ښاغلی خانجان الکوزی، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي غړی، د اتاق د عامل پلاوي د پالیسي او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي په شتون کې، د هفت الماس صنایع شرکت له مسوولینو سره په مرکزي دفتر کې ولیدل او د اوسپنې استخراج او فولاد تولید په برخه کې د ګډو پانګونو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلی امین احمدیان، چې د ایران د هفت الماس صنایع شرکت د بازار موندنې مدیر وو، په درېیم ملي او نړیوال امام ابو حنیفه (رح) نندارتون کې ګډون کړی و او د دې شرکت د فولادو تولیدات یې معرفي کړل، د دې شرکت د فعالیتونو او تولیداتو په اړه یې معلومات وړاندې کړل او د افغانستان په هغو شرکتونو کې د ګډو پانګونو لپاره یې خپل علاقه څرګنده کړه چې په کانونو او د اوسپنې په تولید کې فعالیت کوي.
ښاغلي الکوزي، د هفت الماس صنایع شرکت مسوولینو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د کانونو سکتور، په ځانګړې توګه د فولادو او اوسپنې تولید د هېواد د اقتصاد په وده کې مهم وباله او په افغانستان کې یې د هغو شرکتونو په اړه معلومات ورکړل چې په اوسپنه کې یې لویې پانګونې کړي دي. هغه، د کانونو او د استخراج په برخه په مختلفو سکتورونو کې د ګډو پانګونو غوښتنه وکړه او د افغانستان او ایران ګډې اتاق رول یې د سوداګرۍ او ګډو پانګونو په پراختیا کې مهم وباله او پر لا زیاتې همکارۍ یې ټینګار وکړ.
 
 
 
چهارشنبه، تلې١٨مه، ١٤٠٣
 
 

اغلې روزا اوتنبايو، په کابل کې د يوناما د دفتر رئیس، پداسې حال کې چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي او يو شمېر پانګه وال يې ملتيا کوله، د امام ابوحنيفه (رح) دریم ملي او نړیوال نندارتون له بېلابېلو سکتورونو او غرفو څخه ليدنه وکړه.
 
اغلې اوتنبايو، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه څخه د امام ابوحنيفه (رح) نندارتون د جوړېدو لپاره مننه وکړه او د دغو نندارتونونو رول يې د اقتصادي ودې او د هېوادونو د توليداتو په معرفي کولو کې مهم وباله. هغې، ډاډ ورکړ چې ملګري ملتونه به په افغانستان کې د بنسټونو په بيارغونه او د خصوصي سکتور په ملاتړ کې همکارۍ ته دوام ورکړي.
ښاغلي محمد يونس مهمند، د اغلې روزا اوتنبايو او د هغې د ټيم هرکلی وکړ او د يوناما دفتر د همکاريو څخه يې مننه وکړه چې د افغانستان په بيا رغونه او د خصوصي سکتور په ملاتړ کې مرسته کوي. هغه، د افغانستان او د سيمې او نړۍ د ټولو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړيکو پر پياوړتيا ټينګار وکړ.
 
 
 
 
چارشنبه، تلې ۱۸مه، ۱۴۰۳
 
 

د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي، ښاغلیو: توکل احمدیار د اتاق عمومي رئیس، نصیر احمد عرب د اتاق خدماتي مرستیال، سید جاوید برهان د اتاق نړیوالو اړیکو رئیس، احمد شکیب احمدیار د اتاق د مشرتابه پلاوي غړی، په داسې حال کې چې ښاغلیو: سید جمیل سادات د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس، محمد زلگی عظیمی د اعظمي او بي ک بي گروپ کمپنیو رئیس او اجمل قادري د بلخ د سوداګرۍ اتاق سلاکار هم حضور درلود، د اتاق د مختلفو څانګو له مسوولینو سره ولیدل او د امام ابوحنیفه (رح) د ملي او نړیوال نندارتون په اړه خبرې وکړې.
 
د اتاق اجرائیوي پلاوي مسوولینو د امام ابوحنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون د پرمختګ په اړه د اتاق مشرتابه پلاوي ته مفصل معلومات ورکړل.
ښاغلي توکل احمدیار، د اتاق د عامل پلاوي د مسوولینو د شپې او ورځې هڅو څخه د هیواد د خصوصي سکتور د خدمت په برخه کې قدرداني وکړه او د هیواد د محصولاتو د معرفي کولو په برخه کې یې د نندارتونونو رول مهم وباله. هغه، د ورځنیو چارو د ښه والي او د خصوصي سکتور لپاره د تجارتي اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه اړین کړنلارې ورکړې.
 
 
 
سه شنبه، ۱۷مه د تلې ۱۴۰۳
 
 

ښاغلي خيرالدين مايل احمدي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستيال، چې د اتاق د مشرتابه پلاوي غړي او يو شمېر افغان سوداګر يې ملتيا کوله، د امام ابوحنيفه (رح) ملي او نړيوال نندارتون له بيلابيلو برخو څخه ليدنه وکړه.
 
