د سوداګرو تر منځ د سوداګرۍ د پراختیا، پانګونې د جلب او د افغان او بهرنیو هیوادونو د سوداګرو تر منځ د سوداګریزو نظریاتو د تبادلې په موخه د سوداګریزو اړیکو ناسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له خوا، د امام ابوحنیفه (رح) د درېیم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې، د ښاغلي محمد یونس مهمند د اتاق د لومړي مرستیال، د حکومت د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزی، د اتاق د سوداګریزو چارو مرستیال خیرالدین مایل احمدي، د اتاق خدماتي مرستیال نصیر احمد عرب، د اتاق مالي چارو رئیس شیرین آغا سخي، د اتاق د نړیوالو اړیکو رئیس سید جاوید برهان، د اتاق د هیات مدیره غړي سلطان محمد صافی او خانجان الکوزي، د سیستان بلوچستان مرستیال والي علي رضا مرحمتي، د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس سید جمیل سادات، د اتاق د عامل هیات د مالي او اداري مرستیال میرزمان پوپل، د کابل د سوداګرۍ د اتاق سوداګریزو چارو مرستیال همایون خواجه زاده، د اتاق ارشد سلاکار حاجي شرف الدین، د رخت د اتحادیې رئیس حاجي عبیدالله، او د افغان او د سیمې د هیوادونو په ځانګړي ډول ایران، پاکستان، ترکیې او چین د سوداګرو او پانګوالو په ګډون د کابل په سرینا هوټل کې جوړه شوه.
ښاغلي محمد یونس مهمند، په دې ناسته کې د ګډونوالو د راتګ هرکلی وکړ او د سوداګرۍ په بیلابیلو برخو کې د خصوصي سکتور لپاره د اسانتیاوو او غوره خدمتونو د برابرولو په برخه کې د افغانستان حکومت د همکاریو مننه وکړه، او د نندارتونونو او سوداګریزو ناستو په ترسره کولو سره د هیوادونو تر منځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا مهمه وبلله.
د اتاق لومړي مرستیال، په امام ابوحنیفه (رح) درېیم ملي او نړیوال نندارتون کې د ایراني سوداګرو د پراخ ګډون څخه خوښي څرګنده کړه او ایران یې د افغانستان یو ښه دوست وباله، چې ګډې دیني، کلتوري او اقتصادي اړیکې لري. هغه د ایران او د نورو ګاونډیو او د سیمې هیوادونو له چارواکو څخه وغوښتل چې سوداګري له سیاست څخه جلا کړي او په سوداګرۍ کې نورې اسانتیاوې برابرې کړي.
ښاغلي مهمند، د امام ابوحنیفه (رح) لوی ملي او نړیوال نندارتون د سیمې په کچه یو بې ساری نندارتون وباله او د افغان سوداګریزو توکو لپاره د بدیلو ترانزیټي لارو په پیدا کولو کې د حکومت له همکارۍ څخه مننه وکړه. هغه له ښاغلي علي رضا مرحمتي څخه وغوښتل چې په ایران کې د افغان سوداګرو د ستونزو د حل او نورې اسانتیاوې برابرولو لپاره جدي پاملرنه وکړي.
د اتاق لومړي مرستیال، په هیواد کې پراخ امنیت، د کوکنارو د کر کیلې مخنیوی، او د اداري فساد له منځه تلل پانګونې لپاره ښه فرصت وباله او د سیمې له ټولو سوداګرو او پانګوالو څخه یې وغوښتل چې له موجودو فرصتونو څخه ګټه پورته کړي او په افغانستان کې په مختلفو برخو کې پانګونه وکړي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال، دا ډول سوداګریزې ناستې د اقتصادي، سوداګریزو، سیاسي اړیکو پیاوړتیا او د افغان او د سیمې د هیوادونو د سوداګرو تر منځ د تجربو شریکولو لپاره ښه زمینه وبلله، او له ټولو داخلي او بهرنیو سوداګرو څخه یې وغوښتل چې له موجودو فرصتونو څخه ګټه پورته کړي او په هیواد کې په زیربناوو کې ګډې پانګونې وکړي.
ښاغلي نورالدین عزیزی، د امام ابوحنیفه (رح) درېیم ملي او نړیوال نندارتون او د افغان سوداګرو او د سیمې د هیوادونو سوداګرو تر منځ د سوداګریزو اړیکو د ناستې په ترسره کولو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د اتاق له مشرتابه هیات څخه مننه وکړه، او د افغانستان حکومت تګلاره یې د اقتصاد محوره او د سوداګرو، پانګوالو او صنعت کارانو ملاتړکوونکې وبلله.
ښاغلي علي رضا مرحمتي، د افغان او ایراني سوداګرو تر منځ ګډه همکاري د دواړو هیوادونو د اقتصاد په وده کې مهمه وبلله، او په چابهار بندر او نورو ایراني بندرونو کې یې د افغان سوداګرو د ستونزو په حل کې د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ.
همدارنګه، په دې سوداګریزې ناستې (B2B) کې د افغان او بهرنیو سوداګرو تر منځ چې د زراعت، صنعت، معادن، روغتیا، بانکداري، لاسي صنایعو، ماشینونو، ترانسپورت، لوژستیک، ودانیزو چارو، مخابراتو، زده کړو، او نورو سکتورونو په ګډون جوړې شوې وه، د خپلو تولیداتو او محصولاتو د معرفي کولو او بازار موندنې په موخه خبرې وشوې، او د همکارۍ یو لړ تفاهمنامې هم لاسلیک شوې.