د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند بامیان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې، په داسی حال کې چې د اتاق عامل پلاوي د صادراتو پراختیا او اداري څانګو مسؤلینو يې ملتیا کوله، د بامیانو ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق څخه لیدنه ترسره او د سوداګرۍ او پانګونې، کرنې، مالدارۍ او توریزم برخه کې يې د شته ستونزو او ننګونو په اړه خبرې اترې وکړې.
د بامیان ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مرستیالې آغلې مېرمن مهتاب رحیمي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ته د ښه راغلاست ترڅنګ د بامیانو د سوداګرۍ اتاق د فعالیتونو، شته ستونزو، او اړتیاوو لکه د یاد اتاق ودانولو او په یاد ولایت کې د شته توریستي او کرنیزو فرصتونو په اړه مفصل معلومات وړاندی کړل او د اقتصادي وضعیت د ښه والي او د پانګونې د جلبولو په برخه کې یې د مرکزي اتاق له مشرتابه څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.
د بامیان ولایت مطرح سوداګر ګل میر امیني د برېښنا نشتوالی، د مواصلاتي لارو نه شتون او یو شمېر نورې ستونزې د بامیان ولایت له عمده ستونزو څخه وبللې او د حکومت او د هېواد د خصوصي سکتور د مشرتابه د جدي پاملرنې غوښتنه یې وکړه.
ښاغلي یونس مهمند د بامیان ولایت د خلکو له میلمه پالنې څخه د مننې په ترڅ کې دغه ولایت د هیواد یو له تاریخي، سیاحتي او پراخو طبیعي او کرنیزو زیرمو څخه برخمن وباله او په یادو برخو کې یې له شته فرصتونو څخه ګټه پورته کول اړین وبلل.
د اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال د پانګونې د جلبولو او د مرکزي اتاق له خوا د اړوندو څانګو په همکارۍ د بامیان ولایت لپاره د سوداګرۍ د فرصتونو د پیژندلو په موخه د کنفرانس په پیلیدو ټینګار وکړ.
ښاغلي مهمند ژمنه وکړه، چې د بامیان ولایتي اتاق د ترمیم او په بېلابېلو برخو کې د کورنیو او بهرنیو پانګونو د جلبولو په موخه به موضوع د نړیوالو ادارو او اړوندو دولتي ادارو سره شریکه کړي.چهارشنبه، زمري ۴مه، ۱۴۰۲