د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د اتاق سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي د حیرتان ګمرک له محترم رئیس سره لیدنه ترسره او په یاد ګمرک کې يې د سوداګرو د ستونزو او حل لارو په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي مهمند په وارداتي توکو بار وسایطو د تخلیې په برخه کې د لازمو آسانتیاوو نشتوالی، د معیاري ګمرکي خدمتونو نشتوالی او د سوداګریزو مالونو د بارولو لپاره د وسایطو نشتوالی د سوداګرو عمده ستونزې وبللې او یادو ستونزو ته يې د حل لارو پیداکولو برخه کې د حیرتان ګمرک له محترم رئیس څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي مایل احمدي د دې ولایت له سوداګرو سره د حیرتان ګمرک د مسؤلینو د پرله پسې همکارۍ ستایلو ترڅنګ، له سوداګرو وغوښتل چې د خپلو سوداګریزو توکو د ګمرکي مراحلو ترسره کولو په موخه خپل مسلکي استازي ګمرک ته وروپیژني څو وکولی شي په دی برخه کې د ګمرک له مسؤلینو سره لازمه تخنیکي همکاري ترسره کړي.
د حیرتان ګمرک محترم رئیس د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د سوداګرو د ستونزو د حل او په دغه ګمرک کې د لا زیاتو اسانتیاوو په رامنځته کولو کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.دوشنبه، لیندۍ ۲۰مه، ۱۴۰۲