ښاغلي جلالتمآب الحاج مولوی عبدالکبیر د ریاست الوزراء عالی مقام سیاسي مرستیال او ښاغلیو: محمد یونس مهمند، د اتاق لومړی مرستیال، خیرالدین مایل احمدي، د اتاق سوداګریز مرستیال، خان جان الکوزی، د اتاق د مشرتابه پلاوي غړي، ښاغلي میرزمان پوپل د عامل پلاوي مالی او اداري مرستیال سرپرست، په داسې حال کې د بهرنیو چارو او کرنې وزارتونو مرستیالانو، د کرنې اتاق مرستیال، د مختلفو ټولنو رئیسانو او د هېواد سوداګر او پانګوال هم حضور درلود، د وچې میوې ټولنې نوی رئیس او مرستیال معرفي کړل.
 
ښاغلي عبدالقاسم امرخیل، د یادې ټولنې نوی رئیس، په دې کنفرانس کې د مېلمنو د راتګ هرکلی وکړ او د ټولنې لویې ستونزې یې په لاندې برخو کې یادې کړې: د ګاونډي هېواد له خوا د لارو تړل، د پاکستان لخوا د ګمرکي محصولاتو دوه سلنه زیاتوالی، د مالیې وزارت له خوا د سوداګریزو اسنادو په ارزونه کې د اسانتیاوو نشتوالی، او د دولت له خوا د دې ټولنې سوداګرو ته د ځمکې نه ورکړه. هغه د حکومت او اتاق له مشرتابه وغوښتل چې د دې ستونزو په حل کې عملي ګامونه واخلي.
ښاغلي محمد یونس مهمند، د دې ټولنې رئیس او مرستیال ته د مبارکۍ ترڅنګ، د افغانستان او اروپایي هېوادونو ترمنځ د مستقیمو الوتنو پر اهمیت ټینګار وکړ او د بهرنیو چارو او کرنې وزارتونو له مرستیالانو څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې له اتاق سره مرسته وکړي.
د اتاق لومړي مرستیال، په افغانستان کې د ویزې د مرکز جوړول د اقتصاد د ودې، د صادراتو د زیاتوالي، او د سوداګرو لپاره د ویزې د اسانتیاوو د زیاتوالي لپاره اړین وګاڼه او له حکومتي چارواکو یې وغوښتل چې دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلي جلالتمآب مولوي عبدالکبیر، د دې ټولنې رئیس او مرستیال ته د مبارکۍ ترڅنګ، د ستونزو په حل او سوداګرو ته د اسانتیاوو په برابرولو کې د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ.
ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د وچې میوې ټولنې د نوي رئیس او مرستیال ټاکنې ته مبارکي وویله او د صادراتو په زیاتوالي او د هېواد د اقتصاد په وده کې یې د وچې میوې رول مهم وباله. هغه، له ټولو سوداګرو وغوښتل چې د وچې میوې په معیاري پروسس او بسته بندۍ کې جدي پاملرنه وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، د هېواد د موجوده فرصتونو په اړه خبرې وکړې او له ټولو افغان سوداګرو او پانګوالو چې په بهر کې مېشت دي وغوښتل چې هېواد ته راشي او په مختلفو سکتورونو کې پانګونه وکړي.
د کرنې وزارت مرستیال، په هېواد کې د زراعتي محصولاتو د صادرونکو سوداګرو د ستونزو په حل او ورته د اسانتیاوو په برابرولو کې د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ.
محترم الکوزي، د دې ټولنې د اهمیت په اړه معلومات وړاندې کړل او له د تازه او وچې میوې سوداګرو څخه یې وغوښتل چې نړیوالو معیارونو سره سم محصولات صادر کړي.
همدارنګه ښاغلي محمد یونس مهمند او ښاغلي خانجان الکوزي د حکومت د لوړپوړو چارواکو، د هېواد سوداګرو او پانګوالو په حضور کې د کابل ښار د دهن باغ څلور لارې په سیمه کې د عظیم ټاور د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
ښاغلي مهمند، د مبارکۍ ویلو ترڅنګ د داسې لوړپوړو ودانیو اهمیت ته په اشاره سره، چې د خلکو اړتیاوې پوره کوي، له دغې ودانۍ مسؤولینو څخه وغوښتل چې د اوبو تصفیه خانه او د تودوخې سیستم د نړیوالو معیارونو او د ودانیزو سکټور له مخې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپاري. هغه، له ټولو ښار میشتو څخه غوښتنه وکړه چې د ښار په پاکۍ، آبادۍ او د ودانیو په جوړولو کې له کابل ښاروالۍ سره همکاري وکړي.
 
