ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، او ښاغلي سلطان محمد صافي، د اتاق د مشرتابه پلاوي غړی، د "هپکو" شرکت مدیر عامل ښاغلي مهدي اسماعیلي او د "جلاپردازان الوند" شرکت مدیر عامل ښاغلي بابک فلج په حضور کې د ټولګټو وزارت سرپرست سره ولیدل او د ایران سره د سوداګریزو، ترانزیتي او اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه یې خبرې وکړې.
ښاغلي مهمند د امام ابوحنیفه(رح) د درېیم ملي او نړیوال نندارتون په اړه د ټولګټو وزارت سرپرست ته معلومات ورکړل او د ایراني شرکتونو پراخ ګډون یې وستایه. هغه همدارنګه د ایران د سوداګرو او پانګوالو د چمتووالي یادونه وکړه چې غواړي په ساختماني سکتور او د هېواد د سړکونو په جوړولو کې پانګونه وکړي او له وزارت څخه یې غوښتنه وکړه چې له دغو شرکتونو سره د کاري فضا په رامنځته کولو کې پوره همکاري وکړي.
د ټولګټو وزارت سرپرست، د اتاق د مشرتابه پلاوي او ورسره مل ټیم ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ ایران تاریخي دوست او له افغانستان سره د سوداګرۍ او ترانزیتي اړیکو لرونکی هېواد وباله او د خصوصي سکتور ونډه یې د هېوادونو په اقتصادي وده کې مهمه وبلله. هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیتي اړیکو د لا پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ او د خپلې همکاري ډاډ یې ورکړ.