د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د سمنګان ولایت د دره صوف ولسوالۍ د ډبرو سکرو د کانونو د پانګوالو له استازي ښاغلي غازي محمد او د دغه سکټور یو شمېر نورو پانګوالو سره په کتنه کې د ډبرو سکرو د استخراج په برخه کې پر ستونزو، د برکټ یا دولتي محصولاتو، د ټرانسپورټي اسانتیاوو د نشتوالي او په دغه ولایت کې د لوړ تناژ تلو په اړه خبرې وکړې.
 
ښاغلي غازي محمد د ډبرو سکرو د استخراج، په ساحه کې د دولتي محصولاتو، د کانونو د لګښتونو او یو شمېر نورو ستونزو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: د دولتي محصول لوړو بیو په دی برخه کې د پانګوالو زړونه مات کړي دي او دوی د دولتي محصول د لوړوالي په صورت کې نشي کولی خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
 
نوموړي د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه وغوښتل، چې ياده شوې موضوع د دولت له لوړ پوړو چارواکو سره شريکه کړي، ترڅو د دولتي محصول په بيه کې د پام وړ تخفيف رامنځته شي.
ښاغلي مهمند د ډبرو سکرو پانګوالو ستونزو اوریدو وروسته په اقتصادي وده کې د ډبرو سکرو ارزښت په اړه خبرې وکړې او د ډبرو سکرو پانګوالو او سوداګرو ستونزو حل برخه کې يې د اتاق د همکارۍ ژمنه وکړه.
نوموړي د دوی د ستونزو د حل په موخه له دوی څخه وغوښتل، چې یاده ستونزه د اتاق په همکارۍ د ریاست الوزرا له اقتصادي معاونیت سره شریکه کړي.

د افغانستان لپاره د کار نړیوال سازمان رئیس ښاغلي رامین بهزاد په داسی حال کې چې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي يې ملتیا کوله د هغو غرفو چې (ILO) يې مالي ملاتړ کړی وه او د نندارتون د نورو غرفو څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي عطايي د کار نړیوال سازمان رئيس ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د امام ابو حنیفه (رح) نندارتون، سوداګریز پیوستون کنفرانس، ګډون کوونکو سکتورونو او کورنیو تولیداتو په اړه معلومات ورکړل.

ښاغلي رامین بهزاد د نندارتون څخه د لیدنې په ترڅ کې، د اتاق د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي سره جلا ناسته درلوده. ښاغلي مایل د اقتصادي موضوعاتو په اړه د خبرو کولو ترڅنګ زیاته کړه: ترڅو چې د افغانستان اقتصادي ودې او رغښت ته پام ونشي د خلکو ستونزې نه حل کیږي.
ښاغلي مایل احمدي د اقتصادي ودې، بیوزلۍ او بی روزګارۍ راکمولو برخه کې د نړیوالې ټولنې ملاتړ اړین وباله.

ښاغلي رامین بهزاد د اتاق د مشرتابه پلاوي څخه د ورته نندارتونونو د په لاره اچولو په پار مننه او ستاینه وکړه او ورته نندارتونونه يې د کورنیو تولیداتو پیژندګلوۍ، د هېواد اقتصادي پراختیا، د بهرنیو پانګوالو په افغانستان کې پانګه اچونې ته د هڅولو او کار موندنې برخه کې اړین وبلل.

د امام ابو حنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون په دریمه ورځ په کابل کې میشت د هندوستان سفارت سرپرست ښاغلي بهارت کمار کوتاتي او د قزاقستان سفارت شارژدافیر ښاغلي بختیار په داسی حال کې چې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند يې ملتیا کوله د نندراتون د مختلفو غرفو څخه د لیدنې په ترڅ کې، د اتاق ددغه نوښت چې داسی بی ساری نندارتون يې جوړ کړی او بیا په یاد نندارتون کې د خصوصي سکتور پراخه ګډون ستاینه وکړه.
 
