د خوست د سوداګرۍ او پانکونې اتاق اعلامیه!

د نړیوالې ټولنې لخوا د افغانستان د کنګل شویو پیسو خوشې کیدو په تړاو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مطبوعاتي کنفرانس له ترسره کیدو او د سوداګرو او پانګوالو ددی دریځ څخه د ولایتي اتاقونو ملاتړ وروسته نن چهارشنبه د وږي د میاشتې په ۲۴مه نیټه د خوست ولایتي اتاق په یو رسنیز کنفرانس کې له نړیوالې ټولنې او نړیوال بانک غوښتنه وکړه چې په یاد بانک کې د افغانستان کنګل شوې پیسې بیرته په واک کې ورکړي.
 
په دغه ولایت کې سوداګرو، پانګوالو او د نورو اتحادیو مشرانو وویل چې افغانستان د اقتصاد له پلوه یو کمزوری هېواد دی چې د نړیوالو اقتصادي تعزیراتو سره د مقابلې وړتیا نلري.
دوی ټینګار وکړ چې اوس مهال د پیرل شوو سوداګریزو توکو ۳۰ سلنه پیسې ورکړل تادیه شوي او پاتې ۷۰ سلنه پیسې د شتو ستونزو له امله ندي ورکړل شو، او له همدې امله د دوی سوداګریز توکي د ګاونډیو هیوادونو په بندرونو کې بند دی.
 
دوی ټینګار درلود، چې که چیرې سوداګریز توکي، په ځانګړی توګه خام مواد او خواړه په وخت سره هیواد ته داخل نشي، خلک به له ډیرشمیر ستونزو سره مخ شي.
سوداګرو، پانګوالو او د نورو اتحادیو مشرانو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې ژر تر ژره د افغانستان کنګل شوې پیسې آزادې کړي. دوی په د افغانستان بانک او نورو کورنیو بانکونو هم غږ وکړ چې بهرنیو هېوادونو ته د سوداګریزو توکو پیر په موخه د پیسو لیږد لپاره لاره هواره کړي.