د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د هرات ولایتي اتاق له مشرتابه سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند هرات ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د هرات د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي احمد سعید صدیقي او د مدیره پلاوي نورو غړو سره وکتل.

دغه ناسته چې د هرات ولایتي اتاق په دفتر کې جوړه شوې وه ښاغلي احمد سعید صدیقي ښاغلي مهمند ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د هېواد سویل لویدیځې حوزې سوداګرو ستونزو، په هرات ولایت کې د پانګونې فرصتونو او د خصوصي سکتور اړوند یو شمیر مسایلو په اړه خبرې وکړې او د هرات ولایت خصوصي سکتور ستونزو حل برخه کې يې د مرکزي اتاق د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

د هرات ولایتي اتاق اجرائیوي مسؤل ښاغلي محمد یوسف امین یاد اتاق د لاسته راوړنو، ستونزو او وړاندیزونو په اړه خبرې وکړې او د مرکزي اتاق مدیره پلاوي له لومړي مرستیال څخه یې وغوښتل چې د هرات ولایتي اتاق د ستونزو په حل کې لازمه پاملرنه وکړي.

ښاغلي محمد یونس مهمند سوداګرو او پانګوالو ته د خدمت وړاندی کولو برخه کې، د هرات د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له هڅو ستاینه وکړه او د مرستندویه بنسټونو څخه د خصوصي سکتور ملاتړ په موخه په مالي مرستو ترلاسه کولو او د خصوصي سکتور غړو د حکومت اړوند ادارو سره يې د اړیکو پر ټینګښت ټینګار وکړ.
نوموړي د هېواد د خصوصي سکتور غړو ته د لازمو اسانتیاوو په رامنځته کولو کې د مرکزي اتاق د همکارۍ ډاډ ورکړ.

سه شنبه، زمري ۱۰مه، ۱۴۰۲