د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال د کندز کویډ – ۱۹ روغتونونو ته د اکسیجن ۱۰۰ ډبې په وړیا ډول وویشلې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال او د حاجي ګل آغا پرواني بنسټ رئیس ښاغلي خیرالدین مایل احمدي او د نبي زاده خیریه بنسټ رئیس ښاغلي کمال نبي زاده د هېواد کویډ -۱۹ وایروس ځپلو سره د خواخوږۍ په تړاو د ازبیکستان څخه د اکسیجن پیرودل شوو ډبو له جملې څخه ۱۰۰ د کندز ولایت کویډ – ۱۹ روغتونونو ته په وړیا ډول وویشلې ترڅو ګران هېوادوال تری په وړیا ډول ګټه پورته کړي.
 
د کندز ولایت ښاغلي والي او د کندز عامې روغتیا ښاغلي رئیس د ښاغلي احمدي او ښاغلي نبي زاده څخه ددی پروخت مرستې په تړاو مننه وکړه او دغه مرسته يې په داسې حال کې چې، په هېواد کې د کویډ – ۱۹ ناروغان د اکسیجن کمښت سره مخ دي، اړینه او ارزښتمنه وبلله.