اغلې وی رونیکا بوسویک پوهار، د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفیر، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي او یو شمېر افغان سوداګرو په ملتیا، د امام ابو حنیفه (رح) درېیم ملي او نړیوال نندارتون د تولیداتو او محصولاتو له بېلابېلو غرفو څخه لیدنه وکړه او د سوداګرو ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل.
ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، د اغلې وی رونیکا راتګ ته هرکلی ووایه او د اروپایي هېوادونو، په ځانګړي ډول د آلمان، بلجیم، سویډن، ناروې، چکسلواکیا او نورو سره د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او له اروپایي ټولنې سفیر څخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د اتاق لومړي مرستیال، له اروپایي هېوادونو څخه افغانستان ته د پیسو انتقال او د سوداګرو لپاره د ویزې نشتوالی یې له لویو ستونزو څخه وبللې. نوموړي، د صادراتو د زیاتوالي او د سوداګرو لپاره د اسانتیاوو د زیاتولو په موخه، د اروپا د ویزو ورکولو مرکز جوړول یې اړین وباله.
ښاغلي مهمند، د دې نندارتون کې د ایران، پاکستان، ترکیې، متحده عربي اماراتو او سویس په ګډون د مختلفو هېوادونو د خصوصي سکتور ګډون په اړه د اروپایي ټولنې سفیر ته معلومات ورکړل او د کوچنیو او منځنیو متشبثینو لپاره د سوداګریزو حرفوي زده کړو په برخه کې د همکاریو غوښتنه وکړه.
اغلې وی رونیکا، د دې لوی ملي او نړیوال نندارتون د جوړېدو په پار د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي څخه خوښي وښوده. هغې، د خصوصي سکتور رول د نظامونو په مالي جریان کې مهم وباله او ډاډ یې ورکړ چې په تخنیکي مهارتونو، د کوچنیو متشبثینو ملاتړ او بانکي ستونزو په حل کې به له اتاق سره همکاري کوي.