د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د بغلان ولایت له سوداګرو او پانګوالو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند بغلان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې، په داسی حال کې چې د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي سید پرویز سادات هوفیاني او د کندز ولایتي اتاق رئیس ښاغلي ګل محمد رجب زاده یې ملتیا کوله، د بغلان ولایت له سوداګرو د لیدنې او د دوی د ستونزو اوریدو وروسته، په یاد ولایت کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د یوې څانګې د پرانستلو په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.

د بغلان ولایت سوداګرو بغلان ولایت ته د اتاق د لومړي مرستیال او ورسره پلاوي د راتګ هرکلی وکړ او د بغلان ښاروالۍ له لوري د دولتي دوکانونو د کرایې د لوړولو په برخه کې یې خپلې ستونزې د اتاق لومړي مرستیال سره شریکې او د حل غوښتنه يې وکړه.

د بغلان ولایت سوداګرو او پانګوالو په دغه ولایت کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق جوړېدل د دغه ولایت یوه جدي اړتیا وبلله او په دې برخه کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

ښاغلي مهمند د دغه ولایت د ټولو سوداګرو له مېلمه پالنې مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د دوی د ستونزو د حل په موخه به د بغلان ولایت د سیمه حکومت له غړو سره خبرې وکړي.

ښاغلي مهمند بغلان یو له مهمو، ستراتیژیکو او ټرانزیټي او د اقتصادي ارزښتونو لرونکی ولایت وباله او په بغلان ولایت کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د جوړېدو خبرداري ورکولو ترڅنګ، د دغه ولایت له سوداګرو وغوښتل چې په دې برخه کې ورسره لازمه مرسته او همکاري وکړي.

چهارشنبه، سلواغې ۲۵مه، ۱۴۰۲