د سارک اتاق د درې اتیايمې اجرائيه کمیټې او اوه ويشتمې عمومی مجمع ګډه غونډه جوړه شوه.

ښاغلي خیرالدین مایل احمدی، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستيال، په داسې حال کې چې ښاغلۍ جاشیم‌الدین، د سویلي آسیا د سوداګرۍ ټولنې رئیس، د سویلي آسیا هیوادونو او د چین د سیچوان ولایت استازو هم شتون درلود، په سریلانکا کولمبو ښار کې د سارک اتاق په درې اتیايمې اجرائيه کمیټې او اوه ويشتمې عمومی مجمع غونډه کې ګډون وکړ.
 
په دې غونډه کې د سارک غړو هیوادونو تر منځ د ګډو همکاریو، د سارک اتاق د تیرو کلونو فعالیتونو، د نندارتونونو تنظیم، د غړو هیوادونو لخواه په ملي او نړیوالو نندارتونونو کې د لویو شرکتونو معرفي کولو، کلني مصارف، د غړیتوب فیس کمولو، د راتلونکو کلونو کاري پلانونو، او د ۲۰۰۹ کال راهیسې په پاکستان اسلام آباد کې د سارک اتاق د ودانۍ جوړولو او پدې هکله د یوې کمیټې په رامنځته کولو په رابطه خبرې اترې وشوې.
 
 
دوشنبه، زمري ۱۵ مه، ۱۴۰۳