د پروان ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لوري په دغه ولایت کې اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي توزیع شول

د پروان ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق دغه ولایت کې بېوزلو سره د مرستو لړۍ کې، په دوه نوبتونو کې مرکز او ولسوالیو کې د پروان د والي، د پروان د اتاق غړو، د ولایتي شورا غړو او ولسوالانو حضور کې د اوړو او غوړیو مرسته وکړه.

د خوراکي توکو دا مرسته د پروان ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لوري د روان کال د چنګاش په 22مه نېټه 1700 اړمنو کورنیو ته وویشل شوه او همدا راز د روان کال د چنګاښ میاشت پر 29مه 300 نورو اړمنو کورنیو لپاره د خوراکي توکو کڅورې توزیع شوې.