ښاغلي جلالتمآب ملا عبدالغني برادر، د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستيال او د اقتصادي کمیسیون لوی رئیس، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي او یو شمېر پيژندل شویو سوداګرو او پانګوالو په ملتيا په امام ابوحنیفه(رح) نندارتون کې د هېواد د تولیداتو او محصولاتو بېلابېلو غرفو څخه ليدنه وکړه او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل.
ښاغلي برادر، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي څخه د امام ابو حنيفه (رح) د ملي او نړيوال دريم نندارتون د جوړولو له کبله مننه وکړه او د صنعت، کرنې، خدماتو او نورو سکتورونو د بېلابېلو شرکتونو له استازو سره خبرې وکړې او د هغوی له محصولاتو، نوښتونو او لاسته راوړنو څخه خبر شو.
نوموړي د دغسې نندارتونونو رول د اقتصاد په وده، د محصولاتو په معرفي کولو او د افغان او بهرنيو سوداګرو ترمنځ د ګډو پانګونو په جلبولو کې مهم وباله او د حکومت له خوا يې د سوداګرو لپاره د سوداګریزو اسانتیاوو په برخه کې د ملاتړ ډاډ ورکړ.
شاغلي محمد يونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، د ښاغلي برادر راتګ ته ښه راغلاست ووايه او د سوداګرو لویې ستونزې یې ورسره شريکې کړې او له اقتصادي معاونیت مقام څخه یې غوښتنه وکړه چې د سوداګرو لپاره د نورو اسانتیاوو په برخه کې له اتاق سره همکاري وکړي.