د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي، بغلان والي او د هېواد د شمال او شمال ختیځ زونونو سوداګرو په پلخمري ښار کې ګډه ناسته ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي سید پرویز سادات هوفیاني، د کندز ولایتي اتاق رئیس ښاغلي ګل محمد رجب زاده، د بغلان والي، د بغلان ښاروال او د هېواد د شمال او شمال ختیځ زونونو سوداګرو په پلخمري ښار کې ګډه ناسته ترسره کړه.

ښاغلي مهمند د هېواد په شمال او شمال ختیځ زونونو کې د پانګونې فرصتونه بې شمېره وبلل او د دغو ولایتونو له سوداګرو یې وغوښتل چې له دغو فرصتونو څخه د ګټې پورته کولو له لارې، د بهرنیو هېوادونو سره د زیربنایي پروژو په تطبیق، د کانونو د استخراج او سوداګرۍ د پراختیا برخه کې کار واخلي.

ښاغلي مهمند د ټولیز امنیت تامین، د کوکنارو د کښت مخنیوی او د اداري فساد د پام وړ کموالی د حکومت له مهمو لاسته راوړنو څخه وګڼل او د کوکنارو د مناسب بدیل پر موندلو او د هېواد د کرنې پر میکانیزه کیدو یې ټینګار وکړ.

د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د هېواد له سوداګرو وغوښتل چې د زیربنایي او عامه پروژو په تطبیق کې له حکومت سره همکاري وکړي.

دبغلان ولايت مقام اقتصاد د یو هېواد د ملا تیر وباله او په شمال او شمال ختيځ زونونو په تېره بيا دبغلان ولايت کې د حکومت پلاونونه تشریح کړل.

نوموړي د هېواد په اقتصادي وده او پرمختګ کې د سوداګرو ونډه مهمه او ارزښتناکه وبلله او له هغوی یې وغوښتل چې د خپل هېواد په پرمختګ کې فعاله ونډه واخلي.

د هېواد د شمال او شمال ختیځو ولایتونو سوداګرو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه او د یادو ولایتونو د سیمه ییزو ادارو د هڅو قدرداني وکړه او له حکومت سره یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

چهارشنبه، سلواغې ۲۵مه، ۱۴۰۲