 
 
یکشنبه، تلې ۲۲مه، ۱۴۰۳
 
 

ښاغلي خیرالدین مایل احمدی، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال، کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، چې ښاغلی محمد داود یوسفزی، د مرکزي اتاق غړی او یو شمېر مهم سوداګر یې ملګري وو، د سوداګریزو موضوعاتو او د ولایتي اتاقونو تر منځ د همکارۍ د پیاوړتیا په موخه، د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې له اتاق څخه لیدنه وکړه او له ښاغلي محمد صدیق مهمند، د کندهار د اتاق له رئیس سره یې خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي محمد صدیق مهمند او د اتاق نورو غړو د ښاغلي خیرالدین مایل احمدي راتګ هرکلی وکړ او د سوداګرۍ او پانګونې اړوند کلیدي موضوعاتو او د خصوصي سکتور په رول یې خبرې وکړې.
ښاغلي مایل احمدي، د کندهار د اتاق د مشرتابه د مېلمه پالنې څخه د مننې ترڅنګ، په دې ولایت کې سوداګریزې ستونزې او فرصتونه واورېدل او کندهار یې له اقتصادي پلوه یو له ستراتېژیکو ولایتونو څخه یاد کړ او په تولیدي او بنسټیزو برخو کې یې د ګډو پانګونو پر تطبیق کولو ټینګار وکړ.
 
 
شنبه، تلې ۲۱مه، ۱۴۰۳
 
 

ښاغلي جلالتمآب ملا عبدالغني برادر، د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستيال او د اقتصادي کمیسیون لوی رئیس، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي او یو شمېر پيژندل شویو سوداګرو او پانګوالو په ملتيا په امام ابوحنیفه(رح) نندارتون کې د هېواد د تولیداتو او محصولاتو بېلابېلو غرفو څخه ليدنه وکړه او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل.
 
ښاغلي برادر، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي څخه د امام ابو حنيفه (رح) د ملي او نړيوال دريم نندارتون د جوړولو له کبله مننه وکړه او د صنعت، کرنې، خدماتو او نورو سکتورونو د بېلابېلو شرکتونو له استازو سره خبرې وکړې او د هغوی له محصولاتو، نوښتونو او لاسته راوړنو څخه خبر شو.
نوموړي د دغسې نندارتونونو رول د اقتصاد په وده، د محصولاتو په معرفي کولو او د افغان او بهرنيو سوداګرو ترمنځ د ګډو پانګونو په جلبولو کې مهم وباله او د حکومت له خوا يې د سوداګرو لپاره د سوداګریزو اسانتیاوو په برخه کې د ملاتړ ډاډ ورکړ.
شاغلي محمد يونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، د ښاغلي برادر راتګ ته ښه راغلاست ووايه او د سوداګرو لویې ستونزې یې ورسره شريکې کړې او له اقتصادي معاونیت مقام څخه یې غوښتنه وکړه چې د سوداګرو لپاره د نورو اسانتیاوو په برخه کې له اتاق سره همکاري وکړي.
 
 
 
يکشنبه، تلې ١٥مه، ۱۴۰۳
 
 

اغلې وی رونیکا بوسویک پوهار، د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفیر، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي او یو شمېر افغان سوداګرو په ملتیا، د امام ابو حنیفه (رح) درېیم ملي او نړیوال نندارتون د تولیداتو او محصولاتو له بېلابېلو غرفو څخه لیدنه وکړه او د سوداګرو ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل.
 
ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، د اغلې وی رونیکا راتګ ته هرکلی ووایه او د اروپایي هېوادونو، په ځانګړي ډول د آلمان، بلجیم، سویډن، ناروې، چکسلواکیا او نورو سره د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او له اروپایي ټولنې سفیر څخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د اتاق لومړي مرستیال، له اروپایي هېوادونو څخه افغانستان ته د پیسو انتقال او د سوداګرو لپاره د ویزې نشتوالی یې له لویو ستونزو څخه وبللې. نوموړي، د صادراتو د زیاتوالي او د سوداګرو لپاره د اسانتیاوو د زیاتولو په موخه، د اروپا د ویزو ورکولو مرکز جوړول یې اړین وباله.
ښاغلي مهمند، د دې نندارتون کې د ایران، پاکستان، ترکیې، متحده عربي اماراتو او سویس په ګډون د مختلفو هېوادونو د خصوصي سکتور ګډون په اړه د اروپایي ټولنې سفیر ته معلومات ورکړل او د کوچنیو او منځنیو متشبثینو لپاره د سوداګریزو حرفوي زده کړو په برخه کې د همکاریو غوښتنه وکړه.
اغلې وی رونیکا، د دې لوی ملي او نړیوال نندارتون د جوړېدو په پار د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي څخه خوښي وښوده. هغې، د خصوصي سکتور رول د نظامونو په مالي جریان کې مهم وباله او ډاډ یې ورکړ چې په تخنیکي مهارتونو، د کوچنیو متشبثینو ملاتړ او بانکي ستونزو په حل کې به له اتاق سره همکاري کوي.
 
