ښاغلي توکل احمدیار د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، او ښاغلي محمد یونس مهمند د اتاق لومړی مرستیال، د ښاغلیو: احمد فواد دوست د اتاق د مدیره پلاوي غړی، په دوبۍ کې د افغانستان قونسل، محمد یوسف مهمند او فیض محمد خوافي د هېواد پېژندل شوي سوداګرو په شتون کې په هغه غونډه کې چې د دبۍ میشت افغان سوداګرو په کوربه توب جوړه شوې وه، ګډون وکړ او د هېواد د اوسني سوداګرۍ او پانګونې وضعیت په اړه یې خبرې وکړې.
ښاغلي توکل احمدیار د متحده عربي اماراتو له حکومت څخه د افغان سوداګرو لپاره په دوبۍ او د دې هیواد په نورو لویو ښارونو کې د پانګونې د اسانتیاوو برابرولو له امله مننه وکړه او له افغانستان سره د سیمې هېوادونو په ځانګړي ډول د متحده عربي اماراتو د ښو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو غوښتنه وکړه.
ښاغلي محمد یونس مهمند، په افغانستان کې د سرتاسري امنیت تامین، د کوکنارو کښت منع کیدل او د اداري فساد له منځه وړل یې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه وبلل او په دبۍ کې له میشت افغان سوداګرو یې وغوښتل چې د هیواد په بیلابیلو اقتصادي سکتورونو کې پانګونه وکړي. هغه، د خصوصي سکتور د ملاتړ صندوق چې د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت له خوا رامنځته شوی یادونه وکړه او له ټولو افغان سوداګرو یې وغوښتل چې د یاد صندوق په ملاتړ کې ونډه واخلي.
په دوبۍ کې د افغانستان قونسل، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي له هڅو مننه وکړه چې په هېواد کې د پانګونې د جلب لپاره یې ترسره کړي او ډاډ یې ورکړ چې د افغان سوداګرو ستونزو ته په رسېدنه او د متحده عربي اماراتو حکومت له چارواکو سره په همغږۍ د سوداګریزو اسانتیاوو په رامنځته کولو کې خپل ملاتړ کوي.