د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د سپین بولدک ولسوالۍ او پکې د موجوده تا‌‌سیساتو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او یو شمیر سوداګرو او پانګوالو د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې، د یادې ولسوالۍ د سوداګریزو تاسیساتو او ترسره شویو پانګونو څخه لیدنه ترسره کړه.

ښاغلي مهمند دا ولسوالۍ یو له مهمو سوداګریزو، ترانزیتي او ستراتیژیکو اقتصادي موقعیتونو څخه وبلله چې د بهرنیو هیوادونو د سوداګریزو توکو لویه برخه له همدې لارې د سویلي اسیا اتو هیوادونو لکه: نیپال، بنګله دیش، سریلانکا، بوتان، پاکستان، هند، او نورو هېوادونو ته صادریږي.

ښاغلي مهمند د دغه ولسوالۍ ستراتیژیک موقعیت ته د حکومت د مشرتابه پر جدي پاملرنې او د دې ولسوالۍ د سوداګریزو او پانګه ایزو اړتیاوو ته د ځواب ویونکي ماسټر پلان پر چمتو کولو، د سوداګریزو فعالیتونو د پراخېدو او د کانونو د استخراج په موخه د برېښنا پر برابرولو ټینګار وکړ.

د اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د پرزو او ښي لاس موټرو د سوداګرو د ستونزو په حل کې د هېواد د خصوصي سکتور د رهبرۍ د هڅو ډاډ ورکړ او د حکومت له مشرتابه یې وغوښتل چې د هېوادوالو لپاره د لازمو اسانتیاوو په رامنځته کولو کې پوره همکاري وکړي.

چهارشنبه، غبرګولي ۱۷مه، ۱۴۰۲