 
یکشنبه، تلې ۲۲مه ۱۴۰۳
 
 

ښاغلي مه چینګ وانګ، په افغانستان کې د چین سفارت سوداګریز اتشه، چې د اتاق د مشرتابه پلاوي او یو شمېر افغان پانګوالو یې ملتیا کوله، د امام ابو حنیفه (رح) درېیم ملي او نړیوال نندارتون له بېلابېلو غرفو څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي مه چینګ وانګ، یاد نندارتون د سیمې یو له لویو نندارتونونو څخه وباله او په افغانستان کې د تولیدي محصولاتو د معرفي کولو او اقتصادي پرمختګ په برخه کې د دغه ډول نندارتونونو رول مهم وګاڼه. هغه، وویل چې د چین او افغانستان ترمنځ سوداګري په پراختیا کې ده او د اتاق د مشرتابه پلاوي څخه یې غوښتنه وکړه چې په هغه نندارتون کې ګډون وکړي چې ډېر ژر به په چین کې جوړ شي.

ښاغلي محمد یونس مهمند، د ښاغلي مه چینګ وانګ راتګ ته د امام ابوحنیفه (رح) نندارتون ته هرکلی ووایه او د تېرو کلونو په اوږدو کې د چین له خوا د افغانستان له خلکو سره د مرستو او همکاریو مننه وکړه او په سوداګریزو اړیکو کې د لا زیاتې ودې غوښتنه وکړه. هغه، له سوداګریز اتشه وغوښتل چې د چین له خصوصي سکتور سره په ګډه په افغانستان کې د لوی ماشینري نندارتون په جوړولو او همدارنګه د افغان سوداګرو لپاره د ویزو په صادرولو کې او د لا زیاتو اسانتیاوو په برخه کې همکاري وکړي.

ښاغلي مهمند، د واخان کوریډور د افغانستان او چین ترمنځ د وصل نقطه وبلله او له ښاغلي مه چینګ وانګ څخه یې غوښتنه وکړه چې د یاد کوریډور د پیل په برخه کې د چین د دولت سره په همغږۍ همکاري وکړي.

 

 

پنجشنبه، تلې ۱۹مه، ۱۴۰۳

 

د امام ابو حنیفه (رح) درېیم ملي او نړیوال نندارتون، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لوري او د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ د اوو ورځو لپاره په کابل کې جوړ کړی و، د مطبوعاتي کنفرانس او یوې شاندارې غونډې په ترڅ کې پای ته ورسېد، په یاده غونډه کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال جلالتمآب مولوی عبدالکبیر، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د کابل اتاق مشرتابه پلاوي، د ریاست الوزرا د دفتر رییس، د چارو ادارې لوۍ رئیس، د صنعت او سوداګرۍ وزارت او اقتصاد وزارت مرستیالیان، د اروپايي ټولنې استازې، د نړیوالو ادارو استازي، بهرني مېلمانه، د نندارتون رئیس او د خصوصي سکتور سلګونه غړي ګډون کړی و.
 
