ښاغلي محمد یونس مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، د ښاغلي خانجان الکوزي او ضیاءالدین اچکزي د اتاق د مدیره پلاوي غړو، میرزمان پوپل د اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال سرپرست، عتیق الله مومند زاده د ننګرهار اتاق رئیس، همایون خواجه زاده د کابل اتاق سوداګریز مرستیال او د رخت او خامو موادو ټولنو محترمو رئیسانو په شتون کې، د ګمرکونو معینیت د عوایدو عمومي رئیس او د بررسۍ رئیس سره وکتل، د رخت او خامو موادو د مالیاتي اسنادو د ارزونې په هکله یې موجوده ستونزې شریکې کړې.
ښاغلي عبیدالله د رخت د ټولنې رئیس او نورو سوداګرو، د خپلو شرکتونو د مالیاتي اسنادو د ارزونې په برخه کې خپلې ستونزې یادې کړې او په ګمرکونو کې د مالیاتو په یو وار اخیستلو ټینګار وکړ. هغوی، د اتاق له مشرتابه او د ګمرکونو معینیت له مسوولینو وغوښتل چې د دوی د ستونزو په حل او پدې هلکه د عملي ګامونو په اخیستلو کې همکاري وکړي.
ښاغلي محمد یونس مهمند، د هېواد د اقتصادي ودې او پراختیا کې د سوداګرو رول مهم وباله او د ګمرکونو معینیت مسوولینو یې وغوښتل چې د رخت او خامو موادو د سوداګرو د ستونزو په حل کې هر اړخیزه همکاري وکړي. هغه، د شفافیت رامنځته کولو په موخه د سوداګرو له خوا د مالیاتو په یو وار ورکولو ټینګار وکړ.
د ګمرکونو د عوایدو عمومي رئیس، د اتاق مشرتابه او د جامو او خامو موادو سوداګرو د ستونزو له اورېدو وروسته، د مالیاتو د قانون د پلي کولو په اړه خبرې وکړې او د سوداګرو لپاره د اسانتیاوو په رامنځته کولو او د هغوی د ستونزو په حل کې د ګمرکونو معینیت د مشرتابه د همکارۍ ډاډ ورکړ.
شنبه، زمري ۲۰ مه، ۱۴۰۳