
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د خونې د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال، ښاغلي الحاج حبیب‌الله عمر په حضور کې، د هند د آلمانس کمپنیو د ګروپ له رئیس، ښاغلي نوجید سېنګ ثبوت او مل پلاوي سره د عمومي ریاست په دفتر کې ولیدل.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د فرصتونو، د تخنیکي تجربو د لېږد، د بنسټیزو پروژو په برخه کې د ګډې پانګونې، او د خصوصي سکتور د فعالیتونو د اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه بحث او د نظر تبادله وکړه.
ښاغلي ثبوت د آلمانس کمپنیو له لوري په بېلابېلو سکتورونو، په ځانګړي ډول د کانونو ایستنې، نفتي او ساختماني چارو کې د پانګونې لپاره د چمتووالي یادونه وکړه او همدارنګه یې له افغان سوداګرو سره د تخنیکي تجربو د شریکولو خبره وکړه.
نوموړي د خونې له مشرتابه وغوښتل چې د افغانستان په بېلابېلو سکتورونو کې د پانګونې د فرصتونو او څرنګوالي په اړه خپل معلومات ورسره شریک کړي.
ښاغلي هاشمي د افغانستان په بېلابېلو سکتورونو کې د هندي کمپنیو د پانګونې له لېوالتیا هرکلی وکړ، د افغان او هندي سوداګرو ترمنځ پر ګډو پانګونو، د دوامدارو مشارکتونو رامنځته کولو، د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د ښه والي او له شته ظرفیتونو څخه يې په اغېزمنې استفادې ټینګار وکړ.
همدارنګه یې ډاډ ورکړ چې د سوداګرۍ او پانګونې خونه به د نافذه قوانینو په چوکاټ کې د بهرنیو کمپنیو د پانګونې لپاره لازمې همکارۍ او سوداګریزې اسانتیاوې برابرې کړي.
هغه د افغانستان او هند ترمنځ د ګډې خونې جوړول د صادراتو د زیاتوالي، د سوداګریزو نظرونو د تبادلې، د اسانتیاوو د رامنځته کولو او د ګډو پانګونو په برخه کې مهم وبلل.
په پای کې، دواړو لوریو د اړیکو پر دوام، د وړاندیزونو پر تخنیکي ارزونه او د مطرح شویو موضوعاتو پر عملي تعقیب ټینګار وکړ څو اغېزمنې او دوامدارې همکارۍ پیل شي.
 
دوشنبه، مرغومي ۱، ۱۴۰۴
 
 
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د افغانستان لپاره د امریکا له پخواني ځانګړي استازي، ښاغلي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره په کابل کې وکتل.
دواړو لوریو پر اقتصادي، سوداګريزو او بانکي ستونزو بحث او د نظر تبادله وکړه.
دوی د افغانستان پر کنګل شویو پيسو هم بحث وکړ.
ورپسې ښاغلي خلیلزاد د یادو مطرح شویو ستونزو د حل په برخه کې د همکاریو ژمنه وکړه.
 
دوشنبه، مرغومي۸، ۱۴۰۴
 
 
 
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د کابل ښاروال، مولوي عبدالرشید بلوڅ سره وکتل.
ښاغلي بلوڅ د خونې د مشرتابه پلاوي هرکلی وکړ او د ښاري ماسټرپلان د تطبیق او ښاروالۍ د بېلابېلو پروګرامونو په اړه یې معلومات وړاندې کړل، او د دغو مهمو پروګرامونو په بریالیتوب کې یې د خصوصي سکتور همکاري مهمه وبلله.
په دې لیدنه کې ښاغلي هاشمي د کابل ښاروالۍ سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ، او د هېواد د خصوصي سکتور د عالي نښان په ډالۍ کولو سره یې د ښاري ماسټرپلان د تطبیق، ښاري خدمتونو، ښاري پراختیا، د سړکونو پراختیا، د کابل ښار د سمون او ښکلا، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د هېواد د خصوصي سکتور د ملاتړ په برخه کې د کابل ښاروال خدمات او کړنې وستایلې.
په دې کتنه کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال، الحاج حبیب‌الله عمر، دارالانشا رئیس، الحاج ذبیح‌الله عمرخېل، د خونې د مدیره پلاوي غړو؛ یحیی پښتون، يوسف یوسفي، هېواد باز، حمیدالله حبیبي، عبدالله رحیمي او د دې خونې د عامل پلاوي رئیس، محمد ولي امیني ګډون درلود.
 
یکشنبه، لیندۍ ۳۰مه، ۱۴۰۴
 
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، په کابل کې د چین له سفیر، ښاغلي ژايو شینګ سره د خونې په مرکزي دفتر کې وکتل، او د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا او د پانګونې په شته فرصتونو یې بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
ښاغلي هاشمي د سفیر او مل پلاوي هرکلی وکړ او د تېرو کلونو په ترڅ کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې د ښه کېدو په حال کې وبللې.
نوموړي د سوداګرو د ګډو پانګونو د هڅونې، د سوداګرۍ پر وړاندې د خنډونو د لرې کولو او د سوداګریزو اسانتیاوو د رامنځته کولو برخه کې د خونې او د چین سفارت ترمنځ پر لا زیاتې همکارۍ ټینګار وکړ.
هغه د سیمې په اقتصادي پرمختګ او په افغانستان کې د سترو بنسټیزو پروژو په ملاتړ کې د چین رول مهم وباله او له سفیر څخه یې وغوښتل چې چینایي سوداګر وهڅوي څو د افغانستان د نفتو د تصفیې او د اوسپنې د ویلې کېدو فابریکې د جوړولو برخه کې له افغان سوداګرو سره تخنیکي همکاري او ګډه پانګونه وکړي.
د چین سفیر په دې لیدنه خوښي وښوده او د افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره یې د چین ولسي جمهوریت ژمنتیا بیا تایید کړه.
هغه ډاډ ورکړ چې په کابل کې د چین سفارت چمتو دی څو د سوداګریزو اړیکو د اسانتیا او د افغانستان له خصوصي سکتور سره د چینایي پانګوالو د ګډو پانګونو د هڅونې برخه کې همکاري وکړي.
په دې لیدنه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د سوداګریزو چارو مرستیال، ګلبهار حبیبي او د مدیره پلاوي غړو؛ محمد یوسف یوسفي او ذبیح‌الله صمیم هم ګډون درلود.
 
دوشنبه، د ۱۴۰۴ کال د مرغومي ۲مه
 
 
 
 

مقالات دیگر...