ښاغلي احمدي، له هغو غرفو څخه چې په کې کورني او بهرني توليدات نندارې ته اېښودل شوي وو، ليدنه وکړه او له يو شمېر غرفه لرونکو سره يې د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د شته ننګونو او فرصتونو په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي احمدي، په دې ليدنه کې د کورنيو توليداتو په ملاتړ ټينګار وکړ او د دې نندارتون رول يې د افغان او نړيوالو سوداګرو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو په پياوړتيا کې حياتي وباله.
غرفه لرونکو، هم د داسې نندارتونونو د جوړېدو هرکلی وکړ چې د دوی د توليداتو د معرفي کولو لپاره ښه زمينه برابروي او په راتلونکي کې يې د داسې نندارتونونو د دوام غوښتنه وکړه.
د امام ابوحنيفه (رح) ملي او نړيوال نندارتون چې د کورنيو او بهرنيو سوداګرو او توليدونکو په پراخه ګډون ترسره شو، د هېواد د اقتصاد د پياوړتيا او د سوداګرۍ د پراختيا لپاره يو غوره فرصت ګڼل کېږي.
 
 
 
 
چهارشنبه، د تلې ۱۸ مه ۱۴۰۳
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي ښاغلیو: محمد یونس مهمند د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړيمرستیال، خیرالدین مایل احمدي سوداګریز مرستیال، شیرین آغا سخي مالی رئیس، سید جاوید برهان نړیوالواړیکورئیس، خانجان الکوزی، سلطان محمد صافي، سید پرویز سادات هوفیاني، احمد شکیب احمدیار مشرتابه پلاوي غړي، احمدشاه حکیمي د کابل اتاق مرستیال، میرزمان پوپل د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال، توکل خرم د شخړو حل مرکز رئیساو عبدالمتین غالب د چین له سفیر ښاغلي جاوجینګ او د هغه له ټیم سره د اتاق په مرکزي دفتر کې وکتل. دواړو خواوو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي محمد یونس مهمند، د چین د مالي مرستو او له افغانستان سره د پراخو همکاریو مننه وکړه او د چین د سوداګریزو کنفرانسونو او ناستو په اړه یې معلومات وړاندې کړل. هغه د چین پرمختللې تکنالوژۍ یادونه وکړه او د یوه ګډ نندارتون او د ګډ سوداګریز مارکېټ د جوړولو لپاره د همکاریو غوښتنه وکړه.
د اتاق لومړي مرستیال، د واخان دهلیز یې د چین او افغانستان تر منځ د وصل نقطه وبلله او زیاته یې کړه: دا دهلیز د افغانستان او چین تر منځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا کې مهم رول لري او د چین له سفیر څخه یې پدې برخه کې د همکاریو غوښتنه وکړه.
ښاغلي مایل احمدي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې او له سفیر څخه یې وغوښتل چې د ماشینونو وارداتو ته نورې اسانتیاوې برابرې کړي.
ښاغلي خانجان الکوزي، د افغانستان او پاکستان د سوداګریزو ستونزو په اړه خبرې وکړې او له سفیر څخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي میرزمان پوپل، د افغانستان د جلغوزو د صادراتو په اړه معلومات ورکړل او د چین له حکومته یې د جلغوزو په انتقال کې د مرستې غوښتنه وکړه.
هغه، د افغانستان په صادراتي توکو د چین لخوا د ځينو خنډونو شتون یو له لویو ستونزو څخه ياد کړل او د چين له هېواده یې وغوښتل تر څو د یادو ستونزو د حل په موخه همکاری وکړي.
ښاغلي جاوجینګ، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق څخه یې ددې ناستې له جوړولو مننه وکړه.
هغه، له افغانستان سره د چین د سوداګریزو همکاریو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې له دې وروسته به افغانستان خپل انار چین ته صادر کړای شي او همدارنګه زمینه یې وکړه چې د افغانستان په صادراتي مالونو لپاره به شته خنډونه له منځه وړي.
 
 
سه شنبه، تلې ١٧مه،١٤٠٣
 
 

ښاغلي محمد يونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستيال، چې ښاغلي ميرزمان پوپل، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستيال يې ملتيا کوله، د امام ابوحنيفه ملي او نړيوال نندارتون له غرفو څخه ليدنه وکړه او له بېلابېلو د غرفو مسوولينو سره يې خبرې وکړې.
 
دغه نندارتون د کورنيو او بهرنيو شرکتونو او سوداګرو په ګډون په کابل کې د توليداتو د معرفي کولو او د سوداګريزو همکاريو د پياوړتيا په موخه جوړ شوی دی.
د دې ليدنې په لړ کې، ښاغلي مهمند، له بېلابېلو سکتورونو لکه صنعت، کرنه، خدمات او نورو برخو څخه د شرکتونو له استازو سره خبرې وکړې او د هغوی د توليداتو، نوښتونو او لاسته راوړنو په اړه يې معلومات تر لاسه کړل. نوموړي، د ايران له غرفه لرونکو سره په خبرو کې، د دې نندارتون په مهم رول ټينګار وکړ چې د کورنيو توليداتو د معرفي کولو او د افغانستان، ايران او نورو هېوادونو تر منځ د سوداګريزو اړيکو د اسانتيا سبب ګرځي.
ښاغلي مهمند، د نندارتون له جوړوونکو څخه د مننې تر څنګ، څرګنده کړه چې داسې پروګرامونه کولی شي د ملي اقتصاد د پياوړتيا، د صادراتو د زياتوالي او د بهرنيو پانګونو په جذب کې مرسته وکړي. هغه، د کورنيو توليداتو د زيات ملاتړ او د نړيوالو همکاريو لپاره د مناسبو زمينو د برابرولو پر اړتيا ټينګار وکړ.
دغه نندارتون د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هغو هڅو يوه برخه ده چې موخه يې په هېواد کې د سوداګرۍ او پانګونې ترويج او پراختيا ده.
 
 
 
 
چارشنبه، تلې ۱۸مه، ١٤٠٣
 
 

مقالات دیگر...