په پیل کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، ښاغلي محمد یونس مهمند، د حکومت چارواکو او داخلي او بهرنیو مېلمنو د هرکلي په ترڅ کې د نندارتون د بریالیتوب لپاره د حکومت، صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستو، د امنیتي ادارو د ښه امنیت، د امر بالمعروف وزارت او نورو اړوند ادارو څخه مننه وکړه.
ښاغلي مهمند، همدارنګه د کورنیو مالي ملاتړکوونکو، نړیوالو بنسټونو او موسسو، د ایراني شرکتونو او د مرکز او ولایتونو شرکتونو څخه مننه وکړه چې خپل تولیدات یې په نندارتون کې وړاندې کړي وو.
د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مرستیال، له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د خلکو کنګل شوې شتمنۍ چې خلکو او خصوصي سکتور ته یې زیاتې ستونزې رامنځته کړې دي، بېرته د افغانستان بانک ته ورکړي. هغه همدارنګه له حکومتي چارواکو څخه وغوښتل چې په کابل ښار کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د نیمګړې ودانۍ په جوړولو کې له اتاق سره مرسته وکړي. ښاغلي مهمند، د مالیې وزارت څخه د ځینو صنفونو د مالیې معافیت لپاره مننه وکړه او له دوی څخه یې وغوښتل چې په مالي چارو کې نورې اسانتیاوې رامنځته کړي.
ورپسې د ریاست الوزرا پیغام د داکتر عبدالواسع له لوري وړاندې شو، په کوم کې چې د امام ابو حنیفه (رح) د درېیم ملي او نړیوال نندارتون د بریالیتوب لپاره مبارکي ویل شوې وه او د خصوصي سکتور څخه غوښتل شوي وو چې د قوش تپې پروژې په څېر لویو اقتصادي پروژو کې ګډون وکړي. په پیغام کې همدارنګه له سوداګرو غوښتل شوي وو چې د ژمي لپاره د خلکو اړتیاوې په پام کې ونیسي.
وروسته، د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال، جلالتمآب مولوي عبدالکبیر، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لوري د دې لوی نندارتون د جوړولو ستاینه وکړه او له ټولو ګډونوالو څخه یې مننه وکړه چې خپل تولیدات یې نندارې ته وړاندې کړي وو. هغه د افغانستان د حکومت له ګاونډیو او سیمه‌ییزو هیوادونو سره د ښو اړیکو یادونه وکړه او د افغانستان بهرنۍ تګلاره یې پر اقتصاد متمرکزه وبلله. نوموړي د خصوصي سکتور د بشپړ ملاتړ ډاډ هم ورکړ، په ځانګړي ډول د پانګونې په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه.
دغه راز، ښاغلي نورالحق انور، د چارو ادارې لوی رئیس، ښاغلي احمدالله زاهد، د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، او ښاغلي عبدالطیف نظری، د اقتصاد وزارت مسلکي معین، د خپلو ادارو د پالیسۍ په اړه خبرې وکړې، چې په هغې کې د پانګونې قانون اسانتیاوې، پانګوالو ته د ځمکې وېش، او د اقتصادي پروژو په اړه خبرې وشوې.
ښاغلي الحاج خیرالدین مایل احمدي، د سوداګرۍ اتاق سوداګریز مرستیال، د نندارتون د بریاوو یادونه وکړه او له ټولو حکومتي ادارو، نهادونو، شرکتونو او هغو کسانو څخه یې مننه وکړه چې د نندارتون په بریالیتوب کې یې مرسته کړې وه.
ښاغلي مایل د نندارتون رئیس صابر لطیفي او امنیتي ځواکونو څخه مننه وکړه او له حکومته یې وغوښتل چې د خصوصي سکتور د پانګونې او سوداګرۍ په برخه کې لا زیات ملاتړ وکړي.
ښاغلي میر زمان پوپل، د سوداګرۍ اتاق د مالي او اداري معاونیت سرپرست، د نندارتون د لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې له ۷۰۰ زرو څخه زیاتو کسانو په اوو ورځو کې د امام ابو حنیفه (رح) درېیم ملي او نړیوال نندارتون ته مراجعه کړې وه؛ ۷۰۰ داخلي او بهرني شرکتونو (له ایران، پاکستان او ترکیې څخه) خپل تولیدات او محصولات نندارې ته وړاندې کړي وو؛ په کورني برخه کې ۳۲۴ قراردادونه او هوکړه لیکونه د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت لاسلیک شوي او د تولیدي او تجارتي توکو د پلور ارزښت ۷۰ میلیونه افغانۍ شوی دی.
ښاغلي پوپل زیاته کړه: ۷۰ ایراني شرکتونو په ۱۰۰۰ متر مربع ساحه کې برخه اخیستې وه او پاکستان او ترکیې هم درې غرفې لرلې. همدارنګه، د نندارتون په دویمه ورځ او په سرینا هوټل کې د سوداګریز کنفرانس پر مهال له ۱۰۰ څخه زیات تفاهمنامې او قراردادونه د داخلي او بهرنیو شرکتونو ترمنځ د ۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت لاسلیک شوي او یو شمېر بهرنیو شرکتونو په افغانستان کې د پانګونې لپاره خپله چمتووالی څرګند کړ.
د پروګرام په پای کې، د نندارتون ملاتړکوونکي، امنیتي مسوولینو او هغو غرفه‌دارانو ته چې خپل تولیدات او خدمات یې نندارې ته وړاندې کړي وو، د سوداګرۍ اتاق له لوري ستاینلیکونه ورکړل شوې.
 
 
 
شنبه، تلې ۲۱مه، ۱۴۰۳
 
 

مقالات دیگر...