د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د بامیان ولایت له والي سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د بامیان ولایت د سوداګرو او پانګوالو د یوې ډلې په شتون کې د بامیان ولایت له والي ښاغلي عبدالله سرحدي سره وکتل او د دغه ولایت د سوداګرو ستونزې او ننګونې یې ورسره شریکې کړې.

د دې ولایت سیمه ییزو سوداګرو په بامیانو کې د سوداګرۍ او پانګونې د فرصتونو په اړه د خپلو ستونزو لکه: د کرنیزو محصولاتو د ذخیره کولو لپاره د سړو خونو د نشتوالي، د ترانسپورت او برېښنا د نشتوالي په اړه خبرې وکړې او د دغه ولایت له رهبرۍ او د خصوصي سکتور له مشرتابه يې وغوښتل چې یادو ستونزو ته د حل مناسبې لارې چارې ولټوي.  

ښاغلي مهمند د امام ابوحنیفه (رح) د دویم نندارتون او د هغه د لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او په دغه نندارتون کې یې د بامیان ولایت د سوداګرو له ګډون څخه مننه وکړه. نوموړي په بهر کې د صادراتو د زیاتوالي یادونه وکړه او د صادراتو د لا زیاتوالي په برخه کې یې د خصوصي سکتور د هڅو ډاډ ورکړ.

د مدیره پلاوي لومړي مرستيال باميان يو له صنعتي، سياحتي، کرنيزو او پراخو طبيعي زېرمو لرونکی ولايت وباله او د هېواد په وده او پرمختګ کې يې د دغه ولايت رول مهم وباله.

ښاغلي مهمند په بامیان ولایت کې د سیمه ییزې ادارې په همکارۍ د پانګونې د کنفرانس جوړېدل اعلان کړل او په دغه ولایت کې یې د پانګونې د فرصتونو په پېژندلو کې د دغه ډول کنفرانس رول ارزښتناک وباله. نوموړي د باميانو ولايت له سوداګرو څخه وغوښتل چې لاسونه سره يو کړي او د کرنيزو توليداتو د پروسس د فابريکو په جوړولو سره د دغه ولايت په وده او پرمختګ کې خپل رول ولوبوي.

د بامیان ولایت والي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ته ښه د راغلاست ویلو په ترڅ کې، د کرنې، مالدارۍ او صنعت په برخو کې یې د ولایتي ادارې پلانونه تشریح کړل.
د باميانو ولايت امنيه قوماندان په دغه ولايت کې د امنيت ډاډ ورکړ او له ټولو سوداګرو او پانګوالو يې وغوښتل چې د شته فرصتونو په پام کې نيولو سره د دغه ولايت په وده او پرمختګ کې رول ولوبوي.

چهارشنبه، زمري ۴مه، ۱۴۰۲