د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د بلخ ولایت له مقام سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق خدماتي مرستیال ښاغلي نصیر احمد عرب، د بلخ سوداګرۍ او پانګونې اتاق سرپرست ښاغلي اسدالله اسدي، د بلخ اتاق اجرائیه آمر ښاغلي احمد شکیب اکبري او د یاد ولایتي اتاق سلاکار ښاغلي اجمل قادري په داسی حال کې چې، د بلخ ولایت د ګمرک او څارنوالۍ رئیسانو يې ملتیا کوله د بلخ ولایت له والي ښاغلي محمد یوسف وفا سره لیده کاته وکړل.

ښاغلي عرب د دغه ولایت د خصوصي سکتور د غړو د ستونزو د حل په موخه د بلخ د محلي ادارې له هراړخیزې همکارۍ او ملاتړ څخه مننه وکړه او د بلخ ولایت خلکو ته د امنیت د تامین، خلکو ته د خدماتو وړاندی کولو او د بلخ والي د سالم مدیریت ستاینه وکړه.  

ښاغلي عرب د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو او لاسته راوړنو د بیانولو ترڅنګ، اتاق د یوې خپلواکې ادارې په توګه یاد کړ او له بهرنیو هېوادونو او بنسټونو سره د اړیکو په ټینګښت کې یې د دغه اتاق رول ارزښتناک وباله. نوموړي دغه راز د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لوري د عام المنفعه او سترو پروژو د پلي کېدو په برخه کې د بهرنۍ پانګونې د جلبولو یادونه هم وکړه.

د سوداګرۍ اتاق خدماتي مرستیال د حيرتان بندر له لارې د هېواد د سوداګرو او صادرونکو د ستونزو په اړه خبرې وکړې او زياته يې کړه "په دې وروستيو کې افغان سوداګر او صادرونکي له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي، چې د ازبکستان له خوا د هېواد د صادراتي وسايطو د سختې څارنې او کنټرول په ګډون، چې افغان سوداګر يې زيانمن کړي دي.
نوموړي د بلخ له سیمه ایز حکومت څخه وغوښتل چې د یادو ستونزو حل برخه کې لازمه همکاري وکړي.

ښاغلي اسدي په ملي او نړیواله کچه د ملي تولیداتو د معرفۍ او ودې لپاره د نندارتونونو د جوړولو پر اهمیت خبرې وکړې او په نږدې راتلونکي کې یې د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له خوا په ملي کچه د ستر نندارتون د جوړولو خبر ورکړ.
نوموړي د څو کلونو راهیسې د صادراتو په اړه معلومات وړاندې کړل او په دې برخه کې یې شته ستونزې او ننګونې د بلخ ولایت له مشرتابه سره شریکې کړې.

د بلخ ولایت مقام د خصوصي سکتور د ودې او پراختیا په برخه کې د اتاق د پروګرامونو او فعالیتونو په ځانګړي ډول د نندارتونونو د جوړېدو هرکلی وکړ او د هېواد له خصوصي سکتور سره یې د بلخ د سیمه ییز حکومت د مشرتابه د هراړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.

چهارشنبه، سلواغې ۳مه، ۱۴۰۲