ښاغلي مهمند ښاغلي کوتاتي او ښاغلي بختیار ته د ښه راغلاست او هر کلي ویلو ترڅنګ، د هېواد د کورنیو محصولاتو او تولیداتو په اړه معلومات ورکړل او په نږدی راتلونکی کې يې د ګاونډیو هېوادونو سره د ورته ګډو نندارتونونو د په لاره اچولو غوښتنه وکړه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړیو هریو محمد داود یوسفزي او محمد ګردیزي، د سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي، د اقتصاد وزارت معین ښاغلي عبدالطیف نظري، د افغانستان بانک عمومي رئیس ښاغلي عبدالقاهر ادریس، د افغانستان نړیوال بانک عامل رئیس ښاغلي جوزف کاراسو، د افغانستان بانکونو اتحاديې رئیس ښاغلي نجیب الله امیري په ملتیا او د سوداګرو او پانګوالو په ګډون د خصوصي سکتور او بانکونو کنفرانس چې د انټرکانټیننټال هوټل کې جوړ شوی وه، د ګډون ترڅنګ، د بانکدارۍ برخه کې د خصوصي سکتور شته ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند په بانکونو کې د سوداګرو او د خصوصي سکتور ځینو شرکتونو زیرمه شویو پیسو او د دوی نه لاسرسی دی پیسو ته، په بانکونو کې د نغدینګۍ کموالي او د خصوصي سکتور هغو شرکتونو پیسو په اړه چې د حکومت مختلفې پروژې يې په نیمه یا بشپړ ډول تطبیق کړي دي خبرې وکړې او د حکومت څخه يې د یادو ستونزو حل غوښتنه وکړه.
 
هغه زياته کړه، هغه سوداګر او د خصوصي سکټور غړي چې خپلې پيسې يې په بانک کې جمع کړي دي، که اړتيا وي، نو نه شي کولى چې د اړتيا په اندازه له خپلو زېرمو څخه پيسې وباسي، چې دا کار د خصوصي متشبثينو د سوداګريزو راکړو ورکړو او سوداګرۍ په برخه کې ګڼې ستونزې رامنځته کوي.
 
محترم خیرالدین مایل بهرنیو هېوادونو ته د سوداګریزو مالونو د اخیستلو په موخه د پیسو د انتقال ستونزو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د هېواد سوداګر د سوداګریزو توکو د پېرلو لپاره د بانکونو له لارې د پیسو د لېږد له ستونزې سره مخ دي او د دغو پیسو ډېره برخه د صرافیو له لارې ترسره کیږي چې د سوداګرو لپاره ډیر ګران تمامیږي.
 
محترم نورالدین عزیزي په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه چې د یوه اغیزمن میکانیزم په جوړولو سره به هڅه وکړي چې د سوداګریزو توکو د اخیستلو په موخه د پیسو د لیږد په برخه کې د سوداګرو ستونزو ته د حل لاره ومومي.
دغه راز د افغانستان بانک عمومي رئیس عبدالقهار ادريس هم د افغانستان بانک د اوسنيو پلانونو او د خصوصي سکتور د ستونزو د حل په اړه خبرې وکړې او د همکارۍ ژمنه يې وکړه.
 
په دې کنفرانس کې ښاغلي خان محمد سرفراز باز د خصوصي سکتور د غړو له خوا مطرح شوې پوښتنې او ستونزې له دولتي چارواکو سره شریکې کړې، او د هغوی له خوا ورته ځوابونه ورکړل شول.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د مدیره پلاوي پانګه ایز مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي او د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک په ملتیا د امام ابو حنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې آغلې روزا اوتنبایوا د راتګ هرکلی وکړ او د یاد نندارتون، برخه اخیستونکو سکتورونو او کورنیو تولیداتو په اړه معلومات ورکړل.
 
آغلې روزا اوتنبایوا د کورنیو تولیداتو او مختلفو سکتورونو څخه د لیدنې په ترڅ کې، د اتاق د مشرتابه پلاوي څخه د ورته نندارتونونو د په لاره اچولو په پار مننه او ستاینه وکړه او ورته نندارتونونه يې د کورنیو تولیداتو پیژندګلوۍ او د هېواد د اقتصادي پراختیا برخه کې اړین وبلل.

د ماليې وزرات سرپرست ښاغلي هدایت الله بدري او د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت سرپرست ښاغلي عطاءالله عمري د امام ابو حنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون او پکې د کورنیو او بهرنیو تولیداتو څخه د لیدنې په ترڅ کې، په هېواد کې د پانګه اچونې لپاره د بهرنیو پانګه والو هڅونې، د هېواد اقتصادي ودې او د کورنیو تولیداتو د پیژندګلوۍ برخه کې د ورته نندارتونونو جوړول ازرښتمن وبلل.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د ماليې او کرنې وزارتونو سرپرستانو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د یاد بی ساري نندارتون جوړولو برخه کې د حکومت هر اړخیز ملاتړ وستایه او د حکومت او خصوصي سکتور ترمنځ د سوداګرۍ او پانګولۍ برخه کې په لا ډیرې همغږۍ رامنځته کیدلو ټینګار وکړ.

مقالات دیگر...