د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند بغلان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې، په داسی حال کې چې د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي سید پرویز سادات هوفیاني او د کندز ولایتي اتاق رئیس ښاغلي ګل محمد رجب زاده يې ملتیا کوله، د بغلان له والي سره لیدنه ترسره او په یاد ولایت کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د جوړولو، سوداګرو ستونزو او حل لارو په اړه يې خبرې اترې وکړې.
ښاغلي مهمند د ټولیز امنیت د تامین، غوره حکومتولۍ خدمتونو د وړاندې کولو او د زیربنایي پروژو د تطبیق په برخه کې د بغلان ولایت د سیمه ییزې ادارې د مشرتابه هڅې وستایلې او له حکومت سره یې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د همکارۍ ډاډ ورکړ.
ښاغلي مهمند د بغلان ولایت د سوداګرو ستونزې په ځانګړې توګه د بغلان ښاروالۍ له لورې د دوکانونو د لوړې کرایې په اړه د دوکاندارانو ستونزې د دغه ولایت له مشرتابه سره شریکې کړې او د ولایت له مقام څخه یې وغوښتل چې د دولتي دوکانونو د کرایې د کمولو او سوداګرو ته د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو برخه کې بشپړه همکاري وکړي.
د بغلان ولایت مقام د اتاق لومړي مرستیال ته د ښه راغلاست ویلو او د هغه د خبرو د اورېدو وروسته، زیاته کړه چې په بغلان ولایت کې د سوداګرۍ اتاق رامنځته کولو ته جدي اړتیا محسوسیږي او په دی برخه کې د ولایت مقام خپلې هیڅ ډول مرستې او همکارۍ نه سپموي.چهارشنبه، سلواغې ۲۵مه، ۱۴۰۲