د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي "د بلخ ولایت د پانګونې فرصتونه او ننګونې" کنفرانس کې ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک، د بلخ ولایتي اتاق سرپرست ښاغلي اسدالله اسدي، د بلخ محترم والي، د فاریاب، اندخوی او جوزجان ولایتي اتاقونو رئیسانو، د بلخ ولایت د صنعت، کانونو او کسبګرو اتاقونو رئيسانو، د سکتوري ادارو رئیسانو او د هېواد ډیر شمیر سوداګرو او پانګوالو "د بلخ ولایت د پانګونې فرصتونه او ننګونې" کنفرانس چې د یاد ولایت په مقام کې جوړ شوی وه، ګډون وکړ.
 
ښاغلي مهمند د بلخ ولایت له مشرتابه څخه د دغه ډول کنفرانسونو په جوړولو کې د هغوی د هڅو او د خصوصي سکتور ملاتړ ستایلو ترڅنګ، بلخ ولایت د طبیعي زیرمو په ځانګړي ډول سلفر، مالګه، کوارټز، ډبرو سکرو، ګچ او قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو بډایه وباله او له کورنیو پانګوالو یې وغوښتل چې په دغه ولایت کې د کانونو د استخراج، د کرنې د میکانیزه کیدو او نورو برخو کې پانګونه وکړي.

د اتاق لومړي مرستیال د دغه ولایت د سوداګرو او پانګونې ستونزې د بلخ له والي سره شریکې کړې او د سوداګرو د ستونزو حل برخه کې يې د نوموړي د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي مایل احمدي له خصوصي سکتور سره د بلخ د سیمه ییز حکومت د دوامداره همکاریو ستاینه وکړه او د بلخ ولایت یې د حیرتان مهم سوداګریز بندر په لرلو سره، د هېواد د سوداګرۍ، ټرانزیټ او اقتصاد په وده کې مهم وباله او په یاد بندر کې يې د سوداګرو شته ستونزو حل برخه کې د حکومت د لاډیرې همکارۍ غوښتنه وکړه.
نوموړي له دولت څخه وغوښتل چې د هېواد د صادراتو په ځانګړي ډول د غالۍ او قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د صادراتو په برخه کې زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د بلخ سرپرست والي د اتاق مشرتابه او د هېواد د بېلابېلو سکتورونو استازو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د هېواد اړمنو او کډوالو سره د خصوصي سکتور له وروستیو همکاریو او مرستو ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د ستونزو په حل او د سوداګرو لپاره د اسانتیاوو په برابرولو کې به همکاري وکړي.

دوشنبه، لیندۍ ۲۰مه، ۱۴۰۲